څنګه خپله مورنۍ او لورنۍ اړیکه ښه کړو؟

۱ ـــ ډېره سخته ده، خو موده ورورسته متوجه کېږئ، لکه څنګه چې تاسو فکر کاوه دومره سخته نه وه. دې ټولو ته په نه پام سره، هغه ستاسو خپله لور ده، که چېرې سره له دې هم تر اوسه پورې نه پوهېږئ، چې څنګه له دې اړیکې څخه خوند واخلئ او نه شئ کولای، چې یو ګډ تړاو پیدا کړئ، خواشیني کېږئ مه، یوازې دا لاندې لیکنه ټکي ولولئ.

۲ ـــ له هغې سره د وخت تېرولو له پاره، وخت ځانګړی کړئ. د اوونۍ یوه ځانګړې ورځ او یا هم د ورځې یو وخت، چې تاسو دواړه بېکاره یاستئ، لکه د جمعې ورځ او یا د جمعې شپه وټاکئ. د دې کارونو د ترسره کولو له پاره، دوبی ډېر ښه وخت دی، ځکه هغه به ښوونځي ته لاړه نه شي. که چېرې تاسو په دوبي کې کار ته ځئ، هڅه وکړئ، چې د اوونۍ په رخصتیو کې یو وخت خپلې لور ته ځانګړی کړئ، داسې وخت وټاکئ، چې هغه هم ازګاره وي.

۳ ـــ په دې باندې ځان پوه کړئ، چې د لور مو څه شی خوښېږي. په دې باندې پوهېدل، چې لور مو له څه ډول فعالیت څخه خوند اخلي، له تاسو سره تر ډېره بریده مرسته کوي، چې د یو ځای اوسېدو پرمهال څه وکړئ او چېرته لاړ شئ. کله وخت خپله لور تر څارنې لاندې ونیسئ، خو له بریده زیات نه، ترڅو وپوهېږئ، چې څه کوي. که چېرې د لوستلو په حال کې وه، نو ترې وپوښتئ، چې څه لولي، که چېرې ټلویزیون ننداره کوي، ترې پوښتنه وکړئ، چې څه ننداره کوي او نور ..... په دې کار سره به تاسو ښه احساس ولرئ او هغه هم خوشالېږي، چې تاسو د هغې له کارونو سره مینه څرګندوئ، ښایي د هغې مینه او لېوالتیا له تاسو سره توپیر ولري، خو هڅه مه کوئ، چې بدلون پکې را منځته کړئ.

۴ ـــ په ګډه خرید ته لاړ شئ، که چېرې کوم څه شتون لري، چې د میندو او لورګانو اړیکې ښې کوي. هغه د اخیستلو شی دی. خرید ته په تګ سره، له خپلې لور سره د خبرو کولو او د هغې په لېوالتیا باندې د پوهېدلو فرصت تر لاسه کوئ. له هغې سره د خوړنیزو توکو پلورونځي ته لاړ شئ، ترڅو له تاسو سره د ماښامنۍ، خوږو او خوندورو څیزونو په ټاکنه کې مرسته وکړي. هغې ته اجازه ورکړئ، هغه څیزونه چې خوښېږي یې د خریدارۍ په کڅوړه کې واچوي او پرېږدئ، چې تصمیم ونیسي، چې څه څښاک واخلي.

۵ ـــ له یو بل سره بهر لاړ شئ. که چېرې د خرید له پاره بهر نه ځئ، لا تر دې دمه ډېرې ټاکنې شتون لري، د بېلګې په توګه: پارک، ساحل، موزیم او یا هم رستورانت، اوس چې پوهېږئ لور مو له څه شي سره مینه لري او لېوالتیا یې څه ده، کولای شئ، پوه شئ، چې خوښېږي یې چېرته لاړه شي.

۶ ـــ په کور کې یو ښه پخوانی فلم ننداره کړئ. د فلم ننداره کولای شي، تاسو واقعاً له یو بل سره نږدې کړي. داسې فلم وټاکئ، چې ستاسو دواړو خوښېږي وې ګورئ، په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې فلم د هغې له عمر سره مناسب دی! کورني خندا لرونکي فلمونه د هر عمر لرونکي شخص له پاره ښه دي، تل هغه او تاسو خندوي.

۷ ـــ د ښوونځي په درسونو کې ورسره مرسته وکړئ. د یوې مور په توګه دا مهمه ده، چې له خپلې لور څخه د زده کړې په برخه کې ملاتړ وکړئ، تل هڅه وکړئ، که چېرې هیله یې وکړه، نو ورسره مرسته وکړئ، ځوابونه مه ورته وایئ، یوازې ورسره مرسته وکړئ.

۸ ـــ له یو بل سره لوبې وکړئ، له خپلې لور سره مو د تعامل له پاره بله لاره، لوبې کول دي.

۹ ـــ په ګډه پخلی وکړئ، هغې ته د پخلي د ورښودلو د پیل یوه ښه او اغېزمنه لاره ده.

۱۰ ـــ هغې ته ور وښیئ، چې ورسره مینه لرئ، البته لور مو له مخکې په دې باندې پوهېږي، چې ورسره مینه لرئ، خو آیا واقعاً دا مینه مو هغې ته ور ښیئ؟ له یو بل سره پلی مزل وکړئ، له یو بل سره خبرې وکړئ او له طبیعت څخه خوند واخلئ.

۱۱ ـــ له هغې سره خبرې وکړئ. دا مهمه ده، چې لور مو په دې باندې ډاډه شي، چې تل کولای شي راشي او که چېرې کوم څه ته اړتیا ولري، په اړه یې له تاسو سره خبرې وکړي. کله چې له خپلې لور سره خبرې کوئ، نو هرومرو هغې ته وګورئ او هغه هم تاسو ته وګوري.

۱۲ ـــ غوږ ونیسئ. نه یوازې لور مو ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي، تاسو هم باید د هغې خبرو ته غوږ ونیسئ. که چېرې دا کار ونه کړئ، هغه به داسې فکر وکړي، چې توجه نه کول، ښه کار دی. دغه راز خبر اوسئ، چې ماشومان پوهېږي، چې څه وخت مور او پلار د دوی خبرو ته غوږ نه نیسي او دا اصلاً ښه نه ده. د دې له پاره، چې ښکاره کړئ، واقعاً غوږ نیسئ، له هغې څخه پوښتنه وکړئ او هغې ته وګورئ.

۱۳ ـــ تل په مهم وخت کې حضور ولرئ. په هغه صورت کې، چې لور مو غواړي، چې تاسو په یوه ورزشي مسابقه، د موسیقۍ په کنسرت او یا بله هره مهمه پېښه کې، چې شتون لري ګډون وکړئ، واقعاً هڅه وکړئ، چې هلته حضور ولرئ، که نه، نو خپلې لور ته مو هرومرو د نه تګ دلیل ووایئ.

۱۴ ـــ د خپلې لور استعدادونه وستایئ، دا یو ډول هڅونه ده، چې لور مو پرې خوشالېږي، چې تاسو یې استعدادونه تشخیص کړي دي.

۱۵ ـــ په هغې باندې مهربانه واوسئ. ښکاره ده، چې ستاسو مهرباني به، ستاسو په اړیکه باندې ډېره زیاته اغېزه وکړي. کله چې کوم کار په سمه توګه نه ترسره کوي، چیغې مه پرې وهئ، په ډېرې آرامۍ دا ورته توضیح کړئ، کوم کار یې چې ترسره کړی دی، نه مو خوښېږي او یا نه غواړئ چې ترسره یې کړي، هڅه مه کوئ، چې ووایئ (زه غواړمه، چې دا کار ترسره کړې) یا لطفاً دا کار ترسره کړه. که چېرې له هغې سره په مهربانۍ خبرې وکړئ، نو ستاسو په خوښه به کړنې ترسره کړي. سره بېره پر دې واقعي دلیلونه وړاندې کړئ، نه دا چې یوازې زه وایم. که چېرې ټولنیزو خطرونو او فشارونو ته یې پام شي، نو مسئولانه کړنې به ترسره کړي. له ویده کېدو مخکې یا سهار ښوونځي ته له تګ څخه مخکې هغه په غېږه کې ونیسئ او ښکل یې کړئ.
 
۱۶ ـــ په خپلې لور باندې باور وکړئ، دا سخته کار دی، خو تاسو باید په هغې باندې اعتماد وکړئ، تاسو په هغې باندې اعتماد نه لرئ، ځکه چې ډېری وخت درواغ وایي، هغه دا کار کوي، ځکه تاسو هم هغې ته درواغ وایئ، هغه داسې فکر کوي، چې درواغ ویل، عیب نه دی، نو د هغې له پاره په یوه ښه موډل باندې بدل شئ؛ کومې ژمنې چې کوئ د عمل جامه ور واغوندئ، سره له دې که چېرې کومه مسئله را منځته شوه، نو هرومرو یې له هغې سره شریکه کړئ. دلیل ووایئ، ترڅو هغه حیرانه نه شي. کله چې وینئ، لور مو کوم کار په مسئولانه توګه ترسره کوي، تاسو هم کولای شئ، چې په هغې باندې لا ډېر اعتماد وکړئ.