پاکستان کی د ملی اردو او پولیسو د روزنی سره مخالف یو : افغان یون (پښتون یون)

 په فېسبوک کې د پښتنو تر ټولو لوی ګروپ کې افغان یون (پښتون یون)  په پاکستان کی د ملی اردو او پولیسو د روزنی سره کلک مخالف دې تر عنوان لاندې خپلو شپږویشت زرو (۲۶۰۰۰) ګډونوالو سره  د اپریل د میاشتې په ۲۰ نیټه د ماښام په اتو بجو په فېسبوک کې  علمي، څیړنیز او هر اړخیز بحث پیل کړ. بحث خورا تود وو په لومړي دوو ساعتو کې له ۲۰۰څخه  ډيرې تبصرې وشوې.

د دې بحث یو څو تبصرې د یوې لیکنې په ډول له تاسې سره شریکوو. بحث ښاغلي شیرخان یحیی په لاندې ډول پیل کړ
 
Shir Khan Yahya
داسی ټاکل سوی ده چی د افغان ملی اردو او ملی پولیسو یوه برخه به په پاکستان کی روزل کیږی . ددې له پاره چي ددغي خبری سره مو مخالفت ښکاره کړی وی او د ممانعت هڅي مو پیل کړی وی ، ښایی چی د پاکستان د عسکری قواو اناټومی دلته په لنډه توګه ذکر کړو . بیا نو تاسو پخپله قضاوت وکړی چی هغه عسکری قوا چی زموږ ملی اردو را روزی پخپله اخلاقی روزنی ته ضرورت لری . موږ به عجالتآ تر دی خبرو تیر سو چی افغانانو هیڅ وخت ښه تجربه نه ده حاصله کړی چی که زموږ همسایه ګانو زموږ عسکری قواوی را روزلی دی او یا داچی پروند پاکستان په پټه د مجاهدینو ډلی او طالبان روزل او نن په خپل دغه کار سره دا عمل په ښکاره ډول کوی .
 
د نړۍ په هره برخه کی د یوه هیواد اوسیدونکی په خپلو نظامی قواو باندی فخر کوی ، ځکه دا قواوی دوی خپل اولس ساتی او خدمت یې کوی او د هر ډول هرج مرج مخه نیسی او په کل کی د هغه هیواد او اولسونو د بقا له پاره کار کوی .، نو په حقه ویلای سو چی دغه دولتونه عسکری قواوی لری .
په پاکستان کی خبره سرچپه ده ، هلته یوه عسکری قوا یو دولت لری !
دولت خو لا څه چی دغی نظامی مافیا د پاکستان حیات او ممات په لاس کی دی .
ولی د پاکستان عسکری قواوی مافیا ته ور ته دی ؟
دا ځکه چی دوی اتیا په سلو کی د پاکستان ټول عایدات په اختیار کی لری . له هوایی ترانسپورټه نیولې بیا تر سمنټو ، فولادو ، ټیلی کمونیکیشن ، تیلو ګازو ، ښوونی او روزنی ، روغتیا ، ځمکنی ترانسپورټ سیلو ګانی ، بانکونه ..... لنډه دا چی تقریبآ هره برخه د پاکستان اقتصاد د نظامیانو انحصار دی . دا چی د دوی ځینی جنرالان د مخدره موادو د قاجاق له لاری د ډالرو میلیونران او یا حتا میلیارډران سوی دی خو بیا بله خبره ده ، چی ښه مثالونه یې د صوبه سرحد پخوانی ګورتر ، فضل الحق او د عسکری قواو پخوانی اعلا قومندان میرزا اسلم بیک دی .
اوس هم دغه عسکری قوا په کال کی د لسو څخه نیولې بیا تر دولسو میلیارډو ډالرو پوری د مخدره موادو د قاچاق له لاری عاید لری .
دا هغه قواوی دی چی زموږ ملی اردو او ملی پولیس را روزی او دغه پاکستانی وایرس افغانستان ته هم را انتقالوی .
ایمل څړوال که د پاکستان د ستراتیژیک عمق په نوم پالیسي وکتل شي نو موخه یی همدا ده چې په افغانستان کې داسی یو کمزوری مرکزي دولت شتون ولري چې د پاکستان لاس ته ناست وي، په هر څه کې د پاکستان احتیاج وي، حتی تر دی پوری چې پاکستان غواړي په نړیواله سطحه د افغانستان د مشر ورور په حیث تبارز وکړي، نو دی ټولو خبرو ته په کتلو سره مونږ باید د دی نوی ستونزی په اړه په پوره میړانه ودریږو، مخالفت یی وکړو او د شونتیا تر بریده نور هم وهڅوو چې خپل دولت دی ته ملتفت کړو چې دا کار زمونږ د هیواد او ولس په زیان دی
Shir Khan Yahya صافی صاحب موږ افغانانو هیڅکله ښه نتیجه نه ده تر لاسه کړی چی که مو نظامی قواو د ګاونډیانو له خوا روزل سوی دی . د ملی اردو روزنه په پاکستان کی همهغه تاریخی تیروتنه ده چی موږ له خپلو شمالی ګاونډیانو په برخه کی کړی وه .
‎... هو څړوال صاحب دغه ضد او نقیض سیاست افغانستان تباه او پنجابی نور هم تشویقوی چی په افغانستان کی مداخله وکړی . سطرنج او سیاست یو مشترک ټکی لری او هغه دا چی په دواړو کی دفاعی لوبه د ماتی باعث کیږی . یوازنی ژبه چی پاکستانی په پوهیږی هغه بالمثله عمل دی . لاسوهنه کوی ، لاسوهنه کوم !

Atal Z Safi د کابل دې تیر بریدپه ځواب کې افغانستان باید خپل عسکر هندوستان ته د روزنې لپاره واستوي ترسو د پنجاب په زړه کې اوور بل شي
 
ایمل څړوال پاکستان په دی پوه شو چې له افغانانو اوس په بل ډول دا په اسطلاح سوړ اقتصادي جنګ به بل ډول نه شو ګټلای، پاکستان اوس غواړي چې د منځنئ آسیا پراخه انرژئ او بازار ته په آسانه شرایطو لاس رسی ولري، هغه بی د افغانستان له هر اړخیزه همکارئ، هغه هم داسی همکارئ چې سراسر د افغانستان په زیان او د پاکستان په ګټه وي امکان نه لري، بله خبره یی د اوبو ده، په نړئ کې اوس له نفتو وروسته اوبه ډیر اهمیت لري، زمونږ د کونړ د سیند اوبه په وړیا توګه پاکستان ته ور روانی دي، که افغانستا د دی توان پیدا کړي چې دا اوبه مهار کړي نو بیا خو د پاکستان اقتصادي وده په صفر کې ضرب شي...
نور هم ډیر شیان دي چې پاکستان داسی کارونو ته مجبوري...
 
Shir Khan Yahya صافی صاحب له هندوستانه څخه د افغانی اردو له پاره ټانک ته ور ته موټرونه او ځینی نور نظامی الات را واردول یو نوی فصل دی د افغانستان او هندوستان په نظامی همکاری کی . دغی خبری پاکستانیان ډیر وارخطا کړی دی . پاکستانیان هسی هم پوهیږی چی ور ځ تر بلی دوی دغه اوسنی یو څه نفوذ په پښتنو کی بایلی او وخت د دوی له پاره کار نه کوی . د دوی خارجه وزیره خو یو څه وخت مخکی لا دومره وارخظا وه چی له مجبوری څخه یې د شورای نظار سره هم وکتل .
ایمل څړوال تاسي به يو څو ورځي مخکي اوريدلي وي چي پاکستان په بنو کښي خپل يو زندان مات کړو او پکښي بندي شاو خوا پينځه سوه جنګيالي طآلبان يې خوشی کړل. په هماغه ورځ به مو په کابل، پکتيا ، جلال اباد او د افغانستان په ځينو نورو سيمو کښې د طآلبانو په يو وخت د خونړيو بريدونو راپورونه هم اوريدلي وي. چي پکښې لسګونه بې ګناه افغانان ووژل شول. ودانيو اور واخيست او د پوهنتون د محلصينو کتابونه د هغوى په وينو ولړل شول. طالبانو هغه ورځ تر ماښامه تکبيرونه ويل او د مسلمانانو سلګيو ته يې چکچې وهلې.
پاکستان خو هغه کسان چي څو مياشتې يې د زندان په نامه د بنو په روزنتون کې روزلي وه افغانستان ته را خوشې کړل او امريکا يو څو نور طالبان لکه د لاندي پسونه د چاړې خولې ته پرې ايستل.
پنجاب پيسې واخيستې او امريکا به د لاندي په غوښو يو بل کال په مړه ګېډه تېر کړي.
 
 
 
Sajad Looti ښاغلۍ یحی صیب مننه مشره، او همدارنګه د افغان یون له اداری څخه مننه کوو چی خپل آواز(غږ) یی بیا دخلکو غوږونوته ورسوا.. او همدارنګه باید چی داخبره په ټول افغانستان کی خپره شی، ترڅو مامورین..پولیس،دولسی جرګی غړی،دولتی کارمندان.. ښوونکی،زده کوونکی او ټول پوه شی چی مونږه افغانان مخالف یو چی افغان ملی پولیس او ملی اوردو، د په پاکستان کی وروزول شی دا کار راتلونکی نلری. مونږه په افغانانو نازیږو.. مونږه په پولیسو نازیږو.. مونږه په ملی اوردو نازیږو چی دوی به انشالله مخالف د فساد او مخالف د تیروریستانو جوړیږی.. که چیری زمونږ میلی پولیس او میلی اوردو په پاکستان کی ورزوول شی نو به زمونږه راتلونکی به له ډیرومشکلاتو سره مهاجه شی.. پاکستان د دونیا په صطح تیروریستان روزوی، څرنګه کولای شو په داسی ملک باندی مونږه اعتماد وکړو؟
Omar Aryoubi هغه اوشياران وايي جي مار ته فه لستوني كي جاي مه وركوه زمونز مشران د الله فوه كري
 
Abasin Mashal Jabarkhail پاکستان هغه هیواد دی کوم چی زمونږ هیواد د وژلو او وینو ته یی تږي ول، نن دا ټولی دنیا ته معلوم دی چی افغانستان لپاره چی څومره خنډونه جوړیږي او چا په غمونو اړولی دی، او هغه غلامان چی یی نن سپیڅلی افغانستان په وینو رنګ کړی دی، زما حکومت ورته د قواوو لپاره په افغانستان مین خلک ورولي چی په اینده کی مو همدا خپل خلک په وینو رنګ او په غم ککړ کړي. نه ، هیڅکله نه، که زه افغان یم دا به نه منم، چی می نن ورور له دښمن نه د کور په ساتلو کی یو څه زده کړي. او له خپلو په هیواد مینو ورنو نه دا هیله کومه چی ددی د مخ نیوی لپاره خپل غږونه پورته او دا دسیسی یی شنډی کړي.
خدای دی یحیی صیب ته سل کاله نور هم عمر ورکړی چی یی نن ددی موضوع نه زمونږ د غمځپلي هیواد تنکی ځوانان خبر کړل.......امین.
مینه او مننه.
Atal Z Safi یحیی صیب زما په اند هندوستان سره باید د هرې حملې په مقابل کې باید یو تړون وشي ترسو پاکستان په ده پوه شي چې دا فرمولا نوره کار نکوي
 
ایمل څړوال زمونږ مشران ړانده دي او که نه غوړي چې حقیقت وویني؟؟

دا دوه دری ورځی مخکی د ناټو قومندان ويلي دي چي په افغانستان کښي لا اوس هم طالبان خونړي بريدونه کولاى شي موږ به کله هم له افغانستان څخه وو نه وزو.
بي ګناه خلک زموږ ووژل شول، ودانۍ زموږ ونړېدې، وطن زموږ لوټي لوټي شو خو په بدل کښي يې امريکا اوس کولاى شي د افغانستان پر مسلمانه خاوره د لسو نورو کلونو د پاره خېټه واچوي.
اوس به زموږ د بې ګناه خلکو له وينو د هيرا منډيي فاحشې د يو څو نورو کلونو د پاره خالونه ږدي.
او طالبان بيا ددې ټولو سرښندنو په بدل کښې له امريکا څخه د پيسو ، له پنجاب څخه د خوړو او له خداى څخه د جنتو تقاضا لري.
Atal Z Safi څړوال صیب د تیروریستي د فابلریکې د بندیدلو یواځینۍ لاره همدا ده چې افغانستان له هند سره خپلې اړیکې نوې هم قوي کړي او بد بلوڅانو څخه کلک ملاتړ وشي افغانستان کې
Abdul Qahar Katawazai واقعا چي دا موضوع باید ډيره جدي ونیوله شي ، دا مهمه نه ده چي مونږ ووایو دولت يي په اړه اقدام نه کوي نو مونږ يي ولي وکوو، نه هیڅکله نه ، دا ملت دی چي خرابیږي ، دا ملت دی چي ځورول کیږي او دا ملت دی چي دي غمیزي ته به د پای ټکی ږدي .
د یحیی صیب د پورتنۍ موضوع اصلي هدف همدا دی چي مونږ ځوانان نن په داسي یوه موضوع بحث او تیاری نیسي چي هغه زمونږ د حیات مسله ده ، هغه زمونږ د سرنوشت مسله ده ، راځئ د پاکستان په اړه فکر وکړو، چي د پاکستان د جوړښت دا ناولي خښته جوړه شوي په هیڅ یوه برخه کي يي د افغانستان لپاره د ښیګني یو قدم هم نه دی اخیستی ، ملګرو پورته ښه اشاره کړي، چي د مجاهدینو ، حمایت ، افغانانو ته په خپله سینه کي د دیني مدرسو جوړول دا ټول ددوی هغه پلان وو چي نن يي مونږ له غربت ، بی تعلیمي او بي اتفاقي سره مخ کړي یو ، نو ځوانان باید دي ټکي ته پوره متوجه شي او هم يي په وړاندي افدام وکړي چی زمونږ یو دفاعي ارګان چي د افغانستان خلک ټول ورته سترګي په لار دي هغه د یوه دښمن لخوا روزل کیږي، راځئ په دي سوالونو فکر وکړو ، هغه چا چي زمونږ اردو یوار دړي وړي کړي، هغه څنګه بیا یو داسي ریښتنی عمل ته زړه ښه کوي چي زمونږ اردو دي جوړه او پوره کړي. ؟
بلکه دا کار دوی (پنجابیان )سرچپه کوي ، دوی غواړي چي زمونږ اردو یوار بیا داسي پیچکاري کړی د خپل وطن په ضد يي استعمال کړي ، (خدای دی نه کړي)، مونږ به د افغان یون د اداري له لاري په همدي اړه بحث کوو او په اړه به يي د ځوانانو لخوا یو جدي تصمیم نیسو تر څو ددي کار مخه ونیوله شي


Zia Rawan پاکستان یاچټلستان ! زما شخصی نظر دی چی که چیری په پاکستان کی دومره د ګاونډی توب احساس وای چی له موږ سره مرسته وکړی نو دو زموږ شته اردو چی په اسیا کی یی ساری نه وو له منځه یوړه نو وس به څه اردو راته وروزی ،زه پاکستان ته تر امریکا ډیر د دښمن په سترګه ګورم ، دا به د افغان اولس سره یوه بله جفاء وی چی دوی اولادونه دی د پاکستانیانو په لاس وروزل شی چاه چی افغانان د اسلام په نامه او د اسلام د مبارک دین د نامه نه په ګټه اخستلو په سرو وینو کی ولمبول او لا یی لمبوی ، او دا به ده شهید ډاکټر صاحب نجیب الله سره او د هغه د آرمانونو سره هم یوه ستره جفا وی ، خو دی ته فکر کول پکار دی که چیری پاکستان یوه ټولی یا کنډک افغان پوځیان وروزی او بعد له روزنی بیر ته افغانستان ته راسی ...نو د طالبانو برخورد به د پاکستان سره څه وی !ایا د طالبانو او پاکستان تر منځ به اختلاف پیدا شی ؟ او یا به طالبان د نورو پوځیانو سره جهاد کوی او کوم پوځیان چی پاکستان روزلی دی هغوی ته به څه نه وایی ؟
ایمل څړوال زه د خپلو مشرانو ته فکر وړی یم، دوی ضد او نقیض خبری کوي، کله وايي چې پاکستان د افغانستان د تباهئ او بربادئ مسؤل دي، او کله بیا خپل ملي ځواکونه د پاکستانیانو په لاسونو روزي.....
دوی دی ته هم نه ګوري چې ده هماغه پوځ دی چې ۹۰۰۰۰ په هر ډول وسلو سمبال پرسونل یی په بنګلدیش کې یو سک جنرال ته تسلیم شول، که زما ۹۰۰۰۰ چرګان هم تر مرګه د دریدلو ژمنه وکړي نو غیر له خدایه به هیچا ته هم د تسلیمئ سر ټیټ نه کړم....
دوی به زمونږ پوځ په کوم معیار راته وروزي....؟؟؟
Shir Khan Yahya ما یوه خبره زړوی او هغه داده چی زموږ پلرونو او نیکه ګانو د انګلیس جهانی قوت درې ځله پر ګونډو کړ . او زامنو او لمسیانو یې یو بل جهانی قوت یانی شوروی داسی تر افغانستان و یوست چی وروستی جنرال یې دا و خت و نه موند چی تر شا و ګوری ! اوس زموږ ملی اردو یوه داسی عسکری قوه را روزی چی ۹۰۰۰۰ عسکر یې یوه سک جنرال ته سلامی سوه ! د ادم خان د دلدل اس قبضه ولی د پاکستانی ټریدلی غاتری په لکۍ پوری تړل کیږی ؟؟
Zia Rawan د پاکستان د پوځ یوه بله بی غیرتی ...کله چی د پاکستان او هند جنګ شو نو د پاکستان پوځ نشول کولی چی د هندوانو سره وجنګیږی نو د افغان مهاجرو نه یی مرسته وغوښته او کارګل په نوم ځای ورته په پاکستان کی میشتو افغان مهاجرو ونیو نو دوی به څه زموږ پوځ ته روزنه ورکړی !
سردار کوچی هره اردو چې روزل کیږي د یو دښمن سره د دښمنۍ په روحیه روزل کیږي، لکه د پاکستان پوځ د هند سره ددښمنۍ په روحیه روزل کیږي، د هند پوځ د پاکستان سره د دښمنۍ په روحیه رزول کیږي، د ایران پوځ د امریکا سره په دښمنۍ روزل کیږي، د امریکا پوځ د القاعده سره په دښمنۍ روزل کیږي.... خو څرنګه چې د افغانستان پوځ د امریکا او دوستو هیوادو لخوا روزل کیږي نو طبیعي خبره ده چې د یو چا سره د دښمنۍ روحیه به ورکوي، چې تر ټولو مناسب دښمن پاکستان دی. نور بیا
ایمل څړوال زه د کوچي صیب له خبرو سره موافق نه یم، هر پوځ چې د بل چا سره د دښمنئ په روحیه وروزل شي هغه پوځ به د هغه دښمن له ختمیدلو وروسته څه کوي؟؟ لکه مجاهدین چې له شوروي اتحاد سره د دښمنئ په روحیه روزل شوي وه نو وروسته یی بیا څه وکړل؟؟؟
هر پوځ باید له خپل ولس، هیواد او ملي ګټو سره د میني او د هیواد له ځمکنئ بشپړتیا څخه د دفاع په روحیه باید وروزل شي...
Mansoor Khan دغه مونږ چې هر ورځ د شعار پورته کولو خبرې کوو ..نو ولې يې نه پورته کوو ..په دې ګروپ کې له شل زرو ډیر کسان وجود لري ..او فکر کوم چې کم څه کم پینځه زره خو به په وطن کې وي خیر که نور مسافر وي ..دغه وطنوال ولې نه راپورته کیږي او مبارزه نه کوي ..همدغه وطنوال کولی شي چې مخالفې ډلې صلح ته اماده کړي .. د دې ګروپ له مشرانو څخه هیله کوو چې خپل غږونه پورته کړي ...تر دې به نور څومره انتظار کوو .د ژبې مو ورځ تر بلې تهدید کیږي ..قوم مو رټل کیږي ..ملت مو وژل کیږي ..وس مو حتا سې فوځیان هم پنجابیان روځي ..نو راځی چې خپل غږونه پورته کړو ...او لکه څنګه مو چې د روس په خلاف لاسونه سره ورکړل د دې جګړې خلاف هم باید لاسونه سره ورکړو ...خو د جنګ لپاره نه بلکې د صلح لپاره ...
ایمل څړوال په نړئ کې تر ټول بدنامه پولیس د پاکستان دي، په نړئ کې تر ټولو ناکام پوځ د پاکستان دی ( به یوه ورځ ۹۰۰۰۰ مسلح پاکستانی پوځ یوه هندي جنرال ته سلامي شو) او په نړئ کې تر ټولو بدنامه هیواد پاکستان دی، په نړئ کې د افغانستان تر ټولو ستر او خطرناک غلیم پاکستان دی. نو بیا زمونږ په مشرانو څه ټکه رالویدلی چې خپل ملي ځواکونه د پاکستان په لاس روزي؟؟؟

Mansoor Khan ګوری .. که پاکستان هر څنګه وي تر مونږ په سیاست کې هم ښه دي ..تر مونږه د خپل وطن په ګټه هم ښه پوهیږي ..تر مونږه خپل وطن له بربادی هم ښه ساتي ..د نورو په خلاف ټول یو موټي وي او په خپل مینځ کې هیڅ کوم مشکل نلري او که کوم مشکل پیدا هم شي نو هماغه ساعت يې سره حل کوي ...مطلب مې دا ده چې مونږ ته د شرم مقام ده چې یو هیواد په طول د څلور شپیتو کالو کې د ایټم بم څښتن شي او زمونږ هیواد چې ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري هغسې وران او ویجاړ ده ..که مو خپل وطن جوړ وای ..که مو خپله دومره تکړه قومندان درلودل سې د وطن ملي اردو او میلي پولیسو را تربیه کړي نو وس به مونږ تور مخو ته نه و محتاج ...زه دا خبر غندم سې د مونږ عسکرو ته دوي تربیه ورکوي ..امریکا دې تربیه ورکړي په خوشحاله یم خو په دوي نه یم خوشحاله ..خو مقصد مې په خپلو مینځونو کې اتقاق ده ..که افغانان سره یو موټی او یو لاس سي که هغوي له سره تربیه هم نسي د دښمن زور نه ورباندې نه رسیږي ځکه سې دا یوه تجربه سوې خبر ده ..
Abdul Qahar Katawazai زه د یحیی صیب دا خبره هر ځای یادوم او اوس يي یوار بیا لیکم چي
د پاکستان مرګ د افغانستان لپاره ژوند دی نو کوشش به کوو چي په هره لاره يي د هر چا حمایت وکړو خو د پنجاب له اولکي ځان وکاږو او ځانته ښه ژوند غوره کړو
پرون یوه ملګري د یوه پڼجابي لیکوال خبره راته کوله وای یو ځای یوه پنجابي لیکوال پّه کوم اخبار او که کومه یوه لیکنه کي داسي لیکلي وو چي ، مونږ مخکي له دي چي له هند سره کیسه ګرمه کړو اول باید افغانستان مات کړو په دریو برخو، تاجک ، هزاره او پښتون له هغه بعد مونږ کولی شو چي له هند سره سولیزه معامله وکړو ، تاسو وګورئ ددوی دښمني تر هند له مونږ سره زیاته ده
واقعا همداسي دی ، کټواز کي مي له یوه سپینږیري سړي نه پوښتنه وکړه چي تا له روسانو سره جهاد کړی ویلو يي هو جهاد مي کړی خو خوند يي نه وکړو ما ویل ولي ویلو يي په هغه وخت کي یوار پاکستان ته لاړم ، نو وای په یوه دفتر کي پنجابي جنرالانو رانه پوښتنه کوله چی د کوم ولایت ، کومي ولسوالي او کوم کلي مجاهد يي وای ما ورته ویل چي د پکتیکا ولایت ویلو يي چي صبر مونږ لیست وګوره وای لیست يي وکتل مونږ ته يي یوار ډير تکړه نفر چي په پکتیکا کي مخکښ کس وو را په ګوته کړو چی دی د روسانو سخت ملګری دی باید ويي وژنئ، مونږ چي وای افغانستان ته راتلو تر مونږ مخکي دغه نفر چی تکړه کس او مخکښ مشر وو د مجاهدینو بلي ډلي وژلی وو ، نو کله کله دا فکر وای کوم چي که هغه کس ژوندی وای نن بیا يي پکتیکا نه بلکه افغانستان ته زیات کارونه کړي وای ، او دي سپینږیري زیاته کړه چی دا اوس هم همدا کیسه روانه ده ، زمونږ ، مشر ، مخور زده کوونکی د پنجابیانو په لیست کي پراته دي او ټارګیټ کوي يي نو باید په اړه يي ژور فکر او ښه جدي اقدام وشي
د سپینږیري خبري مي خوښي شوي خو دا خبره يي په یوه مجلس کي راته وکړه ، بله ورځ چی مي کتل دي سپینږیري یو لاس وسلوالو ور مات کړی وو په دي يي وهلی وو چي ته په مجاهدینو پسي بد تبلیغات کوي اخر يي هم خپل کور له کلي نه کډه شو او ښار ته راغی
ایمل څړوال کټوازی صیب ستاسو خبره سل په سلو کې سمه ده، دلته په هند کې له یوه پخواني مجاهد قومندان سره مخامخ شوم، ډیری کیسی یی راته وکړی، د کونړ د ولایت وو، د درمنلی لپاره هند ته راغلی وو، ویل یی چې د جهاد په کلونو کې پنجابي پوځیانو روزنه ورکوله، د یوی میاشتی په موخه یی لاهور ته د روزنی لپاره بیولي وه، په یوه ډیر مجلل هوټل کې یی د اوسیدلو ځای ورته برابر کړی وو، د روزنی په څلورمه ورځ یی ورته ویلي وه چې په کونړ کې هغه پل چې د شهید داود خان په وخت کې جوړ شوی وو باید وران کړي، په بدل کې به یی هر یو کس ته سل زره پاکستانئ روپئ ورکړو، ۱۸ میله کلاشنکوفونه او یو، یو موټر...
ویل یی مونږ ټول ۴ کسان وو، په خپلو کې مو پریکړه وکړه چې دا کار خو نه شو کولای، د ولس او هیواد لپاره به ډیر ستر او نه جبرانیدونکې خیانت وي، په هغه وخت کې مو ورسره ومنله، هوټل ته له راتللو وروسته مو سهار وختي له لاهور څخه پښی راسپکی کړی، او د باجوړ له لاری کونړ ته راغلو، تر اوس بیا پاکستان ته نه یم ورغلی...
ویل یی څلور ځله یی د هغه پل د الوزولو لپاره نور کسان را ولیږل خو مونږ یی ساتنه وکړه....
نو اوس به راته دا ځواکونه په کومه روحیه سمبال وروزي؟؟؟
ایمل څړوال زه خو دی ته بلکل حیران یم....
دا څنګه امکان لري چې یو دښمن دی زمونږ ملي ځواکونه زمونږ د ملي ګټو د ساتنی لپاره وروزي..... زما په اند خو دا خبره له منطق څخه ډیره لری ده...


Atal Z Safi د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته جرمني خپل ۶۰ په سلو کې تمرکز په بهرنۍ پالیسۍ وکړ او نړۍ یې دې ته قانع کړه چې جرمني ته اوږه ورکړي او نن یې جرمني اسمان ته پورته کړ. زمونږ بهرنۍ پالیسي باندې ۱۰ په سلو کې هم تمرکز ندې شوې ځکه مو دا حال دې
 
Shir Khan Yahya
زه پوهیږم چی پاکستان ولی دا کار کړی دی ! خر چی تر خره پاتی سی ..... دوی د هندوستان سره رقابت کوی او دا کار ممکن نه دی ، ځکه چی هند همدا اوس یو غټ قدرت دی . پاکستان نه په اقتصادی او نه سیاسی او نظامی لحاظ د هندوستان رقیب کیدای سی . په خارجی سیاست کی یوازنی لاسته راوړنه چی یې لرله هغه کشمیر او طالبان وه . دا وروستی خلګ یې له یې له لاسه ووتل او کشمیر یې ځکه له لاسه و تونکی دی چی کشمیران اوس هوښیار سوی دی او د خپلو ملی منافعو خبره کوی . پاکستان خو کشمیرانو او طالبانو د ملی منافعو خبره لا ممنوع ګرځولی وه . اقتصاد یې افلاس او همدا اوس دغه دولت د شپږو غټو ستونځو سره په وخت کی لاس او ګریوان دی چی د حل هیڅ لار نسی ور ته موندلای . که خدای کول سبا به موږ پر دغه موضوع خبری وکړو .


ایمل څړوال یحی صیب ستاسو خبره یو حقیقت دی، پاکستان له سیاسي افلاس سره مخامخ دی، خو اوس یی هم په لاس کې یوه اله شته چې هر وخت پری افغانان او نړیوال داړي، ډاروي او د له منځه وړلو ګواښونه یی هم کوي،....
د پاکستان له لاسه باید دا وسیله واخلو او یا یی له منځه یوسو...
Shir Khan Yahya
دا د هند موفقه ډیپلوماسی وه چی پاکستان یې په کشمیر کی تروریسټی حملو ته مجبور کړ ځکه د اولس حمایت یې له لاسه ور کړ . څړوال صاحب یو بل منطق هم سته چی ما چی د ځینو کشمیریانو سره سیاسی بحث کړی نو هغو تایید کړی دی . دوی وایی چی د اسلام په نامه هغه درواغجنه او انګلیسی نظریه چی د اسلام له مبارک دین سره هیڅ اړه نلری او پاکستان پد هغه پر بنا جوړ سوی دی هغه خو د پاکستان دوی برخي یانی مشرقی او مغربی پاکستان هم سره متحد او یو موټی ونه ساتل نو اوس به دغه نطریه څنګه د پاکستان پنځه ټوټې سره متحدي کړی ؟


ایمل څړوال که د پاکستان د ستراتیژیک عمق پالیسي په دقت سره وکتل شي نو دا به په کې په څرګند ډول وموندل شي چې پاکستان غواړي، او غوښتل یی چې په تیرو څو کلونو کې جهاد له کشمیر څخه افغانستان را منتقل کړي، او په خپل دی کار کې تر ډیره بریالي هم شول...
Shir Khan Yahya
څړوال صاحب موږ باید خپل خارجی سیاست ته په سیمه ایز او جهانی سطح تعادل ور کړو . د غربیانو لاسوهنه زموږ په هیواد کی او دا چی زموږ خارجی سیاست یو بغله په ناټو او امریکایانو پوری تړلی دی ، پاکستان ته د لاسوهنی امکان ور کوی خو موږ باید د شانګهای د همکاری له شورا سره و ږغیږو . دا یوراشیا نظریه د ځان خلاصون و ګڼو او په خارجی سیاست کی باید د شانګهای د همکاری د شورا له لاری خپل خارجی سیاست ته تعادل ور کړو . او همدا شانی په سیمه ایز خارجی سیاست کی هم . بیا به نو یو منزوی او افلاس او په داخلی لټار پاکستان څه کوی ؟؟؟؟؟
 
 
Fahim Wardag
درنو څړوال، ساپى، شېرخان او نورو درنو ملګرو؛ تاسې چې كومې خبرې اترې او څېړنيز بحث پيل كړى يو اړخ چې ولس پرې خبر كړئ ښه خبره ده او داچې دا خبره د مشورې په ډول چارواكو ته هم رسوئ يا هم داسې وشي او هاسې وشي هم ستاسو په خبرو كې ډېر ځله ليكل كېږي۰ نو زه بيا هم خپله پوښتنه اوس د ننګونې په ډول راوړم چې؛ په څه ډول او په چا يې تر سره كوئ؟ په كوم سياسي ځواك؟ او كله؟ دا خپل هېواد او ولس چې جنايت او جنايت كوونكو ته كه بهرني دي او كه كورني يرغمل دى څنګه ژغورئ؟
Shir Khan Yahya وردګ صاحب ، موږ به لومړی اول قدم واخلو او بیا دوهم قدم .... موږ د یوه ذهنیت جوړولو په برخه کی لګیا یو ... دغه ذهنیت که په اولس کی خپور سو نو بیا یې را ټول اسانه خبره ده . موږ تر اوسه دا کار سرچپه تر سره کاوه ! لومړی مو خلګ را ټولول او بیا مو د ذهنیت غم خوړ . ستونځی مو ځکه ډیری زیاتی وی .
 هو کټوازی صاحب ، ستا خبره معقوله ده ، که افغانستان نه وی نو پاکستان به له لوږی و مری . که څوک غواړی چي پاکستان ته ستره اقتصادی ضربه ور کړی نو دی په افغانستان کی په جدی توګه د محدره موادو پر ضد مبارزه پیل کړی . په دی توګه موږ د پاکستانیانو له خولی هغه لس یا دولس میلیارډه ډالره کښلای سو چی همدا اوس یې اقتصاد پر بنا دی !
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دویمه برخه ډير ژر.......

http://www.facebook.com/groups/Pakhtoonyoon/
د افغان یون (پښتون یون)  اداره