
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com
Ph.. 07o7o30016
زما اتل ،بلکې زمونږ دکورنۍ اتل زما مشر وروراستاد سيد محي الدين (هاشمي)دى . زه دننګرهار ولايت ، ښيوې ولسوالۍ دبډيالۍ وسيدونکى يم ، دنن نه نږدې اته ويشت کاله وړاندې زمو نږ په هيواد کې دجنګ جګړو ناخوالې روانې وي ، هيواد او هيواد وال مو دسرو لښکرو دباروتوپه لمبوکې سوځيدل ،مونږ په خپل کلي کې ديو شمير کليوالو سره يو ځاى هستو ګن وو، هغه مهال زه په شپږم ټولګي کې په زده کړه بوخت وم ، خو دناډاډمنو حالاتو له امله ما نه شو کولاى چې ښوونځي ته ولاړشم اوخپلې زده کړې سرته ورسوم . دامهال هاشمي صاحب په کابل پوهنتون دژبو او ادبياتو پو هنځي کې داستاذۍ په سپيڅلې دنده ب
وخت و، مونږ په کلي کې او دی دخپلې کورنۍ سره په کابل کې هستوګن و. څوځل يې زما پلار ته احوال راوليږه تر څو ما کابل ته وروليږي ، او خپلې نيمګړې زده کړې سرته ورسوم ، خو زما پلار او دکورنۍ نورو غړو نه غوښتل چې ما له ځانه بيل کړي .
دوه کاله وروسته حالات نور هم تر ينګلي شول او له امله يې مونږ هم نيم کوره شو، او دکورنۍ ځينې غړي مو پاکستان ، پيښور ته راکډه شول، خو زه لا دکورنۍ دڅو تنو غړو سره په کلي کې پاتې وم .
لنډه داچې په ١٣٦٤ لمريز کال دچنګاښ په مياشت کې استاد هم دسختو او ترينګلو حالاتو له امله خپله سپيڅلې دنده پريښوده او زمونږ دروان کاروان ملګرى شو ، پيښور متنوته( دخښتو هغه بټۍ ته وراغلو چيرته چې زما دوه ورونه او نور خپلوان اوسيدل) .
ما هلته دخښتو په بټۍ کې دنورو خپلوانو سره يوځاى دخښتو جوړونه پيل کړه او استاد څو ورځې وروسته دهيواد په نوم اونيزه کې دخطا طۍ چارې پر غاړه واخيستې ، مونږ ټولو به دومره څه پيدا کول چې دژوندانه ورځينۍ اړتياوې مو پرې پوره کيدې ، خو استا د زمونږ دکورنۍ ، خپلوانو او په ځانګړي ډول زما په حالاتو ډير ځوريده ، هغه نه غوښښتل چې زمونږ راتلونکى نسل دى نالوستى پاتې شي .
هماغه وه چې يوه ورځ يې زما پلار او ورونو ته وويل :(هغه پيسې چې په اوونۍ کې يې دى ګټې له دې وروسته به يې زه درکوم ، خودى پريدئ چې زده کړه وکړي ) څومره مهربانه ورور ، هغوى هم ورسره ومنله .
زه يې په لومړي ځل دعربي ژبې دزده کړې په يوه کورس کې چې دپيښور بر تاکال سره نږدې تنبوانو نومې ځاى کې يې موقعيت درلوده شامل کړم ، په دغه کورس کې يې ماله دموټر له کرايه سر بيره يو څه دجيب خرڅه هم راکوله ، په دې کورس کې مې يوڅه لږ و ډير زده کړل ، څلور مياشتې وروسته يې دعبدالله بن عباس په نوم ديني مدرسه کې په شپږم ټولګي کې شامل کړم . داستا د دهڅو نې له برکته ما وکولاى شول دوه کاله وروسته داتحا داسلامي عالي ليسه کې دنيمګړو زده کړو په ازموينه کې يوولسم ټولګي ته بريالى شم ، په دغه موده کې له نورو زده کړو ترڅنګ استاد ماله دخطا طۍ هنر هم رازده کړ ، چې دښوونځي له
زده کړو تر څنګ به مې دځينو ليکوالانو کتابونه او دځينو اخبارونو خطا طي به مې ديوې مناسبې اوجورې په بدل کې کوله ، اوس نو ما دومره څه پيداکولى شول چې هم دخپل جيب لګښت او هم دخپلې کورنۍ سره يو څه مرسته وکړم .
داچې استاد يوښه ليکوال او اديب و، زه به يې تل هڅولم چې ډير لوستل او ډير ليکل وکړم او دادهغه برکت دى چې مالږ ، ډير ليکل لوستل زده کړل ، اويو څه تعليمي نيمګړتياوې مې تر يوه حده پوره کړې . دوه کاله وروسته (١٣٧٠) لمريز کال زه ديادې ليسې ددولسم ټولګې فارغ شوم او په همدغه کال مې په دعوت او جها دپوهنتون کې دکانکور ازموينه ورکړه ،دنيکه مرغه دخپلې خوښې (دژبواو ابياتو پوهنځي ) ته بريالى شوم ، شپږ سمستره مې په همدغه پوهنتون کې زده کړه وکړه .همدامهال دپا کستان دولت له خوا ددغه پوهنتون دروازې دافغانانو پر مخ وتړل شوې ، پوهنتون لومړى ننګرهار اوبيا ديوه سمستر ورو
سته کابل ته انتقال شوموږ لا دوروستي سمستر درسونه نه وو پيل کړي چې په هيواد کې طالبان واک ته ورسيدل ، اودپوهنتون دروازې يوځل بيا دنا څرګند وخته دمحصلينو پر مخ وتړل شوې ، څو مياشتې وروسته دپوهنتون درروازې همداسې تړلې پاتې شوې ،خو محصلين يې کابل پوهنتون ته وليږل شول اوپه اړونده څانګو او ټولګيو کې يې دکا بل پوهنتون دمحصلينو سره يو ځاى زده کړې پيل کړې . او هماغه وه چې ما هم دنورو ټولګيوالو په څير دکابل پوهنتون دژبو او ادبياتو پوهنځي دفراغت سند تر لاسه کړ . چې داټول دهغه اتل برکت دى چې زه اوس يو څه ماتې ګوډې ليکنې اوشعرونه ليکم .
همداراز داستاد په هڅو زما يو بل ورور دهجرت په چاپيريال کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او دامهال دميوند شفاخانې دپلاستيک سرجراحي څانګه کې پر دنده بوخت دى ،سربيره پردې زما دوه نور کشران ورونه داستاد په هڅو يوه دپوليسو کاډمي ولوسته او اوس ديوه صاحب منصب په توګه دنده ترسره کوي ،او کشرى سيد زاهد دامهال دښوونځي زده کوونکى دى ، چې زمو نږ دټولو دزده کړې پر مهال دکورنۍ لګښت او هم زموږ دجيب لګښت داستاد پر خپله غاړه اخيستى و.
بايد ووايم چې استاد دخپل توان په انډول دنورو خپلوانو او دسيمې خلکو سره هم مرستې کړي دي. استاد يو داسې کتابتون هم لري چې نږدې شل زره ټوکه بيلابيل کتابونه پکې شته چې دښوونځي زده کوونکي ،محصلين اونور دکتاب مينه وال ترې ګټه اخلي ، خو داچې په هيواد کې دتيرو ناوړو انقلابي حالاتو له امله پر دې نه دى توانيدلى چې په خپله سيمه کې دکتاب مينه والو ته يو داسې کتا بتون جوړ کړي چې په هغې دزده کونکو اودکتاب مینه والو هرډول اسانتیاوې وربرابرې کړي،نوموړی په همدې هیله دژوند شپې ورځې تيروي .
اوس مهال استاد دافغانستان دعلومو اکاډمۍ کې دڅیړنوال په رتبه دنده ترسره کوي .
هغه زما اوزمونږ دکورنۍ اتل دى .