ټرمپ دې طالبان په زور نه ويروي؛ نه طالب او نه هم کوم بل افغان زور ته تسليميږي

ټرمپ دې طالبان په زور نه ويروي؛ نه طالب او نه هم کوم بل افغان زور ته تسليميږي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

له سل کاله وړاندې به يې راوخلو، انګرېزان افغانستان ته راغلل، په هغه وخت کې هم د افغانانو او انګرېزانو ترمنځ د پرمختګ، وسلې، جګړيزې مسلکي روزنې، مادياتو او تجهيزاتو ترمنځ توپير موجود وو. لنډه دا چې افغانان تش لاس وو، خو انګرېز په هر څه سمبال وو.

له ټولو ستونزو او ناخوالو سره - سره، افغانانو د زرګونه شهيدانو، ټپيانو او مالي زيانونو په ورکولو سره انګريزان مات کړل او انګرېزانو په رسمي ډول سره د افغانستان خپلواکي ومنله. مطلب دا شو، چې که افغانان زور، وسلې، ظلم، تهديد او ګواښ ته تسليم کېدلی، نو انګرېزانو ته به تسليم شوي وای.

له هغې را وروسته، روسانو چې د انګرېزانو تجربې يې هيرې کړې وې، په نوي تکتيک، وسلو، پاليسيو او پلانونو سره افغانستان ته راغلل، د دوستۍ او ملاتړ په نوم راغلل. افغانان يې په موخو پوه شول، له اوږدې جګړې وروسته، افغانانو په مېلېونه شيهدان او ټپيان ورکړل، جګړې هېواد ويجاړل کړ، خو پخواني شوري اتحاد يې هم ډړې - وړې کړ.

له ۲۰۰۱ څخه امريکا د نړيوالې ټولنې په هوکړه افغانستان ته راغله. امريکا په ظاهري ډول، د ترهګرۍ د ځپلو، د القاعدې پر وړاندې پر مبارزې او ځينو نور موخو په پار په افغانستان کې خپل پوځي شتون ته مشروعيت ورکړ. که څه هم د امريکا په ملاتړ نويو افغان حکومتونو په افغانستان کې د پرمختګ، د زده کړو د کچې د لوړوالي، د نړۍ سره د اړيکو په پراختيا، اقتصادي پرمختيا، بيارغونې او د نوي حکومتوالی په برخو کې د پام وړ پرمختګونه وشول.

خو د افغانانو او افغان حکومتونو پر وړاندې په تيرو ۱۶ کالونو کې لويه ستونزه او ناخواله جګړه، ناامني او د سولې نه شتون وو. دغه ستونزو افغانانو ته په زرګونه بدبختۍ پرېښودې. له مرګ - ژوبلې ورايخوا، د هېواد په ځينو سيمو کې له زده او رغنيزو پروژو څخه د خلکو محروميت، په فقر کې ژوند او ناامنۍ، افغانان د وروسته پاتي، خو ارام او پر امن افغانستان په ارمان کړل.

دا چې امريکا دلته څه کوي او ولې جګړه کوي؟ طالبان څوګ دي، ولې جګړه کوي؟ د کومو موخو په اړه يې کوي؛ په اړه يې ډېر بحثونه شوي او موضوع تر يو بريده درته روښانه ده.

له ۱۶ کلنۍ جګړې وروسته په دې ورستيو کې هم افغان حکومت، عامو افغانانو او طالب وسله والو د سولې لپاره لېوالتيا او هيله ښودلې ده. افغان مسلمان ملت د ستر الهي کلام قران کريم، د دغه مبارکو ايتونو په پيروۍ د سولې ملاتړي او تږي دي.
 
"إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ [سُوۡرَةُ الحُجرَات : 10]
مؤمنان خو يو د بل سره وروڼه وي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې مناسبات سم کړئ، او د الله څخه ووېرېږئ، هيله ده چي پر تاسې رحم وکړاى شي."
 
"وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِنۢ بَغَتْ إِحْدٰىهُمَا عَلَى الْأُخْرٰى فَقٰتِلُوا الَّتِى تَبْغِى حَتّٰى تَفِىٓءَ إِلٰىٓ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوٓا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ [سُوۡرَةُ الحُجرَات : 9]
او كه له مؤمنانو څخه دوې ډلي پخپلو منځو کې په جنګ شي، نو د هغو په منځ کې سوله وکړئ. بيا كه له هغو څخه يوه ډله پر بلې تېرى وکړي، نو له تيري كوونكي (ډلې) سره وجنګېږئ، تر دې پورې چې هغوى د الله د حُكم خوا ته راوګرځي. بيا كله چې هغوى را وګرځي، نو په منځ کې یې په عدل سره سوله وکړئ، او انصاف وکړئ چې الله انصاف كوونكي خوښوي."

ولسمشر غني په بې سارې ډول سره، طالبانو ته د سولې وړاندېزونه وکړل. ولسمشر له طالبانو سره ژمنه وکړه، چې که اوربند وکړي، نو د يوې سياسي ډلې په ډول به په رسميت وپېژندل شي او نور ټول هغه حقوق چې نور افغانان ورڅخه برخمن دي، دوی به هم ورڅخه برخمن شي.

د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت د سولې دغه هڅې د ستاينې وړ دي او بايد طالبان ورڅخه عظيمه ګټه پورته کړي. که چېرې د طالبانو پر وړاندې د سولې په خبرو کې د حکومت دننه يو شمېر کړۍ، د سولې د خبرو مخنيوی کوي، نو افغان حکومت، طالبانو او عامو افغانانو ته په کاره ده، چې دغه کړۍ رسوا کړي او په جګړه کې نغښتې ګټې يې ور شنډې کړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې نېږدوالی له هرکلي سره مخ کيږي، خو په عين وخت کې د امريکا متحدو ايالتو د ولسمشر ټرمپ او يو شمېر نورو چاوراکو هغه څرګندونې، چې سوله منځ ته راوړي، هغه هم د زور له لارې؛ ناهيلې کوونکې او د بدو پايلو لرونکې دي.

طالبانو او افغان حکومت دواړو د سولې لپاره يو څه نيت ښودلی، خو د ټرمپ ورستۍ څرګندونې چې سوله د ځواک له لارې منځ ته راوړو، هغه هڅه ده، چې په لوی لاس د سولې د منځ ته راتګ مخنیوي کوي او په دې برخه لا نور خنډونه رامنځ ته کوي.

اور او اوبه سره نه جوړيږي. جګړه اور ده او سوله اوبه دي. نو کله چې سوله غواړو نو بيا د زور، جګړې او ځواک خبرو ته اړتيا نشته. کله چې امريکا دا ادعا کوي، چې مونږ د بين الافغاني خبرو ملاتړ کوو، نو بيا بايد افغان حکومت او وسله وال طالبان سره پرېږدي، چې په بين الافغاني مذاکراتو کې سره دننه شي او د سولې يوې پايلې ته ورسيږي.

لکه څه ډول مو چې وړاندې په دو بېلګو کې خبره روښانه کړه، چې که افغانان زور ته تسليمدلی نو انګريز او روس ته به تسليم شوي وای، نو امريکا بايد د زور او ځواک خبرې د سولې پر وړاندې خنډ نه کړي. که امريکا په ريښتنې ډول په افغانستان کې سوسله غواړي، نو بيا بايد داسې سوله ييزې طرحې او وړاندېزونه ولري، څه ډول چې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دويمه ناسته کې طالبانو ته وړاندې کړل.