د فرانکفورت په هوايي ډګر کې له صالح سره د مسعود لپاره د (CAI) استخباراتي توکي او د پوليسو پوښتنې

د فرانکفورت په هوايي ډګر کې له صالح سره د مسعود لپاره د (CAI) استخباراتي توکي او د پوليسو پوښتنې
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
سرچينه: د رياست کتاب
لېکوال: ستیف کول

د سي ای اې لوړپوړي چارواکي (فېل) او نورو کسانو د احمد شاه مسعود لپاره د سي ای اې پيسې او تجهيزاتو په مستقيم ډول د تاجکستان مرکز دوشنبې ته لېږدول. په دوشنبې کې امرالله صالح د احمد شاه مسعود لپاره دفتر خلاص کړی وو او له دغه ځايه به يې، له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې ډول له امريکا سره اړيکې نيوولي او تجهيزات به يې تر لاسه کول.

هغه وخت په تاجکستان کې خونړۍ کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې وه او دوشنبه د امريکا د سي ای اې غړو لپاره خوندي ځای نه وو. سي ای اې يو ځل له امرالله صالح څخه غوښتنه وکړه، چې د مسعود لپاره استخباراتي توکي د جرمني د فرانکفورت له هوايي ډګر څخه تر لاسه او له ځان سره يې د تاجکستان مرکز دوشنبې ته ورسوي.

د امريکا د سي ای اې غړي پوهېدل، چې د جرمني حکومت د جرمني په خاوره کې پرته د ياد هېواد د استخباراتو د ادارې (B.N.D) له مالوماتو څخه، د هر ډول استخباراتي توکو او تجهيزاتو په اړه جدي دی.

د فرانکفورت په هوايي ډګر کې له امرالله صالح سره، د مسعود لپاره د سي ای اې استخباراتي توکي داسې وو، چې په لېږد يې سخت څار موجود وو، خو دغه توکي په مکمل ډول سره غېرې قانوني هم نه وو، ځکه په دغه توکو کې وسله او نور مهاماتو نه وو شامل.

د احمد شاشه مسعود پوځي کسان مسلکي او تجربه لرونکي قاچاق کوونکي وو، او امرالله صالح په دې اړه ښه پوهېدو، چې څه ډول له يو هېواد څخه بل ته د مسعود لپاره د سي ای اې استخباراتي توکي انتقال کړي.

د فرانکفروت په هوايي ډګر کې له امرالله صالح څخه د هوايي ډګر پوليسو او د ګمرګ مسوولينو پوښتنې وکړې،
- دا څېزونه دې چېرته اخېستي دي؟ صالح ځواب ورنه کړ.

- د دغه توکو د رانيولو کوم سند او د اخېستلو بېل لرې؟ صالح وويل نه

- دغه د شپې عينکې او دوربين د کومې موخې لپاره کاروې؟ صالح دې دغه پوښتنې په اړه بې ځواب شو او پوليسو ته يې ځواب ورنه کړ، چې دغه توکي د افغان جګړې لپاره کارو.

- دغه سټالېټ ټېلفون ۵۰۰۰ امريکايي ډالر قيمت لري، د دغه ټېلفون د اخېستو پيسې دې له کومه کړې؟

امرالله صالح د فرانکفروت په هوايي ډګر کې د پوليسو له خوا د پورته پوښتنو له امله ناراحتی او خفه شو. امرالله صالح په هغه وخت کې په استخباراتي چارو کې ډېره تجربه نه لرله، خو وروسته ورڅخه يو مسلکي استخباراتي کس جوړ شو.

په ۱۹۹۹ ز کال کې احمدشاه مسعود د اتو نورو کسانو په ډله کې امرالله صالح هم شامل کړ او د استخباراتي روزنې په موخه يې امريکا ته ولېږو، ترڅو د سي ای اې له خوا مسلکي استخباراتي روزنه تر لاسه کړي.

د امرالله صالح په شمول يادو اتو کسانو ته د سي ای اې له خوا، د استخباراتي هنر، د سرچينو د پيدا کولو، د استخباراتي مالوماتو په ورکولو، د استخباراتي رېپورټونو د ليکلو او نورو برخو کې نظري زده کړې ورکړل شوې.

همدا ډول، سي ای اې د مسعود اتو پوځي کسانو ته، د (نېودا) په غرونو کې عملي تمرين ورکړ، چې څه ډول ورڅخه په افغانستان کې ګټه اخېستلی شي.

په عملي تمرين کې ياد کسان داسې عيار شوي وو، چې که اسامه بن لادن د افغانستان شمال ته سفر وکړي او يا هم د مسعود تر والکې لاندې په نور سيمو کې ولېدل شي، نو دوی به يې څنګه نيسي.