"له حکومت غوښتنه کوو چې د اساسي قانون مطابق زمونږ سره چلند وکړئ، آيا مونږ غلت کار کړی"
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
پاکستان له څو لوريو د هغه شر جبران ورکوي، چې په خپله خاوره، سيمه او د نړۍ په هېوادنو کې يې خپور کړی وو. پاکستان په خپله خاوره کې، چې دوی يې د يو پاکستان دعوه کوي او د يو ملي حاکميت تر والکې لاندې بولي؛ توپيري او تبيضي چلند کوي.

د ژوند اسانتياوې، پرمختګونه، زده کړې، حکومتي ادارې، سوله، امنيت، دولتي خدمات، روغتيا او نور په پنجاب او پښتونخوا کې د ځمکې او اسمان ترمنځ توپير لري، دا هغه څه ده، چې په پاکستان کې د پښتون، بلوڅ او پنجابي ترمنځ د توپيري او تبيضي چلند ښکارندويي کوي.

له کالونو ځنډ وروسته په پاکستان کې پښتون ولس د حکومت د ناروا کړنو پر وړاندې غږ پورته کړ او د حکومت د کړنو پر ضد يې يون پيل کړ. د پاکستان په خاوره کې مېشتو خلکو نړۍ ته د پاکستان هغه څېره په ګوته کړه، چې اوس مهال يې له خپلو اتباعو او وګړو سره کوي.

په پاکستان کې دوه ايالتونه د توپير په اور کې سوځېدلي، خوار، وروسته پاتې او د جګړې قرباني دي؛ پښتونخوا او بلوجستان. غوره دا وه، چې دغه ولسونو کالونه وړاندې د عدالت غږ پورته کړی وای، خو اوس هم ناوخته نه دی. په رسنيو کې به مو اورېدلي وي، چې د پښتنو د لاريون اغېز په بلوڅانو هم پرېوت؛ دغه لاريونونه کابو له تېرو درېيو ورځو راهيسي بلوڅستان ته هم رسيدلي.

پښتون او بلوڅ ولس د اوسني پاکستان ډېره برخه د وګړو او پراخوالي په اساس جوړه کړي. پاکستان په قانوني ډول له پښتون او بلوڅ څخه په ډيموګرافيکه توګه ګټه پورته کوله او له قانوني کارونې يې ترهګري کارونه ډېره وه.

د نقيب الله ميسود مرګ يو انګېزه شوله او دغه ولس ته د وړاندې تګ، وېښتيا او مبارزې پيل شولو، ګنې دغه ولس له کالنو راهيسې رټل شوی او تبيض شوی وو.

د پښتون د لاريون يو ځوان مشر منظور پښتون له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، "مونږ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د اساسي قانون مطابق چلند او سلواک له مونږ سره وکړئ، هغه حقوق چې قانون مونږ ته راکړي هغه راکړي، ډېر نور څه نه، د خپل هېواد اساسي قانون ته د درناوی وکړي او زمونږ ژوند دې خوندي کړي."

منظور پښتون وايي، چې هر کله د پاکستان حکومتي مشران او پوځي چارواکې په دې اړه زمونږ سره خبرې کوي، نو دوی وايي، چې مونږ ستاسو په چوپړ کې يو، د پاکستان حکومت او پوځ ستاسو دی او ستاسو په چوپړ کې دی، خو په حقيقت کې داسې څه بيا شتون نه لري. په حقيقت کې د پښتون داسې وژنه روانه ده، کوم ډول چې د نړۍ ميډ يا پرې خبرې کوي او حتا تر دې هم ډېره.

نوموړي د طالبانو او پاکستان د پوځ له خوا د عامو پښتنو د زورونې په اړه وايي، "پښتانه سوله غواړي، دوی د سولې غږ پورته کوي، خو هرکله چې دوی د سولې لپاره هڅې پيل کړي، په بېلا بيلو نومونو د پاکستان د پوځ او طالبانو له خوا وژل کيږي او ستونزې ورته جوړيږي. طالبان او پوځ که په ريښيا په خپل منځ کې سره جګړه کوي، خو عام ولس دې پرېږدي چې په سوله کې ژوند وکړي او د دوی د سياسي موخو او جګړيزو فعاليتونو قرباني نه شي."

د پښتون د تحفظ غورځنګ مشر منظور پښتون پوښتنه کوي، "کله چې په سلګونه پښتانه ووژل شول، په سلګونه د ترهګری په جعلي نوم بنديان شول، نقيب الله مسيد ووژل شو، نو ولې يې حکومت د عدالت او حق غوښتنه ونه کړه، ترڅو چې مونږ غږ نه وو پورته کړي؟ که په ريښتيا هم حکومت د قانون اړوند عمل کوي."

منظور پښتون په سيمه کې په رسنيو نيوکه کي او زياتوي، "رسنۍ هغه حالت نه هنداره کوي، کوم چې د پښتنو په سيمه کې روان دی. دوی يو طرفه قضاوت کوي. په نېږدې تېر کې د پاکستان د پوځ په بمباريو کې د ماشومانو په شمول نهه کسان ووژل شول، خو ميډيا پرې چوپ پاتې شوه."

منظور پښتنو دوی پر وړاندې د خنډونه په اړه وايي، "اوس مونږ په وژنو کې بلد شوي يو، ماشومان، ښځې، سپن ږيري او ځوانان مو ووژل شول، که دوی نور هم وژنې نو مونږ ته اوس عادي شوي ده. مونږ به د دوي د ګواښونو پر وړاندې بې اغېزې پاتې شو، زمونږ له حرکت وړاندې هم مونږ وژل کېدو او اوس به هم مونږ وژني، خو مونږ وړاندې ځو."

نوموړی د پاکستان له حکومت غوښتنه کوي، چې د پښتنو د تحفظ غورځنګ کومه نامشروع غوښتنه نه لري، له قانون وړاندې کومه هيله هم نه لري. هغه څه غواړي چې د پاکستان په اساسي قانون کې ذکر شوي دي، پښتانه سوله غواړي، د نورو په څير هوسا ژوند غواړي، په پښتون د وژنو د دسيسو پای غواړي او بس."