هلمند د مافیا په غېږ کې

د افغانستان خاوره او سپېڅلی ملت دوه دښمنان لري، یو دښمن یې هغه دی، چې وسلواله جګړه کوي او د وطن د ورانولو لپاره نهایي هڅې کوي. دویم یې په نظام او ټولنه کې هغه کړی دي، چې وطن جوړېدو ته نه پرېږدي. هغه وسلوال چې په ډاګه ځان د دولت دښمن ګڼي، ګیله ترې نه ده په کار. ګیله له هغه چا کیږي، چې په نظام کې دخیل دي. هغوی په خپله د قانون د حاکمیت په وړاندې خنډ دي. د ملي ګټو پر ځای ورته شخصي ګټې بهتره دي.

زه نه پوهېږم، چې دا نفسونه ولې دومره غالب سول. ولې د ټولنې ډېری کسان د ناروا او غلطې لارې، رشوت، خیانت، د ځمکو غصب او په قانون ماتونه کې ډېره علاقه مندي ښيي؟ رښتیا چې پر چا وظیفه او موقف ګران وي، د حقې لارې ملګرتیا نه سي کولای.

خبره مې د هلمند په اړه کوله. هلمند ځکه راته ګران دی، چې زما د خاپوړو وطن دی او د دې وطن سره ډېرو مداریانو، چې پر خوله به یې ایت او حدیث وایه او د وطن دوستۍ خبرې به یې هم کولي، داسې ناروا او جفا وکړه، چې د افغانستان په بل هېڅ ولایت کې به نه وي سوې. د داسې ځوانانو جنازې مو ووتلې، چې په بل ولایت کې ساری نه لري. داسې کونډې او یتیمان، ګوډان او شلان مو ورکړل، چې اوس یې سرپرستي او پالنه یوې لویې او سپېڅلې ارادې ته اړتیا لري.

د خدای تعالی ډېر شکر ادا کوم، چې کله په مدني ټولنه کې وم، د هرې ناروا او ظالم خلاف مې اواز پورته کړی دی. که به مې نور وس پرې نه رسېده، کثیفې څېرې به مې یې ور رسوا کړې. مبارزې مو رنګ راوړ. د دولت په رسمي ماموریت کې مو هم یوه ورځ ولس ته دوکه ورنه کړه. ظالم ته مو ظالم و وایه او د مظلوم پر سر مو لاس تېر کړ.

هلمند اوس هم د مافیا او غاصبینو د سیاست ښکار دی. زه نه غواړم، چې دلته د ځان سپیناوی وکړم؛ خو یوه خبره په ډېر جرائت ورته کوم، چې ولا دوی چې کله هم له خپل ځان سره فکر وکړي، د حق او باطل تر منځ فرق وکړي او که نفسي معامله ونه کړي، نو خپل زړه به یې ورته وایي، چې پر باطله لار روان یې. مونږ مسلمانان یو، لومړی باید له خپل لوی رب څخه و وېرېږو. د قبر عذاب او د قیامت ورځ په مخ کې لرو. د خاورې او ملت سره جفا له خدای سره جفا ده. پر دې سربېره مونږ افغانان یو، غرور لرو، تاریخ لرو. که خپل تېر تاریخ مطالعه کړو، دا وطن خو غلو او غاصبینو نه و سیال کړی؛ بلکې دا وطن رښتینو بچیانو، چې په رګ رګ کې یې د وطن مینه و، له سیالانو سره سیالۍ ته نږدې کړ. اوس هم که غواړو، چې دا وطن جوړ کړو او تاریخ جوړ پرېږدو، باید د حق او باطل توپیر وکړو. په دې لاره کې باید څرګند دریځ ولرو. له خاینینو او غاصبینو سره که نوره مبارزه نه سو کولی، لږ تر لږه په زړه کې خو باید ورڅخه بد ویسو.

دا چې له دې خاینینو سره هم خندا او مجلسونه کوي، پلوونه او کبابونه خوري، خاورې به دا وطن جوړ سي. دا وطن په تعهد او تقوا جوړیږي. زه که څه هم له هلمند څخه لیري یم؛ خو د هلمند له مظلوم ولس سره دا ژمنه کوم، چې بیا به هم خاین ته خاین وایم او څوک چې ښه کار کوي، تقدیروم به یې. که نور هيڅ نه وي، خاینې څېرې به د خپل قلم په څوکه معرفي کوم. اوس که هغه هر څومره ښه سړی وي، خو یو وخت به تاریخ قضاوت کوي.
په درنښت