پښتون چې واک ته ورسيږي نو بيا ملي شي، نو پايله يې يو رايه او تنهايي شي

پښتون چې واک ته ورسيږي نو بيا ملي شي، نو پايله يې يو رايه او تنهايي شي
شمس رحمانزی
 
په هېواد کې په ملي يووالي، ورورلۍ، د تعصب پر وړاندې نه، پرته له توپير او تبيض ژوند؛ اسلامي امر، انساني غوښتنه او افغاني هيله ده. مونږ ژوره عقيده لرو، چې په افغانستان مېشت ټول قومونه سره ورونه دي، د خداي پر وړاندې بل هېڅ توپير نه لري پرته له تقوا او په ورځني انساني ژوند کې بل هېڅ لوړوالی او ټېټوالی نه لري، پرته له ځانګړې وړتيا او استعداد څخه.

مخکې له دې چې خپلې ځانګړې موضوع ته راشم، غواړم تعصب او مينه سره توپير کړم. په طعبي ډول سره يو انسان سپين پوستکی او بل تور پوستکی پيدا شوی، يو پښتون او بل تاجک دي او داسې زرګونه نورې بېلګې. دا طعبي خبره ده، چې پښتون له خپلې ژبې، قوم، کلتور، تاريخ او سيمې سره مينه لري، همدا ډول تاجک، ازبک او هزاره له خپلو تړونو سره. دوی غواړي خپل هويت او قوميت ته چوپړ وکړي، حق يې وغواړي او د پرمختيا هڅې يې تر سره کړي، چې دا مينه او نېږدوالي بلل کيږي، نه تعصب. خو که يو څوګ خپل ځان، خپله ژبه اوقوم پر بلې چا، پر بلې ژبې او پر بل قوم لوړ بولي، له بل څخه نفرت کوي، په ټېټه او سپکه ورته وګوري او يو ډول حساسيت ورسره ښکاره کوي، نو دا بيا تعصب او تبيض دی.

ډېری پښتانه مشران به مو ليدلي وي، چې د ملي يووالي په نوم يې، خپله ژبه هيره کړي، خپل قوم يې ټېټ کړی او خپل ځان يې په خپله سپک کړی دی. پښتو او دري دواړه د هېواد ملي ژبې دي، دواړه په ميلېونه ويونکي لري او دواړه معتبرې دي. خو که يو کس خپل ژبه هيروي، په خپله ژبه ورته خبرې کول شرم ښکاري او په خپل کلتور او تاريخ شرميږي، نو دا بيا له تعصب څخه هم ورايخوا ډېره بده کړنه ده او د ځان په خپله سپکول دي.

موضوع به مشخصه کړم، له شف - شف څخه به يې شفتالو ته کړم. عبدالرب رسول سياف، عبدالرحيم ايوبي او په لسګونه نور کسان، اوس په يوې بڼې د هېواد په کچه خبرې کوي او د هېواد په کچه تر يو بريده څېرې شمېرل کيږي.

د دوی هغه کړنې چې له تعصب کرکه کوي، له نورو ورونو قومونو سره نېږدې پاتې کيږي، د ستاينې وړ کړنې دي، خو کله چې دوی د نورو د خوښۍ په موخه خپله ژبه او خپل اصليت تر پښو لاندې کوي او د نورو لپاره يې قرباني کوي، نو بيا نه په پښتون کې ورته ځای پاتې کيږي او نه هم په نورو قومونو کې. مشهور متل دی، غوښه چې د قصاب له لورې سپکه شي، نو بيا د هر چا پر وړاندې سپکه شي.

همدا ډول چې کله يو پښتون د بل د خوښۍ لپاره په خپلې ژبې، قوم او کلتور رېشخند پيل کړي ترڅو بل خوښ کړي، نو د قدر ځای يې په خپل قوم کې هم ورک شي او بل قوم هم ځکه پرې باور نه کوي، چې دغه خلک ورته د شهرت او واک ليواله ښکاري. د نورو قومونو خلک فکر کوي، چې هرکله دغه خلک خپل قوم او ژبې ته چې طعبي امر دی، ژمن او ليواله نه دي، نو څنګه به د دوی پر وړاندې وفاداري ولري.

عبدالرحيم ايوبي او ورته نور کسان په داسې سياسي او مدني کړنو لاس پورې کوي، چې هم مدنيت شرموي او هم سياست. د شهرت تږي د خپل شهرت او له هغې لارې د واک د اخېستلو په موخه داسې کړنې تر سره کوي، چې په هرې ډلې او ټپلې پسې ځان تړي او خپل لوړ ارزښتونه قرباني کوي.

شهرت منفي او مثبت دی. له منفي او بد شهرت دی خدای دوی نور وساتي، خو دوی په دې هم خوښ دي، چې په هر او هر څنګه نوم وي بې توپيره دی، خو چې د رسنيو د سر کرښې وي او د خلکو ترمنځ يې کړنې د بحث وړ شي.

دوي فکر نه کوي، چې د ملي يووالي په نوم سرې کرښې ماتوي، افراط کوي، د نفاق لامل کيږي او د پيغور وړ ګرځي. لنډه دا چې، هغه کسان چې د ملي يووالي په نوم ملي شي نو په کم وخت کې يې په برخه تنهايي شي او تر شا يې يوه رايه او يو ملاتړی پاتې شي، هغه هم څرګنده نه ده، چې دی په خپله دی او که کوم دويم څوګ دی.