د احمدشاه بابا او امير شيرعليخان په هکله مالومات

احمد شاه بابا اووه (٧) ځله د ختيځ (هند) په لور دوه (٢) ځله د لوديځ (ايران) په لور او يو ځل د شمال په لور لښکر کښي وکړه.
د هند په لور د لښکر کشيو په سر کي احمد شاه بابا غزني، کابل او جلال اباد د ناصر خان څخه چي د مغولي دولت لخوا ددي سيمووالي و ونيول دا وخت د هند مغولي پاچا محمد شاه نوميده چي د احمد پاشاه بابا د لومړي حملي په پاي کي مړ شو او پر ځاي يي ځوي احمد شاه مغولي پاچا شو د هند په لور د احمد شاه بابا په فوځي سفرونو کي د ټولو نه مهم پنځم سفر وو چي د پاني پت مشهوره جګره په کي پيښنه شوه. د هند په لور د احمد شاه بابا د فوځي سفرونو هدف په هند کي مسلمانانو ته نجات ورکول په هند کي د مرهټ په نامه يو زورور قوم له پخوا نه يو مذهبي تحريک پدي غرض شروع کړي وو چي د هند څخه د مسلمانانو ټغر ټول کړي خو هغه وخت مغولي دولت په قوت کو و نو دا تحريک يي سر پورته کولو ته پرينښود خو کله چي اورنګزيب وفات شو او د مغولي دولت ځوړتيا شروع شوه نو مرهټيانو راجپوټ او جټان هم د ځان سره ملګري کړل او د هند مسلمانان يي تر بريدونو لاندي ونيول پدغو حالاتو کي د هند لوي عالم او محدث شاه ولي الله دهلوي احمد شاه بابا ته ليکونه وليږل او هند ته يي دعوت کړ ترڅو د هند مسلمانان د متعصبو هندوانو د شر څخه وژغوري.
احمد شاه بابا په خپل پنځم سفر کي د دېرش زره (٣٠٠٠٠) لښکر سره د بولان له لاري لاهور ته ورسيد او بيا د هغه ځاي نه د ډهلي په لور ولاړ دغه وخت عمادالملک غازي الدين وزير راپورته شو مغولي پاچا عالمګير ثاني يي وواژه او د هغه پر ځاي يي د اورنګزيب لمسي شاه جهان ثاني د محي السنه په لقب پاچا کړ او د دولت چاري يي په خپل لاس کي واخيستي.
احمد شاه بابا ډهلي ته فاتح داخل شو او بيا يي د جمنا او ګنګا ترمنځ سيمي ونيوي او د ډهلي نه د (٧٢) کليومتره په فاصله په علي ګر کي يي قرار ګاه جوړي کړه دغه ځاي کي د هند نود پښتانه هم ورسره يو ځاي شول هندوانو چه کله ډهلي خالي وليد نو ډهلي ته ورننوتل شاه جهان ثاني لري کړ او د عالمګير ثاني ځوي علي ګوهر چه په شاه عالم ملقب و هغه يي پر تخت کيناوه او بيا يي د افغاني لښکر سره د يو فيصله کن جنګ لپاره تياري شروع کړ او د دريو مياشتو د تياري نه وروسته دواړه لښکري په ١١٧٣ه-١٧٦١م کال کي د پاني پت په ميدان کي مخامخ شوي پدي جګړه کي د هندوانو شميري لس لکه تنو ته ورسيد پداسي
حال کي چه د احمد شاه بابا لښکر شپيته زره (٦٠٠٠٠) وو احمد شاه بابا د پاني پت په ميدان کي (٢٠٠٠٠٠) دوه لکه هندوان له تيغه تير کړل دا تاريخي جګړه د احمد شاه بابا په برياليتوب پاي ته ورسيده، ددي فتحي نه وروسته احمد شاه بابا د ډهلي تخت شهزاده علي ګوهر ته پريښد او جوانبخت يي د هغه مرستيال (نائب السلطنت) وټاکه او خپله کندهار ته راستون شو.
د عرب (ايران) او شمال په لور لښکر کشي
احمد شاه بابا دوه ځلي د ايران په لور ددي دپاره لښکر کشي وکړه چي هلته د نادر د مرګ نه وروسته رامنځته شوي ګډوډي له منځه يوسي.
د لومړي ځل لپاره تر مشهد پوري ولاړ او دوهم ځل يي نيشاپور هم ونيو او د نادر لمسي شاه رخ ميرزايي په مشهد کي په تخت کيناوه پدي شرط چي سکه او خطبه به د احمد شاه بابا په نامه وي او د فرمانونو مهر به د شاهرخ پوري اړه لري. احمد شاه بابا د نيشاپور په فتحه کي د هغه توپ څخه کار واخيست چي د چودون څخه يي جوړ کړي وو.
د شمالي ولايتونو په لور هم احمد شاه بابا خپل وزير شاه ولي خان وليږه ځکه چي د بخارا امير شاه مراد هلته ګډوډي رامنځته ته کړي وه شاه ولي خان هلته د نظم راوستلو نه وروسته وغوښتل چي شاه مراد تاديب کړي خو مخکي لدي چي جګړه پيل شي شاه مراد د سولي غوښتنه وکړه او د دواړو هيوادو ترمنځ د امو سيند پوله وټاکل شوه پدي برسيره شاه مراد د پيغمبر عليه السلام خرقه مبارکه هم د تحفي په ډول شاه ولي خان ته ورکړه او هغه کندهار ته راوړه چي تر اوسه هلته موجوده ده.
ا حمد شاه بابا وفات:
احمد شاه بابا د (٢٦) کاله پاچاهي نو وروسته د (٥١) کالو په عمر کي په (١١٨٦ه١٧٧٣م) کال وفات شو او په کندهار کي خاورو ته وسپارل شو.
احمد شاه بابا يو متشرع، باسواده او دديني احکامو پابند پاچا وو هغه نه يواځي دا چي يو سياسي او فوځي شخصيت وبلکه د خپل وخت يو نوميالي او فرهنګي شخصيت هم و د هغه په يو لاس کي که توره وه نو په بل لاس کي يي قلم وو او څومره يي چي د تورو د خاوندانو قدر کاوه هغومره يي د قلم د خاوندانو قدر هم کاوه.
احمد شاه بابا د وفات پر وخت يوه پراخه امپراطوري په ميراث پريښوده چي پولي يي په منځ کي تر سر هند پوري په غرب کي تر مشهد پوري په شمال کي د امو سيند پوري او ته جنوب کي د عربي سمندر پوري رسيدي.
د امير شير علي خان لومړي امارت:
د امير دوست محمد خان د مړيني څخه وروسته د هغه وليهعد ځوي شير علي خان پاچا شو شير علي خان چي د خپل پلار سره په کلکته کي دري کاله پاتي شوي دي د انګريز په سياسي کږ ليچونو ښه خبر دي د خپل پلار د غلامانه افکارو هم مخالف و او په افغانستان کي د يو داسي قومي مرکزي دولت غوښتونکي و چي د نوي تمدن په اصولو ولاړ او په خپل خارجي سياست کي خپلواک وي.
د شير علي خان د پاچا کيدو سده د هغه ميرنيو ورونو مخالفت اعلان کړ او هر يو په خپله لار هغه ولايت ته ولاړ چي هلته پخوا حاکم و.
امير شير علي خان لومړي دوره ټوله په کورنيو جګړو کي تيره کړه ده لومړي د زرمت په لور لښکر ويست خو محمد اغظم انګريزانو ته وتښتيد بيا يي د بلخ په لور لښکر ويست افضل خان يي بندي کړ او د هغه ځوي عبدالرحمن خان بخارا ته وتښتيد او بيا يي د کندهار په لور مخه کړه. هغه جګړه چي د امير او دده ورور محمد امين تر منځ په کندهار کي پيښه شوه محمد امين او د امير ځلمي ځوي محد علي خان په کي ووژل شول دي پيښي امير سخت غمجن کړ او ګوشه نشيني يي اختيار کړه. ددي فرصت نه محمد اعظم خان ګټه واخيست د چترال له لاري قطغن ته ولاړ عبدالرحمن خان د بخارا څخه راغي او دده سره يوځاي يي په کابل يرغل وکړ کابل يي ونيو افضل خان يي د بندي څخه راخلاص کړ او د کابل په تخت يي کيناوه (١٨٦٦) امير افصل خان څه د پاسه يو کال امارت وکړ او بيا وفات شو دده نه وروسته محمد اغظم خان خپل امارت اعلان کړ.
امير شير علي خان د دوه کاله انزوانه ورسته د خپل ځوي يعقوب خان سره په هرات کي لښکر تيار کړ کندهار يي ونيو او بيا د کابل په لور وخوځيد په شش ګاو کي د محمد اعظم او عبدالرحمن د لښکرو شره مخامخ شو پدي جګره کي امير بريالي شو محمد اعظم او عبدالرحمن خان د بنو له لاري هند ته وتښتيدل او بيا له هغه ځايه ايران ته والاړل. محمد اعظم خان څه وخت وروسته همغلته وفات شو او عبدالرحمن خان بخارا ته ولاړ او امير شير علي خان ددويل ځل لپاره پر تخت کيناست.
ترتيبه وونکي مسيح الله عصام کونړاسداباد دمکلي