
کله چې حکومت خپله پالیسې په ټولنه کې د یوه ټبر د لمنځه وړلو لپاره په نوې بڼه او ورځ تر بلې د بې رحمۍ پر بنسټ ولاړه وخت په وخت نوې کړي، د ارامه ژوند تېرولو ټولې لارې پرې وتړي، د نړیوالو ګټو د تر لاسه کولو په موخه د هېڅ ډول وحشت او بربریت نه په یوه سیمه او یوټبر د خپلو وحشیانه او غیرې انساني کړنو نه ځان ونه سپموي؟
کله چې د یوه ټبر سیمه په ناحقه د اور په بټۍ بدله کړای شي، په خپله خاوره ترې د ژوند کولو هیلې واخستل شي، په خپل کور او سیمه کې ورټل شي، د هر ډول زورولو لپاره یې وخت په وخت نوې طرحې او پلانونه جوړ شي؟
کله چې په خپله سیمه کې د هغې اوسیدونکو ته یواځې یو ډول پالیسي جوړه شي، چې هغه په هر حالت کې د وژنې، د پرمختګ نه د لرې پاتې کېدلو او په ټوله کې د قربانۍ او د ښمن په سترګه ورته وکتل شي، په بې ګناه حالت کې پرې د جرمونو پيټي ور بار کړای شي؟
کله چې په یوې سیمې کې مشران، ځوانان او مخکښې څېرې د بې ګناهۍ په حالت کې یا خو د بندخونو تورو تمبو تر شا اچول کیږي، شپه خو لا څه چې په رڼا ورځ یې در ځنې وژني، د مخې او کار سړي درځنې داسې لادرکه شي، چې د مړینې او ژوند یې لا څه پته نه لږیږي؟
کله چې د یوې سیمې د وکړیو سره د کور او هدیري توپیر ورک شي، کور هم ورته هدیره وګرځول شي او هدیره خو لا هدیره ده، کله چې د یوې سیمې وګړي له ژونده دومره په تنګ کړای شي، چې هغوی دې د ژوند پر ځای مرګ ته سینه سپر کړي او د ژوند نه د خلاصي او د قیامت د راتلو په پار دوعاګانې وکړي؟
کله چې په ماشوم، ښځې او سپین ګیري هېڅ ډول رحم ونه شي، ټولو ته په یوه سترګه د دښمن په توګه وکتل شي، کله چې په خپله خاوره له ټولو حقونو محروم شي او له ژونده ستړیا احساس کړې، نو څه فکر کوئ د دغو وګړیو به څه حال وي؟
هو! دا د هغو پښتنو حال دی، چې د ډيورنډ کرغېړنې او نا منلې کرښې په سبب په کوزې پښتونخوا د پاکستان تر جبر او ظلم لاندې د مرګ او ژوند تر منځ په بد حالت کې ژوند کوي.
هو! کله چې دې سیمه او خلکو ته د دښمن په سترګو کتل کیږي، پر تا هر ډول ظلم او تیري ته د روا او جایز عمل نوم ورکول کیږي؛ نو د ظلم پر وړاندې درېدل، د حق غوښتنې او انسان پالنې په چغه کې ژوند او مرګ دواړه بریا ده او په دواړو کې سر لوړي را نغښتل شوي وي؛ ځکه خو چګوارا ویلي(هېڅکله دې سر د دښمن په وړاندې مه ټیټوه، حتا که ووژل شې، پرېږده کله چې سر دې له تنه جلا کوي، سترګې دې د آسمان په لور وي، نه د ځمکې په لور، د عزت ژوند وکړه، په زړورتیا وجنګېږه او سر لوړی ومره .)
کله چې پر دوی دا ظلم له یوې اوږدې مودې را په دېخوا خپله باداري وچلوله او لا یې هم د ظلم او وحشت دغه باداري روانه ده، چې پر دوی نو ظلم او تېری خپل اخري پړاو ته ورسېد، نور نو د دغه مظلوم ولس د زغم بېړۍ په ډوبېدو شوه اوهلته د هر مېشت وګړي د خولې نه د حق او ازادي چغه پورته شوه او د عدم تشدد د پالیسۍ سره سم سړکنو ته را ووتل.
هو! ارنېسټو چګوارا رښتیا ویلي ((انقلاب مڼه نه ده، چې له پخېدلو وروسته غورځېږي، باید موږ یې غورځېدلو ته اړ کړو.)) د ظلم او تیري نه د خلاصېدو یواځنۍ لار پخپله د ظلم پر وړاندې ودرېدل دي، که داسې نه وي؛ نو د ټول عمر لپاره به د نورو له ظلم نه خلاصی و نه مومې.
د ځمکې پر مخ د یوې سیمې اوسیدونکي په بې ګناه ډول د ظالم حکومت تر وحشت او بربریت لاندې وو، ژوند ته نه پرېښودل کېده، د دوی پر سر سوداګرې کېده، نړیوالو ته یې سیمه د وحشت، بربریت او انسانیت د اصولو نه لرې پېژندل کېده او د سیمې اوسیدونکي یې یاغیان او باغیان بلل کېدل او دغه کړنه لا هم روانه ده، کوچنی وم؛ خو ښه مې یاد دي، کله چې د کډوالۍ په وخت د پېښور په یوې سیمې کې د کډوالو په یوه کيمپ کې میشت شوو، نو لومړی راته د خپلو مشرانو او کورنیو له لوري هغه سیمې را وښودل شوې، چې هلته د پښتنو لویې او درنې پتمنې قبیلې اوسېدې، داسیمې زموږ د اوسېدو د ځای نه لږ وړاندې پرتې وې او راته وویل شول، چې دغه لور ته لاړ نه شئ، هلته یاغي او باغي خلک ژوند کوي او چې کله یې څوک په لاس ورشي؛ نو د ټول عمر لپاره یې مړی او ژوندی لادرکه شي.
دا د پاکستان حکومت هغه کرغېړنه څېره جوتوي، چې زموږ نا لوستي او ناخبره مشرانو ته یې یادې سیمې له وحشت نه ډکې او اوسیدونکي یې په ټوله مانا یاغیان ور پېژندلي وو، کله چې د پاکستاني تور مخي حکومت دغه کړنه را په زړه شي؛ نو له ځان سره فکر وکړم، چې دغه سیمې او اوسیدونکي به یې نړیوالو ته څومره په بد رنګ او بد ډول سره ور پېژندل شوي وي.
هو د دغو سیمو خاموش او مظلوم ولس، چې کله یې چاړه تر هډونو ور ورسېده؛ نو د حق چغه یې پورته کړه، میدانونو ته راووتل، په ارامه فضا کې یې خپل مدني حرکتونه پیل کړل؛ خو بیا هم د پاکستان ظالم حکومت د دوی د سرلارو د نیولو حکمونه جاري کړل.
حق غوښتنه او حق تر لاسه کول د هر چا بشري او قانوني حق دی؛ خو دلته د دغو حق غوښتونکو پر وړاندې بل ډول کړنه تر سره شوه، نه یې نړۍ او نړیوالو غږ اورېدلی او نه تور مخي پنجابي حکومت چې واګې یې د شیطاني ادارې ای اس ای په لاسونو کې دي.
نړیوال د ولسونو حق غوښتنه یو قانوني او روا حق بولي؛ خو دلته هغه د چګوارا خبره شوه، چې ویلي یې دي(لاس مې د ګل بوی ورکاوه، زه یې د ګلانو د را شکولو په جرم محکوم کړم، خو هیچا فکر ونه کړ، چې ښایي ما د ګل کوم نیالګی کېنولی وي.)
هو! ستاسو د حق غوښتنې چغه د ستاینې ده، ستاسو دا روا او قانوني چغه بدرګې ته اړتیا لري، ستاسو د مظلومیت اواز ملاتړ او پیاوړي کول غواړي، ستاسو ملګرتیا او ملاتړ د ځمکې پر مخ د هر انسان اخلاقي او انساني دنده ده.
ستاسو مظلومیت او ټینګ هوډ، غښتلې او پاکې ارادې ستاسو په غریو نیولو او دردونکو غږونو کې له ورایه اورېدل کیږي، زه باوري یم ستاسو چغه هرو مرو خپل ځای ته رسیږي، تاسو په پاکو او سپېڅلو ارادو د ظلم پر وړاندې راپورته شوي یاست، ستاسو چغه د انسانیت د پاللو چغه ده، د انسانیت پاللو او حق غوښتنې په مرګ او ژوند دواړو کې عزت او سرلوړي رانغښتل شوي وي.