د افغانستان ادبي انجمن اونيزه ادبي غونډه و کړه

د افغانستان ادبی انجمن خپله اونیزه ادبی غونډه د چهار شنبی په ورځ د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکز په انګړ کی ترسره شوه چې د ګټو ادیبانو او شاعرانو او ادب مینه والو پکی برخه واخسته غونډه د مولوی شیر محمد له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه د غنوډی ریاست ښاغلی فضل مولا توره کی په غاړه ؤ، او مشر میلمه ښاغلی عبد الرؤف خاکسار ؤ د ویندویی چاری محب ربی ګران پر مخ بیولی ، د تیری غونډی ګزارش د محب ربی ګران له خوا ړولوستل شوورپسی آزاه او غیر طرحی مشاعره وشوه چې د غو ښاغلیو پکی شعرونه واورول :
الحاج احمد شاه پوپلږی ، عبد الظاهر الأثری ، محمد اسحاق مزمل ، محمد خالد ، ولوی شیر محمد ، عبد الظاهر امیر ، داکتر سیف الرحمن ، قاضی محمد حسن اسلامی ، محب ربی ګران ، امان الله ، نور احمد عبد الرؤف خاکسار ،او فضل مولا توره کی .
غونډه کی پریکړه وشوه چې راتلونکی غونډی ته به ښاغلی محمد اسحق مزمل خپل شعر د کره کتنی لپاره راوړي غونډه د ماښام له لمانځه مخکی د ښاغلی مولوی شیر محمد په دعاء پای ته ورسیده