د کب نهمه د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ

د کب نهمه چې د فبرورۍ میاشتې له اته ویشتمې نیټې سره سمون خوري، له څو کلونو را پدېخواه په هېواد کې د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د ورځې په نامه د افغان حکومت او سیاسي کړیو له خوا د یو لړ مراسمو او ستاینغونډو‌‌‌‌‌ په جوړولو سره چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکونو د اتلولیو او قربانیو ستاینه کېږي لمانځل کېږي.

په دې ورځ نه یوازې حکومتي چارواکي د سرتیرو د سرښندنو ستاینه او هڅونه کوي، بلکې د عام ولس له لوري یې هم تود هرکلی کېږي.

خو دا هم باید په پام کې ولرو چې په هېواد کې د سرتیرو ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې هره ورځ د هېواد په ګڼو سیمو کې د نا امنیو او پر هېواد د تپل شوې پردۍ جګړې له امله، زمونږ د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لسګونه سرتېرې خپل ژوند له لاسه ورکوي او په شهادت رسېږي او ځیني یې د سختو ټپونو له امله د دایمي معیوبیت لوري ته ځي او خپلې کورنۍ او اولادونو ته د نفقې برابرولو توان له لاسه ورکوي.

دا یوازې د سرتېرو او ملي ځواکونو د شهادت او معیوبیت موضوع او ستونزه هم نده، د جګړې په ډګر کې د ګیر پاتې سرتېرو ژوند، د هغوی د وسلو او مهماتو ستونزه، د هغوی د اکمالاتو بڼه او هغه ستونزې، نا خوالې او فساد چې پدې ترڅ کې روان دی، دا ټول د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځلو پر مهال باید په پام کې ونیول شي.

د امنیتي ځواکونو قربانیو او سرښندنو ته په کتو سره حکومت باید د دوی کورنیو او ماشومانو د راتلونکي د خوندي توب په تړاو بنسټیز ګامونه واخلي ترڅو سر تېري وکولای شي په مثبته روحیه او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه زړه له دښمن سره مخ شي، پر دې سر بېره ځیني نور عمده کارونه چې د چارواکو دنده ده، لکه د سرتېرو امتیازاتو کې زیاتوالی، د هغوی د ماشومانو راتلونکي لپاره بسټیزې کړنې او هغه نور مسایل چې د دوی په ژوند مثبت اغېز درلودای شي، دا ټول هغه مسایل دي چې باید ورته پاملرنه وشي.

متأسفانه د افغان وسله وال پوځ د مرګ ژوبله په داسې حال کې ورځ تربلې په ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو ده چې په دې وروستیو کې د څېړونو له مخې د امنیتي ارګانونو په تدارکاتي برخو کې اداري فساد خپل اوج ته رسېدلی چې ‌‌‌‌‌‌ډېری وخت د دښمن بریالیتوب زمونږ د ځواکونو ته د تجهیزاتو او مهماتو په وخت نه رسېدو له امله ترلاسه کوي او افغان امنیتي ځواکونه له همدې امله له ماتې سره مخامخ دي.

د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې یوازې همدا څو میاشتې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې څارګرې ادارې (سیګار) او د هغې سر مفتش جان ساپکو د یو لړ پلټنو شرمونکي پایلې خپرې کړې چې په ترڅ کې یې ویل شوي وو چې د جګړې په ډګر د قرباني شویو سرتېرو له کونډو څخه د هغوی د مړو خاوندانو د تقاعدي معاش د ورکړې په بدل کې د جنسي اړیکې غوښتنه شوې ده.

که څه هم دولتي چارواکو او د دفاع وزارت پدې اړه انکار وکړ او دا ډول راپور یې غیر قانوني وښود، خو هغه متل دی چې شمال نه وي، پاڼې په خپل سر نه خوځېږي.

لنډه یې دا چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ورځ یا د کب نهمې نیټې لمانځل، په ښاري سیمو کې د یوې غونډې په جوړولو، سرتېرو ته د یوې ګیډۍ ګلانو او مبارکۍ په ویلو نشو پای ته رسولای او نه پدې سره د هغه سرتېرو او ځواکونو د هغې بې ساره قربانۍ قدر په ځای کولای شو چې د تپل شوې پردۍ جګړې په سنګر کې یې خپله سینه د دښمن ګولیو ته سپر کړې ده، بلکې حکومت ته لازمه ده ترڅو د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې شته ستونزې حل کړي، هغوی ته د جګړې پر مهال، په وخت مهمات ورسوي‌‌، امتیازاتو کې یې زیاتوالی راولي، کلک ملاتړ یې وکړي، د هغوی د تدارکاتو په بهیر کې د شته فساد مخه ونسیي او یو لړ داسې اړین ګامونه اوچت کړي چې د امنیتی ځواکونو روحیه قوي کړي او هغوی د سنګر او جبهې له شانه په ډاډه زړه، د دښمن د توطیو مخه ونیسي.