د حلیم سمندر ځان وژنې مخه ونه نیول شوه

ښايي دا لومړی او وروستی ونه اوسي. دلته #فکرونه ټول سره پاشل کېږي. د دردمن انسان لاس نه نیول کېږي.
 
که یو څوک په رواني ناروغیو مبتلا وي، نو زما پر څه چې مرسته ورسره وکړم. همدردي مو هېره کړې.
 
دلته همداسې دود شوی. ملګری په ملګرتیا کې سرسري چلند لري. تر هغو پورې چې د واقعي #انسانغوندې ملګرو ته لاس ور نه کړو، له هر ډول ستونزو یې ونه ژغورو نو دا به مو حال وي.
 
په دې #عصريوخت کې د ملګرتیا پېژندل تر هر څه مهمه خبره ده. 
 
حلیم سمندر په دې وروستیو کې پر خپل فسبوک له ژونده ګېلې کړې دي.
 
هغه هر وخت داسې خبرې لیکلې، چې نور ملګري به یې ور جلبول. حتی د خپل مرګ لپاره یې هم ځینې خبرې کړې وې، خو دلته معمول ده، که یو څوک هر څه فسبوک ته پورته کوي، یوازې په ماشالله او ښکلی دی په دې سره بدرګه کېږي.
 
د سمندر پر وړاندې یوه ځوان خپل دریځ سخت نه کړ او نه یې ورته ژوند ته ښه راغلاست ولیکل، ترڅو حلیم په هغو خپلو کارونو پښېمانه شوی وای.
 
هغه خپلو ملګرو ته له ژونده د ناراضۍ علت مینه، کورنۍ ستونزې او نور ټکي نه دي ښودلي خو یوازې یې ویل، چې هسې له ژونده په تنګ یم.
 
پر فسبوک یې ملګرو بېلابېل علتونه خپاره کړل. یوه لیکلي، چې سمندر موده وړاندې ټرافیکي پېښه کړې وه او په هغه کې ورته عصبي ستونزه پیدا شوې وه.
 
وايي، چې د مرګ په ورځ یې هم له ډاکټره ډير درمل اخیستې و.
 
زموږ غوندې په یوه ټولنه کې کوم چې فکرونه سره ډير ګډ وډ دي، له دې پرته ډير نور ځوانان لا اوس هم دغسې یوې موقع ته په انتظار دي.
 
تر هرڅه کورنۍ مینه، مهرباني، ملګرتیا او سمه روزنه د ځوانانو لپاره تر هر څه باید په لومړیتوبونو کې وه اوسي.