مامه يادوه

په زړه دې غټه تيږه کيده،مامه يـــــــادوه
نورپخواني خيالونه پريده،مامه يـــــادوه
داتيروختونه ګڼه خوب و،نورمه وايه څه
ددوه مينو ليونتوب و،نور مه وايه څـــــه
زړه دې که صبرمه ژړيږه،مامه يـــــــادوه
نورپخواني خيالونه پريده،مامه يـــادوه
زمونږدمينې دنياګۍ،شوه ورانــــــه اخر
زه ليونى ته ليونۍ ،شوه ورانـــــــــــه اخر
شال دې په سرکړه روانيږه،مامه يــادوه
نورپخواني خيالونه پريده،مامه يــادوه
شه مبارک دې سره جوړه،داستاپــه غاړه
ماغريب نورمه ځوروه،ليلا شــــــــــه لاړه
له موزيګي سر ه سر کيده، ما مه يــادوه
نور پخواني خيالونه پريده ،ما مه يادوه
اى(هاشمي)ډيريې بدبخته،حيران يم درته
تيروې څومره تنګه سخته ،حيران يم درتــه
په سرو لمبو کې تل سوځيږه ،ما مه يـادوه
نورپخواني خيالونه پريده ،ما مه يـــــادوه
سيدبديع الزمان(هاشمي)