
وروستي انځورونه يې پر ديوال راځوړندکړې وو. په لومړي تصوير کې د مني موسم ، زيړې او وچې پاڼې ، خړ او له وريځو ډک آسمان ، اود ﻻرې په اوږدو کې يو روان سړی .
په دوهم تصوير کې بيا هم خزان وهلي لغړې او سپيرې دوې ونې ، يوه تشه ځاله ، تورې وريځې او د باد تندې څپې . او په دريم تصوير کې د نړيدلې ديوال پر څنډه ، د ماتې ناوې تر څنګ يوه مساپره او له خيله پاتې شوې مرغۍ ، او تر شا يې خړ بډال او نمجنه هوا .
ورو شانې مې ورته ويل :
په انځورونو کې دې دتخيل جذبه تته او د ښکلا رنګ پيکه دی !!! پرته له دې چې خبره لنډه يا اوږده کړي وې ويل :
دزړه له کوره مې ويستلې ده ! هيره کړې مې ده ! نور ورسره مينه نه لرم !
په حيرانۍ مې وويل :
دزړه له کوره دې ويستلې ده ، هيره کړې دې ده ؟ ځکه چې نور ورسره مينه نه لرې ؟؟؟
دا څنګه کيدای شي ؟
يو چا ته په خپل زړه کې ځای ورکول ، د يو چا سره مينه درلودل او بيرته دا هرڅه هيرول له زړه نه ويستل او مينه نه کول ، دا دخوښې او غوښتنې خبره ده ؟
په سړه سينه يې را ته وويل :
کله چې زه مينه په سپينو پاڼوکې پنځوم ، ښکلا په رنګونو کې نڅوم اودې دواړو خيال د خلکو زړونو ته ورکوزوم نو دې کار ته مې خلک هنر وايي .
نو آيا دا ګرانه خبره ده چې ((هغه )) له زړه نه وباسم او ورته ووايم ، چې نور درسره مينه نه لرم او د تل لپاره يې هيره کړم !
دا هم هنر دی ،او دې ته د هيرولو هنر وايي !!!