کتاب ته د ټولنې اړتیا خو رسنۍ او سندرغاړي!

ای کاش چې رسنیو کتاب ته دومره کار کولای لکه دا اوس وخت کې یې چې سندرغاړو ته کوي!
کتاب د تفکر او کمال اواز دی، او د انسان د پوهې او توان اندازه له کتاب او کتاب لوستلو سره د هغه له مینې او ګروهنې څخه معلومولای شو.

او همدارنګه کتاب په یوه ټولنه کې خورا اړین رهبر دی، او همدارنګه کتاب دی چې ځوانان ټولنه له ناخوالو ساتي او تل ورته مثبت پیغام رسوي. کتاب هغه څه دی چې هر انسان له تورو تیارو را باسي او یو روڼ او روښانه لار باندې یې بیایی او ژوند ورته ښایی.

په هغه کور، کلي، ټولنه، او هېواد کې چې د خلکو د کتاب سره مینه وي او مطالعه یې لري هغه خلک هم له کورنۍ ستونزو او هم د ټولنې او همدارنګه جنګ او جنجال څخه په امن وي، هغه ځکه چې په خپل منځ کې د یو او بل له حقوقو څخه با خبره وي او د خپل ځان کور، ټولنې او هېواد سره مینه لري.

او رسنۍ هغه ته ویل کیږي، چې د خلکو ستونزې د حکومت سره او د حکومت غږ له خلکو سره شریک کړي.
او همدارنګه خپلې ټولنې ته داسې څه وړاندې کړي تر څو د ټولنې وګړي ترې مثبت څه زده کړي، او د اساسي قانون او همدارنګه د خپل هېواد رسم رواج دا ټولو ته پوره درناوی ولري.

خو زموږ رسنۍ ټول څه برعکس. کومه راډیو چې نیسې بغیر له سندرې او داسې تفریحي خپرونې چې په هغه کې له ماشوم نیولې ان تر ځوانانو او سپین ږیرو پورې به ترې مثبت څه زده نکړي، بغیر د وخت له ضایع کولو څخه.
او همدارنګه که راشو د تلویزیونو خپرونو ته!

په تلویزیونو که بغیر له ناوړه سریالو چې هغه ټول له اسلام او زموږ د فرهنګ سره کلک په ټکر کې وي. که هغه په هره برخه کې وي. مثلا: نظامي سریالونه چې زموږ په ماشومانو او ځوانانو باندې مستقیم ناوړه اغیزه کوي. او هیڅ ورته مثبته انګیزه نه ورکوي چې څه ترې زده کړي.

او همدارنګه د جنکیانو او ځوانانو لپاره هغه کورني سریالونه چې په هغه سریالونو کې د مور او پلار توهین او سپکاوی پکې کېږي، جنکۍ د دوه دریو کسانو سره ناوړه اړیکې او د خپل خاوند خوشې کول او همدارنګه د خپلې مېرمنې خوشې کول او یا هم د دوي دواړو د خواښې او خسر سره جنجالونه او همدارنګه د دوي ناوړه دودونه.

دا هغه څه دي چې زموږ د ټولنې په وګړو باندې مستقیم ناوړه اغیزه کوي.
دا ځکه چې زموږ ټولنه له کتاب څخه خورا لرې او همدارنګه په سلو کې اویا سلنه وګړي د دې ټولنې بېسواده دي.

له بده مرغه چې زموږ په هېواد کې خورا زیات تلویزیونونه او راډیوګانې شته خو له یوې دوې رسنیو چپ په هيڅ بله رسنۍ کې د کتاب لپاره کومه خپرونه نشته!
دوي ته باید روزنیزې خپرونې جوړې شي تر څو دوي د مثبت او منفي کار کړنو باندې پوه شي او توپیر یې وکړي.

ځکه اوس کوم سریال کې کومې جامې چې وي اوهمدارنګه کوم سټایل چې کوي هغه که جنکۍ وي او که هلک بس سبا یې همدلته عملا وینو، دغه سټایلونه او جامې که هر څومره له اسلام او زموږ له فرهنګ څخه لرې هم وي خو دوی یوازې په سټایل پسې ګرځي.

نو رسنیو ته په کار ده چې د اسلام او زموږ فرهنګ ته په پوره درناوي سره داسې خپرونې جوړې کړي تر څو د بل هېواد فرهنګ ته کار ونه کړو او د خپل هېواد فرهنک نورو هېوادونو ته وړاندې کړو.
او روزنیزې خپرونې جوړې کړو تر څو زموږ ټولنه له دغه نا خوالو جنګ جدال څخه را خلاصه شي او د یو اباد او پیاوړي هېواد باندې وګرځي.