د سپتمبر ۸ د سواد زده کړې نړیواله ورځ!  (۱- برخه)

دا چې موږ لومړی راشو د سواد زده کړې تعریف وکړو باید یادونه وکړم چې دلته ډېری کسان په دې اند دي چې د سواد زده کړې تعریف هره ورځ تغیر منونکی دی!

د ساري په ډول پخوا د سواد زده کړې ( لیک + لوست) داسې تعریف کولو.
لیک: هغه ته ویل کېږي چې ژبنۍ خبرې د تورو، نښو او جملو د کارولو له لارې خلکو یا هم مینه والو ته ورسوي یا لیک دې ته ویل کېږي چې سړی خپله خبر یا خبرې د ژبې یا غږ پر ځای د لیکنې ( تورو، نښو، جملو) د کارولو له لارې خلکو ته وړاندې یا ورسوي.

لوست: بیا هغه ته ویل کېږي چې هغه څه چې لیکلې مو دي هغه په اواز ایستنې یا هم په غږیزه بڼه وړاندې کړو او یا په داسې اواز ویلو چې مانا ترې واخېستل شي.

پخوا د خلکو مفکوره داسې وه چې سواد زده کړه (لیک او لوست) وړتیا ته ویل کېد. یعنې هغه وخت به کله چې زده کوونکي له درېیم ټولګي څخه فارغ شول نو بیرته به په هماغه ټولګي کې د ښوونکي په توګه ټاکل کېدل!

له هغه وروسته به کله چې له شپږم ټولګي فارغ شول نو په حکومت کې به د مامور په حیث دنده تر سره کوله!

خو اوس دا هر څه بدل شوي دي! اوسنۍ ټولنه یا هم په ټوله کې معاصره نړۍ کې نظریې او همدارنګه تیورۍ هره ورځ د بدلون په حال کې دي.

چې له دې تغیراتو سره د سواد زده کړې (لیک او لوست) تعریف هم تغیر موندلی او کوي یې!
اوس سواد زده کړه په یوه محدوده ټولنه کې پوهې او وړتیا ته نشو ویلی، بلکې سواد زده کړه داسې تعریفوو.
سواد یا زده کړه هغه ته ویل کېږي چې په هغه کې ژبه ، عدد، انځور، کمپیوتر او انټرنېټ او دې ته په ورته وسایلو باندې کار وکړي چې له نورو سره په عامه پوهاوي کې همکاري وکړي، او د نورو د پوهاوي لپاره ترې ګټه واخلي.

خو بیا دغه تعریف هغه هېوادونو ته بیا یو بل ډول ښکاري؛ هغه هېوادونه چې د وګړو سلنه یې ډيری سواداره ده او پرمختګ یې کړی!

په داسې هېوادونو کې د تکنالوجۍ او علمي فرهنګي پرمختګونو له زاویې یې تعریف توپیر کوي، هغه یې په بل ډول تعریفوي، او دغه تیر تعریف د هغه هېوادونو لپاره د صدق وړ ګني کوم هېواد کې چې د زده کړې سطحه ټیټه ده ا و ډیر وروسته پاتې دي.
دوی د داسې هېوادونو برعکس تعریف کوي!

د ساري په توګه : د اقتصادي همکاریو او پرمختیا اداره ((OECD چې د نړۍ (۳۴) هېوادونه یې غړیتوب لري سواد داسې راته تعریف کوي.

سواد زده کړه هغه ته وایي چې یو کس یا یو شخص باید هغه مهارتونه او ځانګړتیاوې ولري چې هغه پوهې او علم ته د نوې تکنالوجۍ په واسطه لار پیدا کړي، او بل دا چې د پېچلو موضوګانو د تحلیل او ارزونې وړتیا ولري، سختې موضوع ګانې اسانه وګڼي.

په همدې پر مختللو هېوادونو کې کوم یې چې دغه تعریف کړی، د دې تعریف په بنسټ که یو شخص یوه بهرني هېواد ته سفر وکړي او د هغه هېواد په ژبه او لیک لوست باندې پوه نشي، نو دې ته بېسواده ویل کېږي! که هغه کس هر څومره د خپل هېواد ماسټري، دوکتورا هم ولري نو هغه ته چې ځي هلته بېسواده بلل کېږي. دا وو د سواد تعریف چې هرې ټولنې په بېل بېل ډول تعریف کړی وو.

دوهمه برخه هم دوام لري...