نننی افغانستان چې د اسیا زړہ دی، د اسیا څلور لارې دہ او قیمتي ارزښت لري د سترو زبرځواکونو، سیمې او گاونډیو د نوبتي جنگ پر میدان بدل شوی او لکه د بزکشۍ خوسکی نیم بسمل پر میدان پروت دی. نر ھغه دی چې پورته یې کړي او میدان پرې وگټي، که څه ھم دا بزکشي نوې ندہ خو لوبغاړي ھر ځل یا نوي میدا ته راکوزېږي او یا ھم کله کله یو د قمچین په زور خوسکی د بل څخه واخلي، تر یو ځایه یې ورسوي تر ھغې چې د نورو پھلوانانو اسونه ور ورسېږي کله چې ور ورسېدل کټ مټ لکه د بزکشي لوبه گرمه شي ټېل را ټېل جوړ شي یو نیم پکې لږہ ماتې وخوري او خوسکی بل کس پورته کړي او ترڅو چې ھغه یې رسوي بیا نور اسونه پسې برید خښ کړي او ځان ور ورسوي!
لوبه ھمدارنگه دوام لري۰۰۰
تازہ اعلان شوې بزکشي بیخي تړلي او سر ناخلاصي اړخونه لري، له یوې خوا نوي پھلوانان میدان ته راکوزېږي او له بله پلوہ د پخوا په پرتله ھم میدان د افغانانو له لاسه وتی او ھم ملتپاله او ھېوادپاله افغانان ورته لاس تړلي او بې کسه شويدي.
ملتپاله او ھېوادپاله افغانان؟
ھغه افغانان چې ځانونه د ھېواد اصلي وارثین بولي، ھغوی ته چې تر ھر څه لومړی افغانستان او افغانان دي، دا ډله خلک په قصدي ډول د نظامدارۍ او دولتدارۍ له چوکاټ څخه بھر شول، ځیني د عمر پوخوالي له وجھې د استھلاک حالت کې دي او ځیني د ھېواد څخه فرار کولو ته مجبور شول ځینو یې بیا د وخت جبر او ظلم مجبور کړل، چې د نورو سرہ د جوال خوله ونیسي او د خپلې مبارزې او مجادلي پر شا شول، ھغه لوی اکثریت چې خاموش یې بللی شو ھغوی د لوبې نندارچیانو په توگه د سکوت حالت غورہ کړېدی.
جوالونه په بېلابېلو وختونو کې د جلا پروژو لپارہ په ځنگړو مھارتونو او نومونو راوړل شول، چې د پروژې له پایته رسېدو وروسته افغانان د وطن په تباھۍ پوہ شويدي او بیا ھغه وخت سر تندی وھي چې ما ولې ورسرہ د ھېواد کمزوري کولو او (کمونیزم، اسلامېزم، امپریالېزم ۰۰۰) په خاطر ھمکاري وکړہ؟
دا نو بیا داسې وخت وي چې ورخ اوبو لاھو کړی وي یوازې د دہ سیاسي لیډر د لوبې له اصلي حالته خبر وي لکه دا اوس چې ځیني خلقي، پرچمي، مجاھد او طالب پر خپلو مشرانو بد وایي لرې ندہ چې ننني لیډر نمایان د ولس په سباني ټولنیز عدالت کې ھمداسې محاکمه شي لکه تېر جنگیالي چې نن محاسبه کېږي.
بھرنیو خپل اجنټان، حلقه بگوش غلامان او پېرلي خلک مونږ ته داسې سپین چرگان را پېژندلي چې اصلا یې پېژندل گران شویدي، لکه لېوہ چې د پسه په پوستکي کې ښکار لپارہ امادہ کړې او ولس ھم د ھمدوی له لاسه دومرہ مجبور شوی چې نور پکې د حرکت لپارہ لا ساہ ندہ پاتې.
شاعر وایي:
فرق د قصاب او د شپانه پسونه کله کوي
چې شنه گیاہ یې لاس کې ویني په ھغه پسې ځي.
مونږ د بچو د مرگ له وېرې د بل ټوپک را اخیستی خپل ورور پرې وژنو ناخبرہ له دې چې زمونږ بچي د ورور له بچو یا مخکې او یا وروسته یتیمان وي، خو گټه یې د بل کاله ته روانه وي.
سوله، جمھوریت، امارت، دوحه او کابل ھغه نومونه دي چې په دې وروستو کې د تش په نامه افغاني رسنیو او افغانانو پر خولو ښکته پورته کېږي او بدبختانه چې د ھرې دغې لوی داعې راپورته کونکي ځانونه تر ټولو ښه افغانان معرفي کوي.
سوله:
ډېر خوږ نوم دی او ھیڅ داسې انسان به د نړۍ پر مخ ونه مومۍ چې بد یې ځیني راشي او د ھمدغې ښکلې نامې لاندې چې ھېڅوک یې مخالفت نه شي کولای د گران ھېواد افغانستان تباھۍ پلانونه ښه په درځ کې روان دي؛ د سولې خبرو سرہ سرہ جنگ لا پسې گرمېږي ( ھرہ ورځ د مخامخ جگړې قربانیان د دواړو لورو تر ۴۰۰ اوړي )، ھدفي وژنې اوج ته رسېدلي، ماینونه او ھوایي بمبارونه یې نور ھغه څه دي چې په پورته شمېرل شوو افغانانو د وژلو گراف لا پسې لوړوي.
افغانانو د اسلامي نصوصو ترڅنگ په خپل کلتور کې د روغې جوړې لپارہ خورا پراخ فورمونه لرل او لري، خو د ھغې ټولو سترگې پټېږي او نړیوال فورمونه رامخته کېږي؟
د اسلام مقدس دین په ارشاداتو خو عمل ھسې ھم نه کوو! افغاني جرگه، تیږہ، تړہ، مچلغه۰۰۰ مو ھم له سترگو غورځولي.
ولې؟
دا ځکه چې روانه کړې جگړہ مو پردۍ دہ، یوازې د سون توکي مونږ یو او د اوربلېدو ځای یې افغانستان دی، سرہ د دې چې اوس ټول افغانان په دې پوھېدلي، چې جنگ نه د کفر او اسلام دی او نه ھم بې دینه افغانان وجود لري، خو پردی ټوپک یې ځکه پر اوږہ ایښی دی چې وړیا پیسې، توربور نه غچ، ناپوھي ۰۰۰ او تقدیر یې بولو؟
روانه سوله نور څومرہ قربانۍ ته اړتیا لري؟
د بزکشۍ لوبه چې څو لسیزې وړاندې د تزاري شوروي (نننۍ روسیه) او امریکا متحدہ ایالتونو ترمنځ پیل شوېوہ د اسلام آباد پر مټو مخته وړل کېدہ د وخت په تېرېدو سرہ (ریاض او نورو عربو له تھران سرہ د شعیه او سني جگړہ دلته پیل کړہ؛ اسلام آباد او ډھلي د کشمیر جگړہ دلته پیل کړہ) نوي لوبغاړي د پخوانیو ھغو ترڅنگ ور زیات شول!
چین، اروپا او ځینو نورو لرې پرتو ھېوادونو ھم خپل آسان زین کړل او د بزکشۍ میدان کې را خوشې کړيدي؟
څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال د اتو چینایي داعشيانو خبر له رسنیو سرہ شریک کړ، خو بېرته یې پخپله رد کړ؟
کټ مټ لکه ننگرھار کې چې د یوہ لوړپوړي دولتي چارواکي په کور کې ملي امنیت داعیشيان ونیول او بیا بېرته خپله د امنیت ریاست اعلان وکړ چې مونږ سھوہ شوي یو او دېته ورته په سلھاو پیښې او لاسوندونه شته چې سړی یې یادونه کولای شي.
ھدف مې دا و چې روانه سوله داسې اوږدې پروژې ته ورته دہ لکه په افغانستان کې د سیاسي رژیمونو ادلون بدلون (لږ تر لږہ نیمه لسیزہ به نیسي) او په آخر کې به یې پایله ھم خدای ناخواسته زما په نظر نامطلوبه وي (طالبان به راشي خو سوله به سر وخوري او و به یې نه گورو).
جمھوریت او امارت؟
دا دوہ نومونه د روانې پروژې اوږدولو لپارہ خورا ښې بھانې دي، د جمھوریت غوښتونکي نه په جمھوریت باور لري او نه یې تر اوسه تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې نمایش ته وړاندې کړیدی، حتی دوی نه شي کولای چې په کابل کې د جمھوریت تمثیل خلکو ته وړاندې کړي.
روان دکتاتورشپ چې د جمھوریت دعوہ دارانو لخوا د خلکو په سر راج چلوي، خلک ترې تر دوہ سپېږمو را رسېدلي حتی خپله د حکومت دننه کوم کشمکشونه چې روان دي، د دې ښکارندویي کوي چې جمھوریت پکې سر خوړلی ( ملي شورا چې په جمھوري نظام کې د خاص صلاحیت، سلابت او ولس د حقیقي ارادې ښکارندویي کوي؛ اشخاص او افراد پکې د سیستماتیک انتخاباتي تقلب له لارې انتصاب شول، نو ځکه یې کارونه ھم د ولس له ارادې په تقابل کې د شخصي او ډله یېزو گټو پر محور راڅرخي، قضایه قوہ په جمھوري نظامونو کې بېل تعریف شوی فورم دی چې د خاصو صلاحیتونو او مسولیتونو درلودونکي دہ، خو مونږ یې په عمل کې وینو چې د اجرایه قوی د یوہ شاخص په توگه دندہ سرته رسوي.
ھمدارنگه اجرایه قوہ او په ځانگړې توگه د دغه قوی سیاسي بستونه د اساسي قانون ((قوانین خو په مجموعي ډول نه تطبیق کېږي په غیر له ھغو چې د دوی گټې خوندي کوي)) ټولو فرمایشاتو سرہ په مغایرت کې د سلیقې او ونډې پر بنسټ وېشل شوېدي، چې په عمل کې مونږ تاسو وینو، د نورو ھېوادونو تبعه د یوہ افغان په توگه را باندې منل کېږي او د ھغه ھم چې څه خوښه وي ھغسې کوي، معلوم الحال اشخاص او افراد سیستماتیک فساد کوي، د کرېډټ کارتونو لس فیصدہ په میلیاردونو افغانیو عواید نامعلوم لوري ته درومي او په سلھاو داسې څه شته، چې د جمھوریت تش په نامه بانیان یې د خپلو شخصي گټو قربانوي).
یعنې جمھوریت یوازې شعار دی، چې د دوی روانه دورہ یا پایته ورسېږي او یا ھم د را روان ھر سیستم چې وي یوہ مھمه مھرہ و اوسي او بسږ
امارت:
د اسلامي نظام تر ټولو جامع او ښکلی نظام دی، چې د یوہ امیر لخوا ادارہ کېږي، خلفای راشدینو او ورپسې ځینو نورو صحابه و په ھمدغه اسلامي نظام (خلافت او امارت) حکومتونه چلولي دي او په ھغه وخت کې ډېرہ ښه نتیجه ھم ورکړېوہ، خو اوسنۍ نړۍ ته په لید سرہ د اوس لپارہ ھغه خلافت، امارت او اسلامي نظام چې ھغوی مخته بېولی، تطبیق یې ناممکن شوی او دا مقاله به علما کرام ھم لولي د قیاس صبغې ته چې ځو ھغه د ھمدې لپارہ دہ چې علما حق لري ترڅو قیاس وکړي؛ مونږ د نن نه شل کاله وړاندې امارت ھم تجربه کړیدی، په ھغه نظام کې چې دوہ عمدہ ښېگڼې لرلې (د غلا او فساد څخه پکې خلاص و) ډېرې بدبختۍ مو ھم تجربه کړې، په غیر د سعودي عرب څخه بل ھیڅ چا په رسمیت نه پېژندو او اسلام آباد خو د طالبانو په وخت کې افغانستان خپله پنځمه سوبه بلله (د پاکستان په پارلمان کې افغانستان ته د پنځمې سوبې په توگه بودیجه ھم پاس شوہ ).
نو په یوویشتمه انټرنیټي پېړۍ کې، چې نړۍ د یوہ کلي څخه ھم کوچنۍ شوېدہ، یو غږ د نړۍ له یوہ گوټ څخه بل گوټ ته د څو سانیو په اندازہ وخت کې رسېږي، څنگه کېدلای شي چې د دغې نړۍ څخه بېرون شو او یوہ نوی نړۍ ځانته جوړہ کړو؟
ھمدغې پوښتنې ته د طالبانو مشرانو خپله ځواب ورکړی خو بدبختانه چې افغان وژنه لا ھم په جھاد کې حسابېږي؟
دوی د ھمدغه نړیوالو مراوداتو له مخې امریکې سرہ د قطر ھېواد په دوحه کې یو ښکارہ او دوہ پټ تړونونه لاسلیک کړل (د پټو اسنادو لا ھم درک ندی معلوم چې څه سرہ ویل شویدي).
دا تړونونه د دې څرگندویې کوي چې طالبان نړیوال کېږي او ھغه اسلامي نظام چې د صحابه و په وختونو کې و دوی ترې راگرځېدلي دي او کومه معما چې دوی د دوحې په خبرو کې د امارت یا اسلامي نظام وړاندې کوي د وخت ضایع کېدو په مانا دہ۰
دوحه ولې د کابل تصامیم نیسي؟
دا ھغه پوښتنه دہ چې زما په څېر ډیری افغانان ورسرہ ځان مخامخ کوي او بلا پوښتنې ځانته مخته ږدي، ترڅو یوې پایلې ته ورسېږي؛ ھغه ھمدغه ځای دی چې باید افغانان ھوښیار شي، بېدار شي، د غفلت له خوبه راپورته شي او د ملي قیام په توگه چې د انگرېزانو ماتې لپارہ سرہ یو بل ته لاسونه ورکړل ھماغه شان اتفاق وکړي او ټولو بھرنیو اجنټانو، حلقه بگوش غلامانو او لاسپوڅو تش په نامه افغانانو ته پر خوله ټینگ سوک ورپورې کړي او خپل تصمیم په خپل لاس کې ونیسي، نور پرې نږدي چې د امریکایانو، عربو، ایرانیانو، روسانو او پنجابیانو آسان تر دې لا نور ھم څرب شي او د گران ھېواد کانونه، اوبه، ښکلې جغرافیه د ځان په گټه وکاروي، دا جنتي ځمکه د دوی د وسلو له لابراتوار څخه وژغوري او په دې دنیا جنتي سپین زړي او د غرورہ ډک انسانان د دوی د وحشي حوس او نفسیاتي غوښتنو قرباني شي، اجازہ ور نه کړي چې ښکلې ښاپېرۍ افغانې ملالې خویندې میندې مو بیا د دوی په پښو کې ورغړي او دوی ټولو ته سرہ د داخلي دښمنانو ځواب ورکړي.
د افغانستان دښمنان د کابل صلابت، شوکت، برم او دبدبه له پښو غورځوي دوی تل کوښښ کوي چې افغانان پر ځان د اتکا پر ځای پر نورو تکیه ووھي او لکه دا څو خرڅ شوي تش په نامه مشران تل دوی ته په تمه اوسو.
د عربي شیخانو، ایراني اخندانو، امریکایي فیوډالانو، پنجابي میرڅمنو، ترکي عثمانیانو، روسي او چینایي سیکولرانو ځان خلاصوو باید بیخي ډېر ھوښیار ووسو او که نن دا ھوښیاري ونه کړو شته په نامه رھبرانو ته دا ھر څه ور پرېږدو لکه ور پرېښي مو چې دی، دا ځل به د بزکشۍ دغه میدان (افغانستان) د حسیني کربلا تېر تاریخ له دنیا والو ھېر کړي، را روانې اژدھاوې د نویو زروي، ھایدروجني او بلا نورو وسلو سرہ د نیم بسمل خوسکي پورته کولو په نیت پر خپلو اسپونو سپارہ دي او د زغرو جامې پر تن کوي.
دوی حکومت او طالب داوړو ته لاس غځولی له یوې خوا حکومت ته د بېدارہ کېدو او له بلې خوا طالب ته د فاتحانه راتگ وعدې ورکوي او د انگرېزانو ھغه متل په عمل کې پیادہ کوي چې (اوبه خړې کړہ او ماھیان ونیسه) ولې د دواړو غاړو مشران چې زمونږ حقیقي مشران نه دي دغه لوبه په خورا اشتیاق سرہ پرمخ وړي، دا ځکه چې د روان ناورین قربانیان یوازې مونږ افغانان یو د دواړو غاړو مشرانو حتا یوہ ھم نه کور او نه ماشومان په افغانستان کې ژوند کوي.
و ما علینا اللبلاغ
وروستي