آمریکا غواړي د پاکستان په اتومي تاسيساتو کې ورانکارۍ وکړي

د ایران ولسمشر د سیمې د ملتونو له حقوقو ملاتړ د صهیونست رژیم د ژغورنې لپاره یو پوښښ وباله .
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر محمود احمدي نژاد نن په تهران کې دسیمې د بدلونونو په اړه په یوه خبري غونډه کې وویل د امریکا حکومت اوس د ملتونو د له حقوقو د ملاتړ په ادعا سره په سیمه کې د خپلي سلطې د او صهیونست رژیم د ژغورلو لپاره هڅه کوي .
هغه د اسلام آباد په اړه  د واشنګټن د سیاستونو په هکله هم وویل کره خبرونه لرو چې امریکا په پاکستان د سلطې او ددغه هیواد د حکومت او ملت د کمزورې کولو لپاره هڅې کوي او غواړي د پاکستان په اتومي تاسیساتو کې ورانکارۍ وکړي .
احمدي نژاد ټینګار وکړ امریکایان په دي کارسره غواړي د نړیوالو ارګانونو او ملګرو ملتو د آمنیت شورا له اړمونو په استفادې سره په سیمه کې د خپل پراخ شتون او په پاکستان کې د ملي واکمنۍ د کمزورتیا لپاره زمیني برابري کړي .
د ایران ولسمشر وویل امریکا د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتامبر د ۱۱ له پیښې وروسته له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه د خپلو ګټو  د تامینولو اوله صهیونست رژیم څخه د ملاتړ لپاره سیمه ته راننوتله خو نن سبا یې دولسي حرکتونو او د ملتونو په وړاندې د ماتو په لیدلو سره خپل سیاست بدل کړی دی خو هدف یې نه دی بدل شوی .
هغه اټکل وکړ د مینځني ختیځ او د افریقا د شمال بدلونونونه به په اروپا او د آسیا په نورو هیوادونو کې هم تکرار شي .