
له کابل څخه زمونږ د خبریال د راپور له مخې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر فداحسین مالکي نن د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې د دغه هیواد او ایران د کتابونو د دوستۍ د نندارتونو د پرانیستلو په دستورو کې د افغانستان د شمال سیمې د پولیسو د مشر جنرال داؤد داؤد او دې ته ورته پیښو ته په اشارې سره وویل دغه ډول پیښې شکمنې دي ، ځکه چې لویدیځوال د امنیت د تامین ادعاګاني کوي چې دغه ډول پیښې به نا آمنۍ په ځان پسې ولري . هغه وویل افغانانو د یو نیم ملیون شهیدانو په ورکولو سره د امنیت د تامین په برخه کې ښې تجربي ترلاسه کړي او دا منلو نه ده چې ځيني هڅې وکړي افغانستان نا آمنه او د کابل حکومت کمزوری کړي .
په کابل کې د ایران سفیر وویل د افغانستان په بیارغونه کې د ایران ګډون له نورو سره توپیر لري او دغه هیواد د افغانستان د انساني ځواک د ودې لپاره هم هڅې کوي .
د ایران او افغانستان د کتابونو د دوستۍ نندارتون نن په مزارشریف کې پرانیستل شو چې اویا ایرانیو ناشرانو ۴۷۰۰ عنوانه کتابونه په دیرشو غرفو کې پکې نندارې ته وړاندي کړي دي . په دغه نندارتون کې دولسو افغان ناشرانو هم په لسو غرفو کې خپل کتابونه نندارې ته ایښې دي . په ددغه نندراتون کې د قرآني علومو ، سیاست ، ادبیاتو ، شعر ، ځوان او ماشوم ، تاریخ ، دودیز طب ، ستوري پيژندنې ، میرمنو ، کمپیوټر او نورو بیبلا بیلا برخو کې یو لک اویا زره کتابونه موجود دي.
د يادونې وړ ده، چې د ايران لپاره به د جنرال داؤد داؤد او نور د شمال ټلوالې ملګري يې جهادي قوماندانان ښکاري، خو په افغانستان کې يې خلک د جنګساﻻر په توګه پېژني.