
الحمدُ لله الحمدُ لله الحمدُلله خوشحال یم چې یوځل بیا دخوښيوو دروازي پرانیزو، یوځل بیا دښوونځیوو دروازو ته ځو او دخپلو ماشومانو راتلونکې ته سرچینه ټاکو، دالله حمد اوثنا ده چې مونږ ته یې داسي ستر نعمت راپه برخه کړي، چې دهغه په واسطه ځان نړۍ اودخالق لایزال صفتونه پیژنو، همدغه نعمت دلیک اولوست زده کړه ده، لیک اولوست الله په هرمؤمن مسلمان نر اوښځه فرض کړي ده، او دماشومانو لیک اولوست زده کړه یې په والدینو او دکورنې په بل هر مشر واجب کړي ده ، باید همدغه سترخدمت ته دالله جل جلاله په وړاندي ښه په دقت غور اوتمرکز سره وږي ورکړو، هغه ورځ چې مونږ ټول ورته ارمانجن وو همدا ورځ ده، چې خپل ماشومان تر لاس راونیسو اودتعلیم په زیور یې وپوښو، که ستاسو یاد یې! زمونږ په هر مجلس کې به دغي ورځي ته لویانو اوکشرانو ارمانونه کول، او دبېسوادي له رنځ څخه به مو سرنه ټکول، نن دغه ورځ راغلي چې دبېسوادې رنځ ته به دپاې ټکي ږدو، هغه انسان ته هوښیار اودانا ویل کیږي چې له ترخو وختو څخه زده کړه وکړي اوپه اینده کې له هغو تجربو څخه ګټه پورته کړي، مونږټولو دبېسوادي غم لیدلي اوښایې دامو ښه تجربه هم وی، نو راشئ نن وخت مو دټولو ارمانونو دپوره کیدا وخت دي، زمونږ ډېر وروڼه ځان په دی تير باسي چې زما خپله لیک اولوست نه ده زده څه راڅخه کم شول، ولئ دا دلیل یو بې بنسټه اوغیرمعقول دلیل دی چې په لوي لاس ځان سمندر ته غورځول دی.
اې زما ګرانو مشرانو او استادانو ! دماشومانو، او نوي نسل اصلاح او سمېدل تر ټولو لویه ذخیره او ګټه ده، که مونږفکر وکړو زمونږټولنه له ډېرو ناخوالو څخه ډکه ده، همدغه لارښوونه او روزنه د ټولنې د غوره والي او لوړوالي وسیله ده، ماشومان او نوي ځوانان لږ تجربه لري، ادراک، پوهه، فکر او عقل یې کمزوری وي، ژر د بل چا تر تاثیر لاندي راځي، دقیقًا ماشومان او ځوانان هغه وخت د خپل ژوند له سختیو او ستونزو پښه اړولای سي، چي کله د لویانو، هوښیارانو او پوهانو له نصیحت، لارښووني او مرستي څخه برخمن وي.
کله چې دکوم ماشوم دبل چا کړنو اوعملونو ته میلان پیداکیږي ، خپل کړه وړه له هغه څخه اخلي، ځان د هغه په څېر برابروي، د هغه نوم ډېر یادوي، د هغه لیدل یې خوښېږي، د هغه خبري پر ژبه راوړي، خپل شکل ،طریقه، حرکات، جامې او هر څه له هغه سره برابروي، او بالآخره د هغه پر فکر او لاره تګ کوي،نو له محترمو استاذانواو دکورنې له مشرانو څخه مي هیله او ارزو داده، چې زمونږ ګلونه ماشومان له بدو اناناتو څخه، دپردیو له کلتور څخه راووګرځوي، نامشروع سریالونو اوډرامو څخه یې منع کړئ، پخپل پاک سپیڅلي اسلامي کلتور یې وپوښئ.
ماشومتوب، کوچنیوالۍ، د ژر تېروتلو، بې عقلۍ، ناپوهۍ او لږ تجربې نښه ده، او کله چي ماشوم د دې سر بېره د داسي شخص تر لاس لاندي و روزل سي، چي مینه، عقیده، امانتداري او دینداري یې د باور وړ نه وي، نو هغه به په پوره ناپوهۍ سره د خپل باطل فکر او غلطي عقیدې ښکار کړي، خپل زهرجن فکر به په بې شعورۍ کي ور انتقال کړي، او بالآخره به یې د خپل دین، خپل وطن، خپلي کورنۍ او دوستانو په وړاندي را ولاړ کړي، خو دی به په ځان نه پوهېږي.
ګرانو استاذانو اومشرانو! په خلګو کي ډېر ځناور، او حیوان طبیعته اشخاص اوسېږي،هغوی د دې انتظار باسي، چي له ماشومانو څخه خپل اولیاء او تربیه ورکونکي والدین لیري سي، تر څو د دوی د شومو او بدو اهدافو ښکار وګرځي،له خپلو ماشومانو څخه تل ساتنه وکړئ، هغوئ تر خپلو څارنو لاندي ونیسئ، دهرماشوم ښه تربیه له کورنې څخه شروع کيږي، تر هرچا مخکې یې تاسو ښه معلمین وه هوسئ.
چا چي خپل اولاد د لیوانو په شېله کي له وږو ځناورو او د ظلم په تیاره کي یوازي پرېښود، په حقیقت کي یې هغه له لاسه ورکړ، او خرڅ یې کړ، او هغه یې د شریرو خلګو د بدو او ناپاکو اهدافو ښکار وګرځاوه،او چا چي خپل ماشومان پرېښودل، چي هغوی په خپله خوښه په ګناهونو او بې فایدې کارونو کي ځانونه ډوبوي، په فتنه لرونکو ځایونو او فتنه را پورته کونکو شیانو ځانونه اخته کوي، له هر چا سره چي وغواړي اوسېږي، او له هر چا سره چي وغواړي ملګرتیا کوي، بېله کومي پناهګاه د کور دباندي شپې تېروي، او بېله کومي پوښتني له کوره لیري ژوند اختیاروي، نو ده په حقیقت کي پر خپل اولاد ظلم وکړ، او د هغه حق یې تر پښو لاندي کړ.
دا ډېره بده ده، چي خپل خوږ اولاد د والدینو له لاسه وځي، د باطل پرستو ، د پټو ګوندونو، د تکفیري ټولیو، حزبي کړیو، او د الحادي او جنسي غریزو د را پارونکو څپو او خپرونو د باطل دعوت او هلاکونکي بلني ښکار ګرځي، دا هغه څوک دي، چي زموږ د حاکمانو، علماوو، هیوادونو، او زموږ د دین په وړاندي زموږ د تازه ګلانو او نوي ځوانانو په زړونو کي کینه او دښمني غورځوي، او د جنګ او فتنو اور ته لمن وهي.
ګرانو شاګردانو تاسو ته می داتوصیه ده
پام کوئ! چي خطا نه وځئ، د فتنې را پورته کونکو خبرو ته غوږ مه ایږدئ، له ځان سره ډېر احتیاط کوئ، پام! چي څوک مو له خپل مسلک، کورنۍ، خپل وطن، خپل دین، اوخپلو اسلامي اخلاقو ګوښه نه کړي.
ننۍ عصر چې دزده کړو ښه وسائل لري،ښه بیلګه یې انټرنټ اسانتاوي دی، چې ډېرزر اړین اوښه معلومات ورڅخه اخیستلاۍ شو،او په ټولنیزو رسنیوکي هم ښه مطالب راغونډولاي شئ، لکه فیسبوک، ټویټر اوداسي نور …
چې دهرمسلک دکتوران او استاذانو سره مو زر اړیکه ټینګیدلي شي، اودهغوئ افکار زر تاسو ته رسیدلي شي،دهغوئ له مفیدو تجربو څخه خبریدلي شئ.
خوپام چې په دی رسنیزو ګرفونو کې مخفی بلاء ګاني هم شته ، لکه؛ناروا فیلمونه اوتصویران ، تعصب ، وخت خرابوونکي بحثونه ،یودبل په وړاندي کرکه، نفرت، بدبیني، داټول هغه څه دی چې ستاسو په زده کړو منفي تاثیر غورځوي ، نه یواځي زده کړه بلکې په شخصیت جوړوني مو هم سیوري اچوي.
نو تاسو ګلونو ته وایم! چې په داسي فټو بلاء ګانو ورګډ نشئ، په ځاې ددی چې علم ورڅخه واخلئ، ځان به مو د جهل په تور تم وهلي وي.
زما دکلې مشرانو او دماشومانوسرپرستانو ! تاسي د خپلو ماشومانو ښه ساتونکي سئ، د هغوی ښه پاملرنه وکړئ، تل ويښ او بیداره اوسئ له هغه خطا ایستونکي او مکارو افتونو څخه خپل ځانونه او اولادونه لري وساتئ، څوک چي حیرانونکي بدبیني ،نفرت خپروي، ماشومان خطاباسي، فکرونه یې ور ورانوي، او د خپلو بدو او ناوړو اهدافو لپاره یې کاروي،هغوئ تاسو وپیژنئ.
کله چي ماشوم لویوالي او بالغوالي ته نژدې سي، نو تر پخوا یې باید زیاته پاملرنه وسي، ستا زوی تر هغه وخته پوري ستا زوی دی، تر څو پوري چي ته له هغه سره محبت او مینه کوې، ملګرتیا یې کوې، نرمي ورسره کوې، په مینه کي یې پټوې، په مهربانۍ او شفقت سره نصیحت ورته کوې، او په ډالۍ یې نازوې، خو کله چي دي هغه له ځانه لیري کړ، د هغه توهین او سپکاوی دي وکړ، هغه دي کوچنی وباله، نو بیا ستا زوی ستا لپاره نه بلکي ستا د دښمن لپاره دی، نو تل د هغه خبري اوره، کله چي ستا څخه علم غواړي، نو علم ور زده کړه، کله چي درسره ناسته او مجلس غواړي، نو ورسره کښېنه، او کله چي در څخه مشوره غواړي، نو د خپل ژوند تجربې او حالات ورسره شریک کړه.
داسي مه کېږه، چي کله پوښتنه در څخه وسي، نو سمدلاسه دي قهر واخلي، احتیاط وکړه، د تېز باد او زلزلې په څېر رویه مه کوه، له غضب، قهر او غوصې څخه لاس واخله، د میني او حکمت خبره او له عقل څخه کار اخیستل ډېر اثر لري، او الله تعالی به خامخا له خپل بنده څخه د ورکړي امانت په اړه پوښتنه کوي، که یې اداء کړی وي، او که نه.
محترمومشرانو اوښوونکو!
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: (الله تعالی له هر مسئول او سرپرست څخه د ور سپارل سوي امانت او دندي په اړه پوښتنه کوي، که یې ساتلي وي، او که یې ضایع کړی وي، تر دې چي د خپلي کورنۍ په اړه هم پوښتنه ځیني کوي.) ابن حبان دا حدیث روایت کړی دی.
همدغه حدیث دزړه په سترګو ولوولئ، زمونږد هر کشرمسؤلیت مونږ ته رادیغاړي ده، مونږ به یې دالله په وړاندي جواب ویوونکي یوو، راځئ دغه مسؤلیت ته په اسلام ي مینه وږه ورکړو، دټولنې اصلاح دکشرانو په سمه روزنه کې نغښتي ده،کله به هم زموږ ټولنه له درد، مصیبت ،غم،سره مخامخ نسي، تر څو پوري چي تاسي محترم مشران استاذان دیوه غوره روزونکي په شان خپله دنده په ښه او پوره امانت سره تر سره کوی، د الله تعالی لپاره، زموږ د ماشومانو په روزنه کي کوښښ وکړئ. له هر خارجي فکر او بد خوی څخه زموږ د ځوانانو، اولادونو، او زموږ د ټولني په ساتنه کي پوره زیار وباسئ.
محترمو مشرانو اوښوونکو !زه نور لیک پاې ته رسوم، انسان تل له غلطیوو څخه ډک وی، زه هم یو انسان یم، نو ماته په غلطیوو بخشنه وکړئ،اوخپل ماشومان دزده کړو مراکزو ته ورولئ، دیو وخت ډوډۍ مه خورئ خو ماشومان له زده کړو منع نه کړئ، لیک ته دی پاې ټکې په مبارک آیات شریف ږدم، الله تعالی په مبارک کتاب کې فرمایې : ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ﴾ [التحريم: ۶]
ژباړه: اې مومنانو! خپل ځانونه او خپلي کورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ، چي خس او خشاک یې خلګ او ډبري دي، پر دې اور سختي او زوروري ملائکي ولاړي دي، (دا ملائکي) د الله تعالی د هیڅ امر نافرماني نه کوي، او (یوازي) هغه څه کوي، چي (الله تعالی) امر ورته کړی وي.
له خپلو ټولو ملګرو څخه هیله کوم چې زما دغه لیک تر استاذانو اومشرانو ورسوئ، دابه مو له ما سره غټ احسان کړي وي.