نور ته د غني نوې ډالۍ

هغه حکومت چې له لومړۍ ورځې یې د بنسټ ډبره د چوکیو او اقتدار د وېش پر بنسټ اېښودل شوه، د دغه وېش لړۍ یې لا هم جاري ساتلې، چې د راپورونو لمخې په دې نوې وېشنه کې ولسمشر غني دوه وزيران، يو معين او يو سفير د برخې په توګه عطا محمد نور ته ډالۍ کړي دي.

دلته (افغانستان) کې رښتیا هم هر څه د لنډغریزم د قانون لمخې یو شمېر وګړیو ته رسیږي، دلته لا هم د قانون ملا تر بل هر چا پخپله د قانون پلې کونکو ور ماته کړې او هره هغه تمه چې ولس له خپلو مشرانو کړې، دوی د ولس هره هیله له خاورو سره خاورې کړي او هیلې یې ورته په ډک سیند لاهو کړي.

نن سه شنبه د کب ۲۲مه د حکومت يوې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کړې پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ارګ او عطامحمد نور هوکړې ته رسېدلي، اوس به د ولسي جرګې وکيل اسحاق رهګذر د بلخ لپاره د عطاء محمد نور په خوښه د نوي والي په توګه معرفي شي او د دغې هوکړې له مخې به دوه وزيران، يو معين او يو سفير د عطاءمحمد نور په خوښه معرفي کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، کېداى شي د پوهنې او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه عطامحمد نور ته ورکړل شي.

له نن شاوخوا درې میاشتې وړاندې ولسمشر غني عطا محمد نور له دندې ګوښه کړ، انجنیر داود یې د بلخ لپاره د نوي والي په توګه معرفي کړ؛ خو نور وویل، د ملي حکومت دورې تر پایه یې څوک له دندې نشي لرې کولی، نور ویلي و دی د بلخ والي دی او وي به.

نور دا هم ویلي و، چې د ملي یووالي حکومت مشران د ده د ګوښه کولو صلاحیت نلري، نور په خپله هره ناسته او غونډه کې د ملي یوالي حکومت مشران وګواښل ان د هغوی اسلامیت او افغانیت ته یې سپکاوی وکړ.

که چېرې نور ته رښتیا هم په برخه او وېش کې یادې چوکی ورکول کیږي او دا راپوورونه حقیقت ولري؛ نو په دې کې شک نشته چې د ملي یووالي حکومت د لنډغریزم پر وړاندې بې وسه او مات شوی نوم دی.

د دوی دغه ماته به د راتلونکې لپاره د لنډغریزم برخه کې نوی باب پرانیزي او هر هغه څوک چې د لنډغریزم له لارې غږ پورته کولی شي، چوکۍ به د ځانونو لپاره میراثي بولي.

د ملي یووالي حکومت په دې کار سره دا هم جوته شوه، چې د ملي حاکمیت په برخه کې د کمزورۍ له اخري پړاوه هم یو ګام ور هاخوا تېر شوی او په دغه نوم د زور واکو لپاره نه قانون شته او نه هم د حاکمیت کومه قوه.

که د وېش دا نوې خبره حقیقت ولري؛ نو ولسمشر غني ته مې وړاندیز دا دی، چې په خبرو کې دې د بې ځایه چغو او زور پر ځای د حقیقي قوې توان وروزه، هغه پیاوړی کړه، یواځې په تشو خبرو کې چغې اوزور بسنه نه کوي، د حاکمیت د ټینګښت او د قانون پلې کولو لپاره د حقیقي قوې رامنځته کولو ته اړتیا ده، چې دا دی د زورواکو پر وړاندې دې ولس ته د خپلو بې واکه او بې زوره چغو اصلي څېره وړاندې کړه.