ځوانان او د سیاسي ټېکدارانو ترې ناوړه ګټه!

په ځوانانو کې د مثبت فکر او سالم خوځښت زور او قوه د یوې ټولنې، ملتونو او هېوادونو کې د پرمختګ یو ځواک ګنلی شو.

که موږ اوسنۍ نړۍ مطالعه کړو تر ډیر پرمختګونه د نوي نسل او ځوانانو د پوهنیز علم  د ځواک پایله ده،  چې نړۍ کې یې خورا زیات پرمختګونه رامنځ ته کړي او موږ وینو دا همدا ځوانان دي چې شپه او ورځ هڅې کوي.

د نړۍ ډیری هغه هېوادونه چې نن وخت زبر ځواکونه ګڼل کېږي،  هغه تل د ځوانانو روزنې او پالنې ته ډیر جدي پام کړي، خو په وروسته پاتې هېوادونو کې بیا هر څه برعکس  ځوانانو ته هېڅ ډول پان نه کېږي. کلتوري، او ټولینزې ستونزې په وروسته پاتې هېوادونو کې د ځوانانو ځواک له ځیرکتیا بې برخې کوي.

د وروسته پاتې هیوادونو د مهاجرتونو د کچې لوړوالي یو علت له ځوانانو پر ځای ګټه نه پورته کول دی، د ځوانانو د تقویه کولو او د هغوی د پیاوړي کولو د پروګرامونو نه شتون دی . ددې تر څنګ په وروسته پاتې هیوادونو کې سیاسي مشران، د جګړې اتلان او د پردیو غلامان د ځوانانو له ځواک څخه د ځان په ګټه کار اخلي.

له بده مرغه باید ووایم،  چې پورته ټولې بدمرغۍ زموږ په  هېواد افغانستان کې له کلونو راهيسې تر سترګو کیږي، دلته ځوانان د اردو، پولیسو په لیکه کې د حکومت په ګټه او د حکومت د مخالفینو په ګټه په جګړو کې خپل سرونه قربانوي، له دواړو لوریو ددې سرښندنو قدر نه کیږي.

زموږ په هېواد کې لا تر اوسه د کرغېړن سیاست،  قومي جوړښتونو او د پردیو په مټ رامنځته شوی،  دلته سیاسي ټېکدارانو په مټ له سیاست، ټولیزو دندو او مسولیتونو او نورو مهمو دندو لرې ساتل کېږي او هېڅ زورواکی او هغه کسان چې هېواد ته وفاداره نه دي پرديپاله پروژې لري د دې هېواد ځوانانو د پرمختګ خنډ دي.

که چیرته د ځوان نسل لپاره د سالمې روزنې هېوادنۍ مینې د پاللو پرګرامونه رامنځ ته شي نو زه باوري یم چې د دې  پرواګرم له مخې په نړیواله کچه هېوادونه یو له بل سره سیال ګرځي، د هېوادونو پرمختګ کوټلی کېږي او ولسواکۍ ته لار هواریږي.

د ځوانانو په روزنه کې  رسنۍ، ښوونځي،  پوهنتونونه، مدني او کلتوري ټولنې، سیاسي ګوندونه او پخپله حکومتونه لوی لاس لري.

عامه پوهاوی، د ځوانانو د سالمو روزنیزو پروګرامونو، جوماتونو او اسلامي تاریخ د درسونو له لارې افغان حکومت او ملت کولی شي د ځوانانو د پیاوړتیا پروګرام په ټول هیواد کې په ښه توګه ترسره کړي، خو ددې کار د پاره   هوډ او د ملت مرسته او غوښتنه په کار ده.

په پرمختلليو هېوادونو  کې ټول سیاسي ګوندونه د ځوانانو د روزني ځانګړي څانګې لري، چې د هېواد د ر اتلونکي د پاره په ملي روحیه سمبال رهبران روزي، زموږ په هېواد کې له بده مرغه لومړی خو ملي سیاسي ګوندونه نشته، که شته هغوی ورته پروګرامونو ته هیڅ پام نلري که لري هم ترې ناوړه استفاده کوي، هغه پروګرامونه ایجادوي چې عملا د ځوانانو ذهن کې تفرقه د یو بل پښې وهل دي.

ځوانان د هېوادونو د پرمختګ، سوکالۍ او روښانه راتلونکي یواځیني ضمانتونه دي، نو په نړیواله کچه باید د افغان ځوانانو د روزنې د پاره افغان حکومت پام وکړي.

موږ اوس په ډیر یو کړکېچن پړوا کې یو، د جنګ دواړو خواو کې له ځوانانو استفاده کېږي،  هر ډول قرباني ورکوي!

خو د جنګ ټیکداران په خورا شعار یو بل ته د اختطارونه ورکـــوي!
که موږ ځوانان ویښ نه شو،  فکر نکړم دغه جنګ ختم شي!
را ویښ شئ د دغه جنګ لړۍ بنده کړئ او د یو اباد افغانستان جوګه شئ.