اوښکې

نه په ښه پوهېدم نه په بده. تا راته وویل: راشه! زه راغلم.
تا وویل: پاتې شه! زه پاتې شوم. تا راته د خندا چل وښود، ما وخندل.
پوه نه شوم، چې څه دې وویل، خو زما له سترګو مالګین څاڅکي راوڅڅېدل.
حیرانه شوم، چې دا څه دي او څه نومېږي؟
تا راته وویل: دا  مالګین څاڅکي اوښکې نومېږي!
اوس زه درنه ځم او دا اوښکې به د ژوند تر پایه  ستا ملګرتیا وکړي.