له اسلامي نړۍ سره ورځ تر بلې د افغانستان نږدې کیدونکې اړیکې

په تېره یوه نیمه لسیزه کې تل د افغان حکومت په بهرني سیاست نیوکې شوې دي، چې مختلف عوامل بلل کیږي او بهرني کمزوري سیاست د افغانستان اړیکې له نړۍ سره په هغه کچه کې نه دي ساتل شوې، چې اړتیا وه او باید ډېر څه شوې وی. مخکیني ولسمشر حامد کرزي خپل بهرنی سیاست په درېیو حلقو کې راټول کړی و.

اول ګاونډي هېوادونه، دویم اسلامي نړۍ او درېیم هم نړیواله ټولنه وه.
د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پرمهال که څه هم نړیوالې اړیکې په نسبي توګه ښې وې، خو ډېر وخت له لوړو ژاورو او کړکیچونو ډکې وې.

هغه نړۍ مختلفو هېوادونو سره اړیکې ساتلې دي او ۱۶۷ ځلې یې د خپلو دوو دورو واکمنیو پرمهال بهرني سفرونه کړې دي، خو تر ډېره د یو شمېر هېوادونو په برخه کې د کرزي سیاست له نیمګړتیاو سره مل بلل کیږي.

له سیمې او غربي نړۍ سره له اړیکو که ورتېر شو، له اسلامي هېوادونو سره اړیکې د ښاغلي کرزي په وخت کې په هغه کچه نه وې، چې هغوی دې په موږ باور وکړي او د نږدې او دوستونو هېوادونو په قطار کې دې راسره وي ، چې هغوی زموږ په اړه تېر استوونکی سیاست غوره کړی و، زما په باور یو ستر لامل یې دا کیدای شي، چې موږ د هغوی یو شمېر اسلامي اسلامي هېوادونو پر وړاندې یو سم سیاست نه درلود. په پخوا ډېره تبصره نه کوو، د ولسمشر غني د بهرني سیاست په حلقو او له اسلامي نړۍ سره یې په اړیکو غږیږو.
ولسمشر اشرف غني خپل بهرنی سیاست په پنځو حلقو کې راټول کړی دی.

اول له ګاونډیو هېوادونو، دویم اسلامي نړۍ، درېیم د نړۍ له قدرمندو هېوادونو، څلور اسیاسي هېوادونو او پنځم هم نړیوالو سازمانو او ټولنو سره اړیکې د ولسمشر غني د بهرني سیاست حلقې دي.

د ښاغلي غني د حکومت د بهرني سیاست اساسي ټکي، پراختیا او بیارغونه، امنیت ټینګښت، په نړیواله کچه د افغانستان د ځای معلومول، ساتل او پراخول او په افغانستان د خلکو خپلواکۍ او سولې ټینګښت رامنځته کول دي، چې تر ډېره په دغو ټولو برخه کې د ولسمشر غني حکومت بریالی روان دی.

ولسمشر غني واک ته په رسیدو لومړۍ اسلامي نړۍ پیاوړي هېواد سعودي عربستان ته سفر وکړ، چې دا خورا مهم او له ارزښت ډک سفر بلل کیدای شي. په دې سفر عربانو ته دا پیغام ورکړل شو، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، خلک یې مسلمانان دي او سعودي د افغانستان دولت او خلکو لپاره د ارزښت او درناوي وړ دی او سعودي ملاتړ به د افغان کشالۍ په هواري کې مهم نقش لوبولی شي. په سعودي عربستان کې د ولسمشر غني لپاره په بې کچې ډول هر کلی وشو.

دا سفر له ځان سره اسلامي نړۍ ته پیغام لرلو، په ځانګړي توګه هغه اسلامي دولتونو ته چې په افغانستان کې په یو نه یو ډول روان حالتو اغېز لري.

وروسته ولسمشر غني متحده عربي اماراتو او د نړۍ نورو اسلامي هېوادونو ته سفرونه لرل او هر ځل یې له اسلامي هېوادونو سره په دې ټینګار کړی، چې د افغانستان کشالې د هواري لپاره د علماؤ یوه ستره اجماع جوړه شي.

پاکستان چې یو اسلامي هېواد او د افغانستان ګاونډی دی، ولسشمر غني دغه هېواد ته هم له خلوص ډک سفرونه وکړل، څو دغه هېواد ته وښیي، چې دواړه ورور هېوادونه دي او هغه اغېر چې په افغانستان کې په وسله والو مخالفینو یې پاکستان لري او یا هغوی په یوه نه یو ډول د افغانستان په ځینو مسایلو کې لاس لري، دوی له دې څخه لاس واخلي او دوو مسلمانو او وروڼو ګاونډیانو په توګه یو او بل ته درناوی وکړي.

همداسې د نړۍ نورو اسلامي هېوادونو ته د ولسمشر غني او د حکومت نورو لوړپوړو چارواکو سفرونو څرګنده کړې ده، چې افغانستان له غربي نړۍ سره په اړیکو سربېره اسلامي هېوادونو سره اړیکو ته ارزښت ورکوي او په ډېر درنښت ورته ګوري.

په لومړي ځل سعودي عربستان په افغانستان کې جګړه وغندله او ځانمرګي بریدونه یې نه روا وبلل او دغه هېواد د افغانستان سره اړیکې ډیرې نږدې کړې، آن چې په نږدې ورځو کې د سعودي یوه چارواکي د افغانستان ملي امنیت شورا مشاور ته په یوه رسمي لیدنه کې ویلې وو، چې افغانستان یې د وجود د یوې سترګې خاصیت لري او که سترګه یې خوږ وي، وجود یې ترې دردیږي.

همداسې په نړۍ کې د بیطرفه ستر اسلامي هېواد اندونیزیا ولسمشر راتګ کابل ته دا څرګندوي، چې افغانستان له اسلامي نړۍ سره له پخوا نږدې شوی دی.

اندونیزیا د افغانستان مسلې د حل لپاره هم د همکارۍ ډاډ ورکړی. له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې د متحده عربي اماراتو د پام راوړل او د افغانستان په بیارغونه کې د هغوی د مرستې د پام وړ دي.

ولسمشر غني که څه هم په کورني سیاست کې کمی زیات او ستوونزې لري، خو په بهرني سیاست کې یې د غربي نړۍ سره د متقابلو لوړو اړیکو جوړولو او پاللو ترڅنګ اوس له اسلامي هېوادونو سره هم ډېرې د درناوي او ارزښت ډکې اړیکې لري او هغوی اوس افغانستان باندې باور پیدا شوی او د ښه راتلوونکي لپاره یې افغانستان ته د همکارۍ لاسونه راغځولې ډي.

اوس تر ټولو مهم دا دی، چې افغانستان په نړیوال پرستیج کې ښه خوا ته روان دی او دا هر څه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وخت شرایطو سره برابرې پالیسۍ ورځ تر بلې موږ له نړۍ سره د ښو اړیکو خوا ته روان یو. که د خدای مهرباني وه او په افغانستان کې د روانې غمیزې جنګ جګړو ټغر ټول شو او ولسمشر غني ستراتیژۍ عملي شي او تداوم ورکړل شي، نو لرې نه ده، چې افغانستان به په نږدې راتلوونکي کې د نړۍ مخ پر ودې هېوادونو قطار ته مزل کړی وي او یو وخت به له نړۍ سره سیال وي. په همدې هیله.