
په ټوله نړۍ کې عرف دا دی چې د وخت حاکم که د دوھم ځل لپارہ ځان نوماندوي، د ولس اکثریت رایه ھماغه حاکم ترلاسه کوي۰
دا ځکه چې حکومتي مشران کولای شي، ولسونو ته په یو ډول نه یو ډول قناعت ورکړي۰ خو دلته په افغانستان کې دا ځل فرضیه د اصل قضیې برعکس ده. ځکه چې د ھېواد اوسني ولسمشر تېر ځل د خپلو پخوانیو کړنو پر بنسټ د ولسونو، سیاسیونو او بھرنیو زړونه ترلاسه کړي و، ولې ھغه څه چې پورتنیو قشرونو فکر کولو، غني د ھغې برخلاف اعمال ترسرہ کړل! د ھغه جدیت اوس تر پوښتنې لاندې دی، مدیریت یې تر پوښتنې لاندې دی، انسان پېژندنه کې داکتري لري، خو دلته ھم یوہ لویه سوالیه دہ، د فساد سرہ مبارزہ کې بریالی نه شو بلکه په ځینو برخو کې حتی ښکېل دی، د اقتصادي ودې په برخه کې د شھرت خاوند و، خو اوس دا برخه ھم ترې شړېدلې دہ؟ د کمپاینونو پر وخت یې چې کومې وعدې کولې د ھغې برخلاف اعمال یې ترسرہ کړل، یعنې افغانان له درواغو ډېرہ بدہ مني، خو بدبختانه چې داکتر غني په کراتو کراتو ولس ته درواغجن، مکار او فریبکارہ معرفي شو۰
حکومتوالي یې په نړیواله، سیمه ییزہ او کورنۍ کچه ناکامه تعریفیږي۰ مثالونه یې ډېر دي، خو اړین بولم چې یو څو یې وړاندې کړم۰ په دریو کالو کې کابینه تکمیل نه شوہ او دا دی تقریبا څلورو کالو کې د افغانستان پلازمینې ( کابل ) ښاروالي لا ھم د سرپرستانو لخوا ادارہ کېږي۰ د سیمه ییزو حکومتونو له لوري لا ھم فرامین او حکمونه نه منل کېږي؟ د غني ټول حکومت څو کسانو په انحصار کې اخیستي، چې حتی یوہ کورنۍ یې د نیم حکومت نیمه برخه پورہ کولای شي۰
په نړیواله کچه: روسیه د غني حکومت د امریکا یوہ نظامي ھډہ بولي، چین او ایران ھم د داعش پروژہ د امریکا جوړہ شوې سناریو او د ملي وحدت حکومت مشران یې د پلي کولو ممثلین بولي۰ پاکستان خو لا له پخوا تربور دی، ترکیه ھم د دوستم په مساله کې اوس د حکومت سرہ کومه حسنه اړیکه نه لري۰
د اروپایي اتحادیې په غوڅ اکثریت د ملي وحدت حکومت طرحه ناکامه بللې دہ!
ھند د پاکستان لپارہ مجبوراً د ښې اړیکې او ځینو تجویزاتو او مشورو غوښتونکی دی، امریکا د ملي وحدت له حکومته ناراضه دی، خو پر سیاسي مشرانو یې څو ځل د بدیل غږ کړیدی، ھان په دا وروستیو کې خو د قیادي شورا د جوړېدو یوہ ناکامه ھڅه ھم وکړہ۰ پورته دلایلو ته په لید سرہ، راتلونکي ټاکنې څنگه څېړلای شو!؟ په ټاکنو کې برخلیک د ولس په لاس کې وي، دا چې افغاني ټولنه سنتي دہ او ھر څه د خان او ملک پسې ور تړل کېږي، د رایو بانکونه ھم ھمدا شان تقسیم کولای شو۰
مثلا: پښتون په دریو سترو زونونو کې پروت قوم دی ( لوی ننگرھار، لوی کندھار او لویه پکتیا ) په دغو لویو سیمو کې د غني رایه یوازې په لویه پکتیا کې د حساب دہ او ھغه ھم تر شپېته سلنې او بس، په لوی ننگرھار کې کمه سلنه او په لوی کندھار کې شاید تر پنځه سلنې کمه محاسبه شي۰ د لویدیځې حوزې ھم کمه سلنه رایه ترلاسه کولای شي، خو د شمالي افغانستان رایه یې په نشت حساب دہ۰ که ھمدغه بانکونه پر اشخاصو ووېشو بیا ھم ھمدا حاصل ترلاسه کولای شو۰
دوستم په ازبیک قوم کې د رایې بانک، محقق په ھزارہ قوم کې، عطا محمد نور او ټول جمعیت په تاجک قوم کې، ظاھر قدیر، حضرت علي او نور په لوی ختیځ کې، اسماعیل خان او نور په لویدیځه حوزہ کې، پخوانی ولسمشر او ټیم یې په ټول افغانستان کې، قومندان رازق او ځیني نور په لوی کندھار کې۰
د بھرني ملاتړ نه شتون او د افغانستان سنتي ټولنې ته په لید سرہ د ولسمشر د کمپاین د وخت مشران، مبلغین او کمپاینران به څوک وي؟ ځکه دلته خو ولس ته قناعت ورکول ھم په کار دی۰
زما په نظر ھغه کسان چې نن د ولسمشر ترڅنگ ولاړ دي، دوی حتی په خپل کلي کې دویم پېژند نه لري، څنگه به وکولای شي، چې د افغانستان ټول ولس ته د خپلو تېرو کړنو اړوند سپیناوی وړاندې کړي او قناعت ورکړای شي.
د ژبې فصاحت او بلاغت، دودونو، عنعنو او رواجونو باندې پوھېدل، راشه درشه او داسې نور دوی کې څومرہ لیدلای شو!؟ زما په نظر د ولسمشر په ټول ټیم کې یو کس لږ تر لږہ اوبه خړولای شي، خو دا نور یې چې زہ گورم حتا په عادي کنفرانسونو کې په خپلو خولو کې ډوب وي، دا خو لا پرېږدہ، چې د ولس له پوښتنو سرہ داسې مخ شي چي:
دا څلور کاله چېرته واست، د نور ھېواد حالت خو پرېږدہ د کابل نه مو جنگي کلا د څه لپارہ جوړہ کړېدہ ؟ تاسو مونږ ساتۍ او که پر مونږ ځانونه؟
دا چې تاسو ته ھېواد دومرہ گران دی، خپل اولادونه مو ولې دلته زمونږ له ماشومانو سرہ ښوونځي ته نه ځي؟ ستاسو فرامین د ارگ له چاردیوالۍ بېرون نه تطبیق کېږي؟ ستاسو د دولت لوړ پوړو چارواکو مونږ ته بېناموسئ را واړولې خو تاسو؟
د ډیورنډ مامله مو څنگه وکړہ؟ د بندونو وعدې مو لا ھېرې نه دي؟ د یو میلیون کار په بدله کې مو ځوانان د ایران، ترکیې، یونان او ایټالیې ترمنځ پر لارو وحشي ځناورو او بحري نھنگانو وخوړل؟
د دسترخوان یوہ ډوډۍ مو دوہ نشوہ بلکه نیمه دہ، د افغانستان نیم ولس په نھارہ گېډہ ویدہ کېږي؟
زہ په ډاډ ویلی شم، دا او دېته ورته پوښتنو ځوابونه دوی سرہ نشته! پس غني د راتلونکو ټاکنو لپارہ ځان بریالی نه بولي، نو ځکه د ټاکنو ځنډېدو ھڅې کوي!
نن بیا د ولسي جرگې اتم خو دریم غیر قانوني کال پرانیسته کوي، اساسي قانون په ډېرې بې شرمۍ سرہ د ھغه لومړۍ ورځې تر پښو لاندې کوي او د واک غځولو لپارہ پر نوو حربو کار کوي!؟
دا چې که ټاکنې کېږي نور نوماندان به څوک او بریالی به یې کوم یو وي په بله لیکنه کې وړاندې کړم۰