
کله چې انجنير عارف دننه راغی، احمد شاه مسعود بې هوښه وو او هرې خوا وينې بهېدلې
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
سرچينه: د اېس رياست کتاب
لېکوال: ستیف کول
احمد شاه مسعود په زرګونه د دري ژبې د شاعرۍ کتابونه درلودل. د ۲۰۰۱ ز کال د يکشنبې په ورځ چې د سپټېبر نهه مه نېټه وه، احمد شاه مسعود ټول سهار له يو خپل پخواني ملګري سره، چې مسعود خليلي نومېدو تېر کړ. دواړو په لوړ غږ سره د دري ژبې شعرونه وويل، احمدشاه مسعود او خليلي به پخوا هم په همدې ډول سره دملګرتيا ګډې شيبې تېرولې.
په بل سهار يې، احمدشاه مسعود انجنير عارف خپل ځای ته را ووغوښت. مسعود انجنير عارف ته وويل، " د امريکا متحدو ايالتو سره به څه کوو؟ څه ډول کولی شو، چې له دوی سره اړېکې پرمختللې کړ؟ له امريکا سره کوم ډول سټراټېژۍ باندې بايد وړاندې لاړ شو."
په خواجه بهاوالدين کې، انجنير عارف په يوې پخه ودانۍ کې د ارتباطو او مخابرې يو دفتر درلود، چې د مسعود لپاره به يې سياسي او پوځي چارې له دغه ځايه تر سره کولې. د انجنير عارف په همدغه دفتر کې د مېلمانو د ښه راغلاست کوټه هم موجوده وه. مسعود پرېکړه وکړه، چې تياری دی، ترڅو له هغو عرب ژورنالېسټانو سره مرکه وکړي. د انجنير عارف له ورتګ وړاندې دوو عربو ژورنالېسټانو د پخې ودانۍ په دويم پوړ کې، چې د مېلمانو د ښه راغلاست لپاره وو، خپل توکي او کمرې برابرې کړې وې.
وخت غرمې ته نېږدې شوی وو او عرب ژورنالېسټانو له احمدشاه مسعود سره خبرو - اترو ته تياری وو. انجنير عارف د ژورنالېسټانو اطاق ته دننه کېدو او بهر کېدو، منتظر وو، چې له مسعود سره مرکه پيل شي.
احمدشاه مسعود ته په ساټلايت تېلفون باندې زنګ ووهلو شو. مسعود ته وويل شول، چې طالبانو او القاعدې ډلې، بګرام هوايي ډګر ته نېږدې د دوی د جګړې په لومړۍ کرښه بريد کړی او د بريد په پايله کې اته کسان عربيان محاصره شوي دي. مسعود انجنير عارف ته وويل، "لاړه شه او د جګړې په اړه مالومات لاس ته راوړه."
انجنير عارف لاندې ښکته شو، چې يو ناڅاپه يې د يوې چاودنې غږ د نوموړي له لاس څخه ساټلايټ فون لاندې وغورځوه. انجنير عارف فکر وکړ، چې د طالبانو له خوا چاودنه وه او يا له لېرې واټن څخه راکيټيز بريد وو. د خواجه بهاوالدين په سيمه کې دا ډول چاودنه عادي خبره وه.
انجنير عارف چې د مرکې له خونې څخه بيرون وو، لوګی يې حس کړ او د احمدشاه مسعود د ساتونکو ډزې يې وارېدلې. او هر کله کله چې انجنير عارف دننه راغی، احمد شاه مسعود بې هوښه وو او هرې خوا وينې بهېدلې.
د احمدشاه مسعود ملګری، مسعود خليلي چې د مرکې په وخت کې د ژباړن دنده درلودله، بې هوښه په وينو کې پروت وو.
انجنير عارف او نورو کسانو د بريد قربانيان له خونې بهر کړل. مسعود يې ټوېټا ډوله لانډ کروزر موټر دويم سيټ کې کېښود او په څنګ کې يې ورسره د مسعود ملګری خليلي واچولو. له يو څه مزل وروسته، انجنير عارف خپل ځواکونو ته امر وکړ، چې چورلکه راولي.
عارف موټر چلونکي ته وويل، چې د چورلکې د کېنستو له ځايه سره نېږدې موټر ودروي، د دوی پر سر باندې چورلکه په هوا کې ګرځېدله. عارف خپل کسانو ته وويل، "مونږ په يو بيړني حالت کې يو، چورلکه دې منتظره کړي، مونږ زر درسيږو، خو دوی ته ووايي د چورلکې ماشين بند نه کړي، وضعيت بيړنی دی."
د چورلکې له پېلوټ څخه عارف پېښه پټه وساتله، يوازې يې دا ورته وويل، چې په خواجه بهاو الدين کې د هندوستان له خوا جوړ شوي روغتون ته دې پرواز وکړي او د روغتون په انګړ کې دې چورلکه کينوي.
انجينير عارف بېرته د مېلمانو خونې ته راغی. د احمد شاه مسعود نېږدې کس محمد قسيم فهيم يې له ځان سره واخېست.
نور بيا...