دحالا تو ښه کيدل همداسې وي !

(( نه پوهيږم چې مونږ به تر کومه اولا څومره ددغو اورونو په بټۍ کې سوځيږو ، خلک هسې وايي چې حالات ښه شوي ، اونور به هم ښه شي ، خو زه نه پو هيږم چې حالات څنګه ښه شوي دي ،مونږ خولا اوس هم دپخوا په څير دويرې او وحشت ډکې شپې تيروو،داخو دحالاتو ښه کيدل نه دي ،بلکې يوازې دخلکو په سترګو کې خاورې وراچول دي اوبس)).
صابر ددغو پورتنيو څو جملو وروسته دخپلو کليوالودناعلاجۍ او بې وسۍ کېسه داسې کوي :
کمردين زمونږکليوال اوګاونډى دى ، دوه پيغلې لوڼې يې درلودې چې له رنګه سپينې اومناسبه ښکلا يې لرله وله رواج سره سم دليرو او نږدې سيمو خلکو پرې جرګې مرکې کولې ،خو دنصيب اوتقدير خبره له چاسره به يې په يوه اوله چا سره په بل څه خبره ورانه شوه .يوه ورځ ديوې داسې سيمي خلک دکمردين کورته په جرګه راغلل چې په ژبه اوقوميت کې هم سره بيل وو،خو وخت پوره و دنصيب کرښه ليکل شوې وه ، په لومړۍ جرګه کې يې له کمردين سره جوړښت راغى او دمشرې لور هوکړه يې ورسره وکړه .
صابر وايي مونږ ته دانه وه معلومه چې دکمردين نوي خيښان په اخلاقي لحاظ څه ډول خلک دي ،خو دومره پوهيدو چې په عمومي ډول دهغې سيمي اوسيدونکي په اخلاقي لحاظ نيمګړتياوې لري ،نوې خپلوي وه تله راتله سره کيدل ، خو ډير ژر دکمردين دځينو ګاونډيانو شکايتونه پيل شول ،او دهغه له نويو خپلوانو يې سر ټکوه چې په ډيرې بې آدبۍ سره دکلي په کوڅو کې ګرځي راګرځي .
سالار او بهرام دوه ورونه چې دهغه تر ټولو نږدې ګاونډي ووپه دې کار ډير ځوريدل ، نور يې چې دصبر کاسه تر مورږو اوښتې وه . يوه ورځ يې دکمردين زوم ته وويل : ته دکمردين زوم يې موږ هم ستا قدر کوو زموږ خپل يې ، خو ګوره يوې خبرې ته دې پام وي چې داسې بې نزاکته تله راتله موږ نه شو زغملى ، داسې وکړه چې کله دې کلي ته راځې لږ په ادب او دګاونډيانو خيال ساته . صابر وايي : دکمردين زوم چې دخپلې سيمې ديو زورور او خپلسري غوندان دخپلوۍ اوکليوالۍ نشه يې په سر کې وه ، دسالار اوبهرام خبرې پرې ډېرې بدې ولګيدې او ددې وړو خبرو يې لوى جنګ جوړ کړ ،چې دنورو کليوالو په منځګړيتوب جنګ قرار شو ، خو دکمردين زوم لاهماغسې ګواښونه کول چې خلاصيدى رانه نه شئ ، زما سپکاوى مو کړى دابدل به درنه اخلم .
کمردين چې دخپل زوم دابې نزاکتي او بدمعاشي وليده ډير خپه شو او په خپلې خپلوۍ پوره پښيمانه و،خو اوس اوبه له ورخه تيرې وې ،له لاسه يې هيڅ هم نه کيدل ، نو له ناکامه چوپه خوله پاتې شو ، نورنو دکمردين خپلوان دکليوالو په ستر ګو ښه نه لګيدل ،خو دهغه زوم له پخوا نه هم ډير په پوره بې ادبۍ او بدمعاشۍ دکلي کوڅې ګزو ګام کولې او ددخپل خسر کور ته به راته . کليوالو ډير ځل په خپلو منځو کې ددغو خلکو دبنديز پر يکړې وکړې ، خو دقومندان صاحب له ډآره به يې خپلې پريکړې وځنډولې او چوپه خوله به پاتې شول .
لنډه داچې يوه ورځ جنج راغى او دکمردين لوريې په ګلپوش موټرکې کينوله ،چې په راغليوجنجيان کې دمسلحوکسانو يوه ډله هم تر سترګو کيده ،چې هره شيبه به يې دجنګ جوړولو له پاره پلمه جوړوله ،خو کليوال لاوړاندې په دې پو هيدلي وو ،نو ځکه يې په خوله لاس ايښى و، او ټولو په زړه کې دخير سوالونه کول .
جنجيان لاړل ناوې يې له ځان سره بوتله ، شپه تيره شوه ،لمر لا څړيکه نه وه وهلې چې دکلي مخ ته دوه ډاټسنې وسلوال راورسيدل او دسالار او بهرام په کور ورننوتل ، دسالار پيغله لور او دبهرام لس کلنه لور يې په موټر کې کښينولې ، سالار اوبهرام يې دکنداغونو په وهلو بې هوښه کړل ، دکلي مشرانواو سپين ږيرو که هرڅه سوال اوزارۍ ورته کوله ، دهغوى له خوابه دټوپکو په ګواښونوبدرګه کوله ، دواړه نجونې يې په زور له کلي بوتلې .
سبا دنږدې کليو مخور اوسپين ږيري چې کله په جرګه وراغلل ، له هغوى سره ډير سپک چلن وشو ، دسپين ږيرو دپو ښتنو په ځواب کې ورته وويل شول چې دغه دوه نجونې موځکه راوستې چې دسالار او بهرام زامنو له دغې نجلۍ سره پټه يارانه او ناوړه اړيکې لرلې .
صابر وايي : داهسې يوه بانه وه، ځکه دبهرام مشر زوى لاتراوسه ديوولسو کالو په عمر و، خو دادهغه جنګ بدل و، چې سالار اوبهرام دکمردين له زوم سره کړى و ، دى وايي اوس هم دسالار اوبهرام لوڼې په هغه کور کې دغم شپې سباکوي ، خو پوښتنه يې څوک نه شي کولاى . نو اوس تاسې ووايئ دحالاتوښه کيدل همدې ته وايي ؟!
سيدبديع الزمان(هاشمي)

 
S_baduzaman2000@yahoo.co
مبايل شميره ٠٧٠٧٠٣٠٠١٦