د اسلام آباد او تھران نوی لوبه

د افغانستان سترہ بدبختي او غمیزہ کانونه، اوبه او د گران ھېواد ستراتیژیک موقعیت دی ( خپل ښایست ورته بلا دی ) چې نه یې نړ‎یوال زغملای شي او نه ھم د سیمي ځیني ھېوادونه په ځانگړ‎ي ډول گاونډیان! خو خدای ورته لېوان د انسانانو په پوستکي کې ورکړ‎یدي.

افغانستان د امیر غازي امان الله خان په وخت کې لا د ریل پټلۍ لرله، مونږ‎ د والا حضرت محمد ظاھر شاہ په وخت کې نیمروز کې د ریل پټلۍ تېروله چې ایران لا په تھران کې دا امکانات نه لرل، پنجاب خو لا اصلا پیدا شوی نه و، چې افغانستان کانالونه، لوی لارې، ریل پټلۍ او نړ‎یوالې اړ‎یکې پاللې، خو د بدہ بخته چې له یوې خوا مو مشران د نورو په لومو کې بند پاتې شول او له بلې خوا گاونډیو د افغانستان ورانولو ته گونډہ ووھله او یوازې د خپل گاونډي پر وھلو او ځپلو یې منگولې خښې کړ‎ې.

انگرېزانو خو ھان د والا حضرت امیر امان الله خان په وخت کې حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) په کرایه واخیست او د وخت مترقي خواہ غازي امیر حکومت یې پرې ړ‎نگ کړ‎؟

که څه ھم چې افغان ولسونو وخت پر وخت د جواسیسو، ظالمانو، پردیپالو او پردیو پر وړ‎اندې کارنامې کړ‎یدي، خو ھر کله چې ھېواد دېته امادہ شوی چې د پرمختگ پر لور گام پورته کړ‎ي د پردیو په ځانگړ‎ي ډول ھمدغه دوہ گاونډیانو له لوري یې مخته خنډونه جوړ‎ شوي او یو پر بل پسې را نسکور کړ‎یدي، په دې برخه کې د روسانو لاسوھنه ھم په ھیڅ ډول د بخښلو او ھېرولو نه دہ.

تېر څلوېښت کلن ژوندی تاریخ خو د ھر افغان په یاد دی چې دواړ‎ہ گاونډیو، لرې او نږ‎دې پرتو نورو ھېوادونو پر گران ھېواد ھرہ نادوده وکړ‎ہ.

او بدبختي دا دہ چې افغانان د دښمن په دا دومرہ چل، فریب او نیرنگ ھیڅ سر نه خلاصوي؟

یو مار دی چې د ھماغې یوې سوړ‎ې بیا بیا خوري او دغه کار په بار بار تکرارېږ‎ي۰
د گران ھېواد دښمنانو د اسلام له مبارک دین څخه وسیله جوړ‎ہ کړ‎ېدہ، تېکی یې خپلو حلقه بگوش افغانانو ته په لاس ورکړ‎ی او تیغ یې د ھېواد پر اصیلو، ملتپالو، وطنپالو او حقیقي مسلمانانو ورسم کړ‎يدی او پر ھمدغه وسیله مو کابو یوہ سلیزہ کېږ‎ي چې وژني.

آخر تر کومه۰۰۰؟
نوی لوبه چې پنجاب پکې تقریبا بریالی بریښي او تازہ په تازہ ایران ھم دغه منجلاب ته د کوزېدو لپارہ د بوټونو مزي ټینگوي، په افغان سوله کې د جنگ، جگړ‎ې لپارہ خلی وھي؟

دوی غله ته وایي غلا وکړ‎ہ او د کور خاوند ته وایي بېدارہ اوسه، له یوې خوا افغان حکومت ته تازہ په تازہ د وسلو اخیستو لپارہ مرستې ورکوي او بلې خوا د نظام وسله والو مخالفینو ته د کرښې ھاغاړ‎ہ، تجھیزات برابروي، تمویلوي او په ښکارہ او پټه یې ھر اړ‎خیز ملاتړ‎ کوي؟

دوی له افغان حکومت څخه د احسان نه ډکو خبرو، چې زرہ عمل پکې نه برېښي باج اخلي، په ھېواد دننه ځیني اشخاص او افراد په مالي لحاظ مشبوع کوي او جگړ‎ہ مار خو ھسې ھم ساتي، چې په بدل کې ایران د ھېرمند (ھلمند سیند) اوبو ته ځان غلی کړ‎ی او پنجاب د ډیورنډ رسمیت پېژندلو ته؟؟؟

پنجاب ځکه لوبه کې بریالی ښکاري چې دوی پر ډیورنډ ازغن سیم وځغلاوہ، اته دروازې جوړ‎ې کړ‎ې په زرھاو چوڼۍ او په سلگونو غټې جنگي کلاوې ډیورنډ ته څېرمه جوړ‎ې کړ‎ې، د فاټا، ایجنسیو قبایلي سیمې د پوځ په واک کې واخیستې، ۱۲ واړ‎ہ او لوی بازارونوه جوړ‎وي او تقریبا څلور مھم سندونه یې د شته حکومت پر مشرتابه لاسلیک کړ‎ل، له بدہ بخته چې په ھغې کې د ډیورنډ پر سر ځیني توافقات، بلوڅ ازادي غوښتونکو، د تحریک طالبان پاکستان مشرانو شھیدانول او د افغانانو قاتلین له بند خونو ازادول شامل دي.

ایران چې د فرھنگي یرغل ترڅنگ نظامي ھڅې کولې او د وخت حکومتي مشران یې د تورو او سپینو کڅوړ‎و په بدل کې اخیستل؛ اوس ښکارہ او په بې شرمانه توگه د خپلو لاسوھنو او په ھېواد دننه لاسپوڅو له ھمکاریو پردہ پورته کوي.

جواد ظریف څو ورځې وړ‎اندې په افغانستان کې د یوہ خصوصي تلویزیون سرہ په مرکه کې د ایران څو بعدي رول دومرہ په مھارت سرہ تشریح کړ‎ چې یوازې سرخلاصي خلک یې درک کولای شي، ھغه نه د فاطمیون له جوړ‎ولو انکار کاوہ، نه یې د ایراني پوځي چارواکو لکه قاسم سلیماني له لاس وھنو انکار کاوہ، نه یې د طالب مشرانو له تماسونو انکار کاوہ او نه یې ھم د شمال ټلوالې سرہ له ھمکاریو انکار کاوہ بلکه په ډېرہ سپین سترگۍ یې د خپلو دغه بې شرمانه کړ‎نو څخه دفاع ھم کوله.

د ایران او پاکستان (پنجاب) اوسنۍ لوبه یو اړ‎خیزہ ندہ بلکه په څو اړ‎خونو کې د میدان توپ لوبوي، پنجاب د طالب ترڅنگ بھرنیو جنگیالو ساتلو، تجھیزولو، تمویلولو او جنگولو ترڅنگ افغان حکومت سرہ ھم سخاوتمندانه مرستې کوي او په دې کار سرہ افغانانو او نړ‎یوالو ته ښایي چې مونږ‎ د افغانستان د ثبات لپارہ کار کوو، په ھمدې ډول ایران ھم در واخله.

که ټوله لیکنه په څو ټکو کې تشریح او ستاسو درنو زھن ته په خلاصه ډول وړ‎اندې کړ‎م، کولای شم چې ووایم:
((که افغانستان یوې ونې ته تشبیه کړ‎و، پنجاب (پاکستان) یې ښاخونه پرې کوي او ایران یې رگونو پسې تبر را اخیستی او د بېخه یې اوباسي ))

پس ملتپاله، ھېوادپاله او ھغه افغانان چې پر وطن او دغه ځورېدلي ولس یې زړ‎ہ خوږ‎ېږ‎ي، ځان د خاورې اصیل وارثین او بچي بولي په کار دي چې، یووالی وکړ‎ي، ھوښیار شي او د ھېواد پر وړ‎اندې د را روان بد ناورین پر وړ‎اندې ھرې راتلونکي بدبختۍ ته پورہ تیاری ونیسي د فرصتونو گټه پورته کړ‎ي او د ھېواد دغه ډوبېدونکي کښتۍ سمه سلامته تر ساحله ورسوي.