
د کیسه ډآیجیسټ مجلې اتمه ګڼه مې راواخیسته له ځانه سره مې وویل راشه دا مجله ولوله د یوه نه بلکې د څو لیکوالانو فکر به مطالعه کړې، په مجله کې د څو لیکوالانو کیسې خپرې شوې وې؛ نو د مجلې د مطالعې پر مهال له یوې کیسې سره مخامخ شوم، چې د یوه مسلیم او غیر مسلیم په مهربانې باندې لیکل شوې وه، هلته لیکوال کوښښ کړی و، چې په غیر مستقیم ډول سره غیر مسلیم مهربانه او مسلیم یو په زړه سخت انسان معرفي کړي یعنې خپلو لوستونکو ته وښایي چې مسلمانان څومره په زړه سخت دي.
نه یوازې دا بل ځای مې یوه بله د لنډو کیسو ټولګه لوسته هلته بیا لیکوال دا کوښښ کړی و، چې خپلو لوستونکو ته د طالبانو او د هغه وخت د مجاهدینو په ضد د کمونیستي ریژیم پلوې مفکوره وړاندې کړي، د نوموړي لیکوال د کیسو ټولګه مې کله چې ولوسته، له ورایه په کې ښکارېده چې لکیوال یې دې یوه خیرن مغز خاوند دی، نه غواړي چې ددې ټولنې وګړي د ارام ساه واخلئ، بلکې د یوه او بل په ضد یې راپورته کول ده دلته هم له لنډې کیسې څخه د خپلو مغریزو اهدافو لپاره کار اخیست.
یوه لیکنه د انسان د بشپړ بدلون سبب ګرځي دا په هغه صورت کې چې لیکوال خپل مسؤلیت په سمه توګه سره ادا کړي وي، په هغه ناخوالو باندې لیکنې وکړي کوم چې د یوې جامعې وګړي تر پرې پورې ترې راغلي وي او یا هم په هغه مثبتو اړخونو باندې لیکنې وکړي چې په یوه لوستونکی کې له لوستلو وروسته بشپړ بدلون رامنځته شي.
په افغان ادبي بهیر کې وم، ملګري مې کیسه راته کوله، نه پوهېږم ، ریښتیا به وه، که به په شفاهي ډول له یو نه بل ته له بل نه بل ته دې اوازې په شکل خپره شوې وه، ددغه ډول خبرو ثبوت هم سخت وي، سړی قضاوت نشي کړی، چې ایا دغه ډول پېښه به تېره شوې وي یانه؛ خو ملګري مې کیسه داسې راته پیل کړه چې په غزني ولایت کې یوه نجلۍ او هلک په یو بل باندې مین شوي و، کله یې چې نجلۍ بل چاته ورکړه، د هلک وضعیت ډېر خراب و، غوښتل یې ځانه وژنه وکړي، نو په دې وخت کې د هلک په یوه کتاب باندې سترګې لګېږي، د کتاب پانې اړولي له منځ څخه یې یوه کیسه ولولي، کومه کیسه چې یاد ځوان لولي، په هغې کې هم ده ته ورته د کیسې اصلي کرکټر له ستونزو سره مخامخ شوی دی؛ خو په اخر کې لیکوال کیسه د لوستونکي د طمعې خلاف ختمه کړې ده، هلک له ځانه سره یوه شېبه فکر کوي له خپل نیول شوي تصمیم څخه تېرېږي؛ نو په دغه ډول لیکنو سره لیکوال کولی شي د ډېرو لوستونکو په پلانونو یا تصمیمونو کې تغیر راولي.
په دغسې حالت کې خو بدون له دې هم سړی د خپل ځان کنټرول نه لري بختور به هغه وي، چې د غوسې او خفګان په حالت کې خپل ځان کنټرولولی شي، که یې کنټرول نه کړي په یادو دوو حالتونو وروسته به سخته پښېماني څرګنده کړي، چې هېڅ فایده به نه لري.
زموږ په ټولنه کې خو مینه کول بدون له دې هم جرم ګڼل کېږي کله چې کومه نجلۍ له هلک سره په دې تور باندې وپېژندل شوه چې هلک په نجلۍ یا نجلۍ په هلک باندې مینه/مین ده/دی بس نوم یې مرګ دی یا د مرګ تر ورځې پورې دې/ده او کورنۍ ته یې پېغور ورکول کېږي، په داسې حال کې، چې د اسلام مبارک دین هم هېڅ ډول ددې ممانیعت نه کوي، چې هلک او نجلۍ دې له یو بل سره مینه ونه کړي بلکې دواړه اخیتار لري چې په خپله خوښه کوژده او واده وکړي، دا چې زموږ ټولنه په رواجونو کې بنده راغلې ده، د دین په ځای لومړیتوب دود او کلتور ته ورکوي، هغه د خلکو په ناپوهۍ باندې دلالت کوي.
نو هر لیکوال ته لازمه ده چې یو ښه فکر خپلو مخاطبینو ته وړاندې کړي په داسې حال کې چې د ټولنې ټول اړخونو سره باید هېڅ ټکر ونه لري، د ټولنې ټول ارزښتونه باید په نظر کې ونیول شي کنه نو دا ډول کیسې به د لوستونکو له کلک غبرګون سره مخامخ شوې وي.
بل دا چې مخاطب پېژندل په لیکنه کې ډېر مهم دي زموږ په تولنه کې کوم لیکوالان چې لیکنې کوي باید اسلامي او افغاني ارزښتونو ته زیات پاملرنه وکړي، دا مډرینتوب نه دی چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دین او خپل فرهنګ باندې نیوکې او ملنډې ووهو او بیا دې ووایو چې دادي زموږ لیکنې له نړیوالو اصوالو سره برابرې شوې.
له فکري اړخه په هره ټولنه کې دوه ډوله لیکوالان دي:
لومړی: هغه ډله لیکوالان دی چې چې دخپل ټولنې د رغښت، اصلاح او سمون لپاره په زغرده مبارزه کوي نه غواړي چې خپلو لوستونکو ته ذهني نا ارامتیا او روحي ستړیا ورکړي بلکې تل داسې فکر ورسره وي چې په هره لیکنې سره یې لوستونکی باطني ارامتیا احساس کړي.
دویمه: ډله هغه دي چې ماغزه یې خیرن د غلامي توک یې په غاړه کې پروت وي داسې لیکنې کوي چې د یوې ټولنې د وګړو د فکري نا ارامتیا سره بېره د بې لارۍ سبب ګرځي.