د مړه خره لیکونه تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی!

دغه کتاب تازه عزت الله شینواري پښتو ژبې ته ژباړلی او سروش کتاب پلورنځي په ۱۵۹ پاڼو کې په لوړ کیفیت چاپ او بازار ته وړاندې کړی دی.

د کتاب لیکوال محمود نصرت چې هنري نوم یې عزیز نسین دی د ترکیې مشهور طنزلیکوال پاتې شوی دی!

عزیز نسین د مړه خره لیکونه په کال ۱۹۵۷ کې ولیکل، دا کتاب د یوه ناول په شکل لیکل شوی دی . ناول درویشت لیکونه لري چې مړ خر یې له بلې نړۍ څخه خپلې ملګرې سرې مچۍ ته لیکلي او په دغه لیکونو کې د خپل مرګ د څرنګوالي او له هغې وروسته چې کومې پیښې پرې راغلې دي ، سرې مچۍ ته لیکلي دي. عزیز نسین په دې کتاب کې هڅه کړې تر څو د هیواد ویجاړ ټولنیز حالت د طنز په ژبه د یوه ځناور له خولې ووايي. او په قصدی توګه يې د خره له کرکټره استفاده کړې ده. تر څو د ټولنې ناخوالې د یوه خره له خوا چې په ټولنه کې تر ټولو په کمه سترګه ورته کتل کیږي ووایي. خلکو ته دا په ګوته کوي چې خر هم ستاسو په کړو وړو پسي بد وایي نو تاسو يې هره ورځ ولې بیا تکراروی.

د نسین کتابونه او مقالې تر دیرشو زیاتو ژبو ته ژباړل شوې دي او د آثارو شمېر یې څه کم ۱۰۱۲ ته رسیږي.

د عزیز نسین یوه خاصه ځانګړنه داده چې تل تریخ او نیښ لرونکي طنز وایی چې د مړه خره په لیکونو کې هم دا ځانګړنه شتون لري.

او دلته یې هم خپل نوم چې مستعار( مړ خر) دی استفاده کړې ځکه چې عزیز نسین تل د حکومت چارواکو له خوا ځورول کېده او ده به زیات وخت په مستعارو نومونو ورځپاڼو او مجلو ته لیکنې کولې خو بیا هم د وخت حکومت د چارواکو له خوا پیژندل کیده څو ځله په بند محکوم شو، دی بیا هم نه ویریده ځکه خو يې د مړه خره لیکونو په اړه وايې « د مړه خره (هغه خر چې له لېوه څخه نه وېرېده) هغه لیکونه چې له هدیرې څخه یې ژوندۍ سرې مچۍ ته لیکل» د وخت حکومت يې لیوه یاد کړی او ځان يې خر،د تاریخي روایتو په بنسټ په هغه وخت کې انسان ته د انسان په سترګه نه کتل کیدل ده ځکه دا نوم د انسان (ځان) لپاره غوره کړ.

د ټولو موضوعاتو په لړ کې د ځینو یادونه یې دلته اړینه بولم
سلام : پر سلام ټینګار شوی او آن داسې ښودل شوې چې انسان نه یوازې دوست بلکې خپل دښمن ته هم باید په سلام کې بیړه وکړي.

۲د کتاب ډیره برخه د وخت له انسانانو ، حکومت ، هېواد کې د روغتون او ډاکټرانو باندې له نیوکې څخه سرچینه اخیستې لکه: یو ځای کې راغلي چې یو روغ انسان کله چې د خپل روغتیایي معایناتو د ترسره کولو لپاره روغتون ته ځي هلته د خپلو معایناتو د پایلې د ترلاسه کولو پر ځای د بل ناروغ د معایناتو پایله ترلاسه کوي چې دغه روغ انسان په يوه تېروتنه او د ډاکټر په بې پروایي خپل ژوند او ټوله شتمني له لاسه ورکوي.

عزیز نسین تر ډېره هڅه کړې چې خپل لوستونکي د انسانیت پاللو ته وهڅوي او د انسانانو په هغو کړونو نیوکې شوې چې د انسانیت په قانون کې جرم او ناروا عمل ګڼل کیږي . کاظم خان شیدا په دې اړه وایي:
په ګفتار به انسان نه شې کردار بویه
طوطي کله شو انسان په خوش خوانۍ

د انسان هره کړنه انسانیت لپاره یوه بیلګه ده، انسان اوسېدل او انساني کړنې ترسره کول د هر انسان لپاره د لمر داسې وړانګه ده چې پس له ډیرو تیارو وریځو هم خپل ځان منعکس کوي او آن دا چې ټوله نړۍ روښانه کوي .لکه چې عبدالروف بېنوا هم وایي :
انسانان ژوندي په مینه
څو یې مینه هومره وینه
چې یې زړونه شي بې مینې
تویوي یو د بل وینې

شرایط دا دي چې له انسانیت سره سم باید ژوند وکړي.
په کتاب کې ټول هغه مسایل د طنز په ژبه ویل شوي چې یوه انسان له پیدایښت څخه نیولي تر مرګه او له مرګه نیولي تر قبره ورسره مخ کیږي.

د مړه خره لیکونه د داسې طنزونو ټولګه ده چې مونږ ته دا را زده کوي چې څنګه هغه ټولنه چې د نابودی په لور روانه ده وژغورو او هر څه هر چا ته ښکاره شي.

که څوک غواړي چې زموږ اوسنی او د ترکیې پخواني حالت باندې پوه شي نو د مړه خره لیکونه دې ولولي. ځکه خو د عزیز نسین کتابونه په ټوله نړۍ کې مینوال لري په خاص ډول هغو هیوادونو کې دا کتابونه ډیر لوستونکي لري چې د ژوند حالت يې ترکيې ته ورته وو.