
د مسعود جسد به ايران ته يوسو، يوه مياشت، ... يا څومره چې تاسو غواړي خبره به پټه وساتو
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
سرچينه: د اېس رياست کتاب
لېکوال: ستیف کول
د سېپټمبر نهمه په تاجکستان کې د خپلواکۍ ورځ وه، دولتي دفترونه او هټۍ بندې وې. امرالله صالح هم په کور کې پاتې وو. نوموړي ته زنګ راغی او ورته وويل شول، "وخت مه ضايع کوه، وسايل دې راټول کړه، هوايي ډګر ته لاړ شه او له هغه ځايه کلياب ته الوتنه وکړه، ته هلته غوښتل شوی يې." زنګ د مسعود وراره وهلی وو.
(کلياب د تاجکستان يو بل ښار دی، چې له مرکز دوشنبې څخه ۱۲۰ مېله لېرې واقع دی)
کلياب ته په رسېدو سره، امرالله صالح ته نا څرګندې لارښوونې ورکول کېدلې. نوموړی رغتون ته ورسېد، هلته يې څلور - پنځه د احمدشاه مسعود قومندان ولېدل. لږ وروسته جنرال فهيم خان راغی او انجينر عارف را ورسېد. د انجنير عارف جامې په وينو ککړې وې. د مسعود کسانو سره د تاجکستان د استخباراتو او همدا ډول د ايران د انقلابي ګارډ دوه کسان هم يو ځای شول.
عبدالله عبدالله، د طب ډاکټر او د احمدشاه د پټو پاليسو سلاکار له هند څخه راغی. يو قومندان امرالله صالح ته وويل، چې احمد شاه مسعود مړ شو. نوموړي وويل، چې د مسعود جسد يې له هندوستان څخه راوړ. اوس د روغتون په انګړ کې د مسعود په لسګونه کسان سره راټول شوي وو، دوی خبرې کولې، چې څه بايد تر سره کړي او څه وکړي. د مسعود د مرګ په اورېدو سره يو شمېر کسانو ژړل او ځينې نور حيرت وهلي وو.
طالبانو او القاعدې پخوا ډېر ځلې هڅې کړې وې، چې احمدشاه مسعود ووژني، خو احمد شاه مسعود د القاعدې د هغه دوو عربو خبريالانو له خوا ووژل شو، چې چاودېدونکي توکي يې د خبريالۍ په کمرو کې ځای پر ځای کړي وو.
د روغتون په انګړ کې، پنجشيري مشرانو پرېکړه وکړه، چې د احمد شاه مسعود د مرګ خبر به پټ وساتي او په اړه به يې ووايي، چې نوموړی په لږ شان ټپي شوی دی او په کم وخت کې به روغ شي. دوی ويره درلودله، چې د پنجشير د درې په خوله کې د دوي دښمن (طالبان او القاعده) که خبر شي، نو د القاعدې دواطالب وژونکي جنګيالي به طالبانو ته لار پرانيزي، چې پنجشير ته دننه شي او طالبان به په پنجشير کې قتل عام تر سره کړي.
د ايران د انقلابي ګارډ غړي وويل، چې که چېرې تاسو ته د احمد شاه مسعود د مرګ د راز پټ ساتل ستونزمن کار وي، نو زه او د تاجکستان د استخباراتو کس به د مسعود جسد له دغه ځايه ايران ته يوسي هلته به تر يوې مياشتې، شپږو مياشتو او يا هم څومره چې تاسو غواړی پټ به يې وساتو.
د مسعود د کسانو له منځ څخه يو بل کس وويل، چې د احمدشاه مسعود جسد پنجشير ته وړو، نورو وويل، چې ويره دا ده، چې د مسعود د مرګ خبر به رسوا شي، مونږ بايد خبر تر هغې پټ وساتو، ترڅو چې مونږ د دښمن سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې، قومندانان نه وي ځای پر ځای کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډمن وو، چې که چېرې د احمدشاه مسعود مړی پنجشير ته يوړل شي، د مرګ خبر به خپور شي او مقاومت به مات شي. د تاجکستان د استخبارتو کس وويل، چې د روغتون سره نېږدې د مړو د ساتلو خونه ده، تاسو کولی شي، چې لږ تر لږه د يو څو ورځو لپاره د مسعود جسد دلته وساتئ. قسيم فهيم هم دا خبره ومنله او ټولو په همدې پرېکړه وکړه.
دوی همدا ډول پرېکړه وکړه، چې شپږ هېوادونه: امريکا، روسيه، ايران، هندوستان، تاجکستان او ازبکستان، چې دغه پېښه ورته مهمه ده بايد خبر شي.
دوی امرالله صاح ته دنده وسپارله، چې سي ای اې ته د مسعود د ترور په اړه ووايي او همدا ډول د وسلو غوښتنه وکړي. صالح بايد دغه کار په بېړې سره تر سره کړي.
صالح ته وويل شول، "سي ای اې ته ووايه، چې مونږ د القاعده او طالبانو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوو. د مسعود په نشتون کې مونږ ډېرې وسلې ته اړتيا لرو، چې د نوموړي تشه پرې ډکه کړو."
امرالله صالح په سي ای اې کې له رېچارډ بلي سره اړيکه ونېوله، هغه ته يې د مسعود د مرګ په اړه وويل او غوښتنه وکړه، چې د پنجشير مشران غواړي له طالبانو او القاعدې سره جګړې ته دوام ورکړي، نو بايد مسعود د مرګ راز پټ وساتل شي.