
د مارچ اتمه او د افغان مظلومو میرمنو نا خوالې
د مارچ اتمه نېټه هرکال د ښځې د نړیوالې ورځې په نامه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لمانځل کېږي او د ښځو لپاره د غونډو په جوړولو او همدا ډول د ډالیو په ورکولو سره یې یادونه کېږي.
د ښځو له نړیواله ورځې نه هر کال په داسې حال کې زمونږ په ټولنه کې هم لمانځنه کېږي چې دلته لا هم ډېرې ښځې له ګڼو ستونزو او نا خوالو سره مخ دي. آن دا چې له خپلو حقوقو څخه بې خبره دي او په همدې توګه هره ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ښځو د ځان وژنې په لس ګونه قضیې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له خوا خپرېږي چې دلیل یې د ښځو سره ناوړه چلند او تاوتریخوالی دی.
نو په داسې یوه ټولنه کې چې د تپل شوې کور ورانونکي جګړې تر څنګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پېښې هم هره ورځ را برسېره کېږي، اړینه ده چې حکومت او عام ولس د دې پرځای چې په سمبولیک ډول دا ورځ ولمانځي او په لویو ښارونو کې پدې نامه غونډې جوړې کړي او یوازې د دفترونو ښځینه کارکونکو ته ډالۍ ورکړي، باید د خوارو او مظلومو ښځو حقونو ته هم پاملرنه وکړي او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي روان ناورین ته د پای ټکی کېږدي.
د ښځو د نړیوالې ورځې د غوره لمانځلو لپاره تر ټولو لومړی ضرور ده چې په کلیو او بانډو کې د ښځو لپاره د تعلیم زمینه برابره شي، د ښځو او نجونو د ځورولو لړۍ ته د پای ټکی کېښودل شي، هغه ناوړه او د اسلام خلاف دودونه چې زمونږ په ټولنه کې شتون لري باید له منځه یوړل شي، او په همدې توګه د ښځې مقام ته چې په اړه یې په اسلامي ارشاداتو کې هم یادونه شوې درناوی عام کړل شي.
ښځه مور ده، ښځه خور ده، ښځه لور ده، ښځه مېرمن ده او بالآخره ښځه نیمه نړۍ ده چې د هر بریالي سړي تر شا د یوې بریالۍ ښځې هڅې او زحمتونه له ورایه ښکاري.
متأسفانه نن د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی لړۍ د هېواد په هغه لرې پرتو سیمو کې چې د قانون پلي کیدل پکې ګران ښکاري، پراخه ده او د حکومت له واکه په وتليو سیمو کې د ښځو ستونزې خورا ډېرې دي.
د ښځو سره تاوتریخوالی یوازې د نارینه وو له خوا هم نه ترسره کېږي، بلکې په ډېرو مواردو کې ښځې هم ددې سبب شوي چې د نورو ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي، لکه چې ګورو په دې وروستیو کې په ځینو سیمو کې دښځو له خوا دا شکایتونه زیات شوي دي چې ګواکې ځيني مخکښې ښځې نه غواړي چې نورې ښځې په حکومت او سیمه ییزو ادارو کې په دندو وګمارل شي چې دا مستحقو او اړو ښځو ته د دندو د سپارلو پروړاندې د خنډونو رامنځ ته کیدو سبب شوی.
نو که غواړو چې دلته او په جګړه ځپلي افغانستان کې د مارچ له اتمې نېټې یا د ښځو له نړیوالې ورځې څخه په سمه توګه لمانځنه وکړو په کار ده چې تر هرڅه د مخه باید افغان مېرمنو لپاره بنسټیز کارونه ترسره کړو، د تعلیم زمینه ورته برابره کړو، ښونیز مرکزونه ورته جوړ کړو او په کلیو او لیري پرتو سیمو کې د ښځینه وو لپاره کلیوال ښوونیز او روزنیز مرکزونه زیات کړو، د هغوی په وړاندې د روان تاوتریخوالي اصلي لاملونه پیدا کړو، ویې څېړو او د حل لاره ورته ولټوو، مېرمنو ته د خوشاله ژوند زمینه برابره کړو، له کونډو او بې وزله مېرمنو سره مرستې او لاسنیوی وکړو، بې سرپناوو ته سرپنا برابره کړو او داسې نور اړین کارونه چې د ښځو ستونزې هوارې کړای شي، ترسره کړو.
په همدې توګه په قضایي ارګانونو کې د ښځو ستونزې حل کړو، چا چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي، د قانون منګولو ته یې وسپارو او په ټولنه کې د عامه پوهاوي له لارې یو هر اړخیز کمپاین چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي ته په کې نه ویل شوي وي په لاره واچول شي چې دا به ترټوله غوره لمانځنه وي او د یوې ټولنې نیمه برخه به مو خوشاله کړي وي.
متأسفانه نن ځیني کړۍ په لوی لاس هڅه کوي تر څو افغان مېرمنې د نارینه وو په مقابل کې ودروي او داسې وښیې چې ګواکې نارینه د ښځو په وړاندې د رقیب یا آن دښمن رول لوبوي. په داسې حال کې چې ښځه او نارینه دواړه په کورنۍ او ټولنه کې همکار او ملګري دي او له کورنۍ نه نیولې تر ټولنې هر کار د ښځې او نارینه د ګډې همکارۍ او له یو بل سره د ملګرتیا له لارې ترسره کېږي، دا کسان چې ښځه او نارینه له یو بل سره په دښمنۍ اخته کوي په اصل کې د دواړو لوریو دښمنان دي او دواړو ته زیان.