
د تلویزيوني چینلونو اکثره اعلانات ظاهراً د ملي ارزښتونو څخه د ملاتړ لپاره جوړیږي؛ مګر ددې اعلانونو محتوا اکثره وخت د مطلوب هدف سره په ټکر کې وي... پدې ورځو کې د ځينو تلویزيونونو څخه د داعش ډلې په اړه پرلپسې یو اعلان خپریږي، له بده مرغه ددې پر ځای چې ولس ته ددې ډلې ګمراه کونکی فکر تشریح کړي، سر تر پایه ددې ډلې د بیرغ په اړه بد رد وایي، ددې ترڅنګ په سوریې او عراق کې د هغو سرتیرو صحنې را اخلي چې د داعش بیرغ په ځمکه غورځوي او سپکاوی یې کوي.
پدې کې شک نشته چې د داعش په بیرغ کې انځور شوې نښه د سرور کاینات محمد رسول الله مهر دی... بدبختانه باید ووایو چې زمونږ تبلیغاتي شبکې دومره ضعیفې دي، چې دومره څوک نشته چې دوی ته ووایي، چې زمونږ جګړه د چا له بیرغ او شعار سره نده، زمونږ با ایمانه اردو د هغه چا پر ضد جنګیږي چې د دیني مفاهیمو له ناسم بیان څخه سوی استفاده کوي.
زمونږ جنګ د هغه چا سره دی، چې مقدس شعارونه او مقدس نښانونه د خپلو چټلو اهدافو لپاره د نقاب په څير استعمالوي، په حقیقت کې دوی دا کار په اسلامي جوامعو کې د نفوذ لپاره ترسره کوي، پداسې حال کې چې ددوی کړنې د نبوي میراث او اسلامي مدنیت د بدنامۍ او بربادۍ لپاره دي... د ملي امنیتي ځواکونو له مشرتابه څخه مو هیله داده، چې پخپلو تبلیغاتو له سره غور وکړي، دوی باید هغه څه ونه وایي، چې داعش یا نورې ډلې یې د اوریدلو هیله لري.