غرونو په خپل منځ کې د ورکې ښکلا په هکله خبرې اترې درلودې کومه چې پدې موسم کې د خپل کلي اوسیمې سره بې مینې شوې وه ، له ډېره وخته یې نشتون په کایناتو کې راز راز ګنګوسې خپرې کړې وې او هر څه پرې دا بحث درلود چې کله راځي، څنګه راځي، له چا سره به خواله کوي او چاپېریال په همدې سوچ کې ډوب وو.
لمر وړانګې خورې کړې، د منظومې غړي په غږ او خوځښت راغلل، تندي یې سرې غرمې ته ورکړل او مازدیګر مهال یې شته ستونزې ته د ځوابونې په موخه سیوري را خواره کړل ، غوښتل یې په همدې پنډ غالو کې ورسره څوک راز شریک کړي ، ډک زړه تش کړي ، د بېلتون له غمه اوږې سپکې کړي، نور نو د ناورین ته حل لاره وړاندې کړي، په یوه غږ را اوچت شي او د بادونو وږمو د ځان سره دا څپه لېږدوله.
دا نو هغه ځای وو؛ چې د لمر د توندی او په چاپېریال کې یې د غبرګون د اغېزو انځور سترګو اخستلای شوای ، هر ذهن په خپله تابلو کې کاږل شوی او شته حالت یې نېغ په نېغ هر هغه د کاني زړه ته رسولی شوی له کومې ډبرې څخه چې په زوره اوبه راباسې او سیندونو همدغه ترانه د ولسونو منځ ته وړله.
دلته اوس اوړی وو، هواګانې نرمې وې ،د شنه پوښښ کتلو مزله ته لا برکت ورباښه، هوا او چاپېریال د سړي سره مرسته کوله چې لاس او پښه په حرکت را ولي کار او بار وکړي. خو دا هیلې نیمګړې وې،مړاوې وې، ورکې وې، په تیاره کې ساتل شوې وې ،غیرمحسوسې وې ، کومې ښکاره اغیزې یې نه ښکارېدې او شپانه په همدغه چیغه رمه او ګله ورشو ته ور شړله.
وریځو سیمه تر خپلو سترګو لاندې ساتله ،سیوري یې پرې اچولي وو، مړاوي بوټي یې لمر ته نه پرېښودل ،له خپلو لپو یې اوبه پرې تشولې او د څاڅکو کړیو له ځان سره د ګل ژغورنې د تړون لاسونه سره نښلول.
وروستي