دخوشحال بابا دشعر پر زمكه
كه زه نــــــه واي تابه ځان ته دربلل څوك
په ارام زړه به دي ما غوندي ليدل څوك
زه يـــــــــواځــــــي درسره يـــــــم دزړه سره
درسره نــــــــه ده زما غوندي يوبل څوك
ستا په سترګو كي هيڅ نشته بس يو زه يم
وايه مانـــــه به نژدي وي درته خــــــپل څوك
دبڼو تر خـــــــــــوني غشو چـــــــــي درتيرشوم
اوس مغروريم لكـــــــــــه ونيسي كابل څوك
دا پښتون احساس مي مه مروړه په پښوكي
بيا پر تابـــــــه جـــــــــوړوي داسي غزل څوك
عـــــــــمري خو نن غــزل غزل غـــــــــــزل كړې
بيا پر تا به جـــــــــوړوي داسي غزل څوك
په درنښت
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
omari.afghan@hotmail.com
وروستي