
افغانان باید له ولسمشر څخه لدې امله منندوی واوسي، چې یو معقول او په ځان ویسا بهرنی سیاست یې رامنځته کړ، په تیرو کې مونږ د حقارت له یو ځورونکي احساس سره مخ وو، له بده مرغه کله کله به ولس ته دا حقارت د دولتي دستګاه د لوړپوړو چارواکو لخوا تلقین کیده، مثلا مونږ به ددولت د سترو ارکانو له مسوولینو څخه اوریدل چې پاکستان سره باید غرض ونکړو، که پاکستان وغواړي مونږ به له ولږې سټ شو، که د تورخم بندر بند شي مونږ به څه خورو؟؟؟ له ارګ ماڼۍ نیولې تر ملي شورا، تر رسنیو، تر سیمه ییزو ادارو ټول د پاکستاني استخباراتو مریدان دي؛ نو دولت ته دا ناشونې ده چې د ای ایس ای دومره پراخ نفوذ کنترول کړي، خلص دا چې یو داسې تصور عام شوی وو چې د هیواد دولتي دستګاه، د افغانانو ورځنی ژوند او نورې ټولې چارې په طفیلي ډول په پاکستان پورې غوټه دي او د دې هیواد پر ضد په لوړ غږ خبره کول دا مانا لري، چې نه به نظام وپاییږي او نه به افغان ولس خپله بیچاره ګي او ولږه وزغملی شي.
په داسې حال کې چې حقیقت داسې نه وو، که حقیقت همداسې هم وای ملت دې ریسک ته چمتو وو؛ خو یوې پیاوړې روحیې او انسجام ته اړتیا لیدل کیده، له بله پلوه د نورو ګاونډيو هیوادونو سره هم تعامل همداسې وو، مثلا که جنرال دوستم ته به وقفه یي کوم څه ونه رسیدل او ګیله من به شو، ازبکستان او ترکیه به هم خواشیني وو، که د عطا محمد نور ناز به ونه چلیده، له ایران او المان څخه به زنګونه را تلل، ددوی د سپارښتنې محتوا به هم ډيره لنډه وه _ که پلاني ته دا شی ورنکړل شو، مونږ ټولې اړیکې پرې کوو، که پلانی نازولی ګیله من شو زمونږ مرستې هم نشته _ او بدبختانه دا فرمایشات بې له کوم ځنډه منل کیدل هم ؛ او ددولت دې پالیسي نه یوازې دا چې نظام یې په پښو ونه دراوه؛بلکه د نظام اساسي ستنې یې سستې اوله تزلزل سره مخ کړې، د دولت څخه د باج غوښتلو روحیه دومره پیاوړې شوه، چې یو عادي ټوپکمار هم د نظام له ګواښلو دریغ نه کاوه او د نظام په وړاندې ګوستاخي د معیشت په یوه منبع بدله شوه؛ مګر اوس چې زمونږ د هیواد ډيپلوماسي ته ګورو، یو ډاډ احساسوو چې د نورو هیوادونو سره مو اړیکې دحاکم او محتاج اړیکو ته ندي ورته، نور دولتونه هڅه کوي چې دولت او مشروع زعامت ته لاسرسی ولري او خپلې اړیکې د دولت په دولت رسمي چوکاټ کې تنظيم کړي.
برعکس پاکستان اوس دې کچې ته راټيټ شوی چې حتی مونږ کولی شو، دوه اړخیزې سوداګري اړیکې د فشار د وسیلې په توګه وکاروو، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان سوداګریزو خونو د مشر وړاندیز چې له افغانستان سره د ټولو تجارتي ستونزو د حل غوښتنه پکې شوې وه، یې ښه ثبوت بللی شو، زه ډاډه یم چې د ولسمشر پریکنده او په اصولو ولاړ دریځ به په نیږدې راتلونکي کې د سیمې هیوادونه دې ته رامات کړي چې افغانستان ته د یو نړیوال شریک او سیال په سترګه وګوري او لدې سره به افغانستان د سیمې د توصل په دهلیز بدل شي.