
د سياف په وفادارۍ کې هېڅ شک نشته
شمس رحمانزی
د عبدالرب رسول سياف په اړه تاسو هم پوهيږي، چې په خټه پښتون د لغمان اوسيدونکی او اخوانی سخت دريځه کس دی. په دې هم بايد سترګې پټې نه کړوو چې سياف په مصر کې د اسلامي نړۍ له يو معتبر الأزهر پوهنتون څخه په اسلامي او شرعي علومو کې زده کړې تر سره کړې دي او په په دې برخه کې د وړتيا او استعداد څښتن دی.
د سياف په وجود کې داسې يو ګوهر شتون لري، چې د سياست دغه اصل، (په سياست کې تل پاتی دوست او دښمن نه وي) يې مات کړی دی. دا په دې مانا چې، سياف له هغې ورځې چې د سياست ډګر ته را دننه شوي دی او بيا تر نن ورځې پورې د افغانستان د نورو سياسي او جنګي مشرانو په پرتله تر ډېر وفاداره دی.
- سياف د خپلې کورنۍ د غړي حيفظ الله امين پر وړاندې ودرېد؛ خو احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني او د وخت جمعيت ګوند نورو غړو ته يې خپله وفاداري څرګنده کړه. سياف د پښتو، قوم، ژبې، هېواد، ولس او ټاټوبي پر وړاندې بې وفا او بې مينې شي، خو د مسعود، رباني، قسيم فهيم او نورو پر وړاندې يې وفاداري له شک څخه وتلې ده.
- سياف له کرزي سره هم وفاداره وو، خو سياف په کرزي کې بل څه نه وو لېدلي؛ کرزي ته احمدشاه مسعود ملي اتل، برهان الدين رباني رهبر او د سولې شهيد او قسيم فيهم ورته د افغانستان يوازينی مارشال وو، نو په همدې اساس چې کرزي له دوی سره مينه او وفاداري درلودله، سياف اړ وو، چې له کرزي سره هم وفاداره پاتې شي.
- سياف له ګلبدين حکمتيار سره جوړ نه دی. د سياف او حکميتار د تړنې ټکي ډېر دي. دواړه جهادي مشران دي، دواړه پښتانه دي او دواړه په سياسي لېدلوري کې اخوانيان دي. د دوی ترمنځ د ټکر يو ټکی شتون لري، حکمتيار له شورا نظار او شمالي ټوالې سره جوړ نه دی، نو ځکه که حکمتيار د جګړې په ډکر کې وي او يا هم په سياسي ميدان کې؛ د سياف به ورسره ورانه وي.
- سياف له طالبانو هم بد وړي. طالبان او سياف هم تر ډېره سره ورته والی لري. ډېری طالبان پښتانه دي او سياف هم پښتون دی، طالبان هم اسلامي اصولو ته پابند دي او سياف هم د شرعې، اسلام او عقيدې چيغې وهي. طالبانو له شورا نظار سره پنځه کاله سنګر په سنګر جګړه وکړه او د سياف کمپله يې هم له کابل ورټوله کړه. دا چې د سياف په وفادارۍ کې شک نشته نو ځکه له طالبان بد وړي، چې طالبان د شمالي ټلوالي، شورا نظار او اوسني جمعيت ګوند د سترګو اغزي دي او سياف د دوی په لار روان سړی دی.
- سياف د افغان کليمې په اړه هم چوپ دی. چوپ ځکه دی، چې که د نه منلو غږ يې پورته کړی نو بيا ورڅخه داسې پښتانه چې جمعيت ګوند ته وفادار دي خپه کيږي او که د منلو او لېکلو غږ يې پورته کړي، نو بيا يې د جمعيت ګوند سره په وفا کې شک راځي. نور غوره يې دا بللي چې په دې اړه چوپ پاتې شي.
- سياف له عبدالعلي مزاري سره هم ورانه وه. عبدالعلي مزاری او شورا نظار د کابل په کورنيو جګړو کې سره مرچل په مرچل وو، نو اړينه ده، چې څوګ د شورا نظار پر وړاندې وي د سياف به دښمن وي.
- سياف له ولسمشر غني سره هم يو ورځ خوښ او بله ورځ ترې ګيلامن وي. که ولسمشر داسې کار وکړي، چې د جمعيت ګوند زړه لاس ته راوړي نو سياف هم ورسره په څنګ کې ودريږي او ملاتړ يې کوي، خو خدای مه کړه، که ولسمشر د جمعيت ګوند، احمدشاه مسعود، برهان الدين رباني او مارشال قسيم فهيم د ارمانونو پر وړاندې چاره تر سره کړه، نو بيا د سياف خولې ته برابر شي او اړيکې یې سره په شرعي ډول خرابې شي.
لنډه دا چې، که ملي ګټې يې بولئ او يا هم شخصي، خو سياف دا هر څه د ځان په ګټه په شورا نظار، شمالي ټلواله او جمعيت ګوند کې خوندي کړي دي. په دې تېرو ۱۷ کالونو کې د جمعيت ګوند پر وړاندې د سياف مينه، ملاتړ او وفاداري له شک او ترديد وتلې خبره ده او که څوګ د شک په سترګه ورته ګوري، نو تېر وځي.