
کله چې په یوې ټولنې کې د وګړیو د ضمير په پاکو هندارو د ځاني ګټو خړ ګردونه پرېوځي، کله چې د وګړیو د ضمير پاکې هندارې د حق پر ځای د باطل په خیرنو، بدبویه او ورستو بورسونو سره وسولیږي؛ نو هله وي چې د ټولنې د وګړیو د ضمير سترګې ړندې شي.
د ارنېسټوچګوارا خبره ده« ژوند کووم، حتا که تر ټولو غوره څیزونه هم له لاسه ورکړم، ځکه دا ژوند کول دي، چې نور غوره څیزونه را ته جوړوي، پرېږدئ هرڅه چې له لاسه ځي لاړ دې شي، زه هغه غواړم، چې په عذر او زاریو باندې ککړ نه وي حتا ژوند.» ده ښه ویلي، ژوند باید د انساني لوړو ارزښتونو په ساتنې سره پرمخ لاړ شي، نه دا چې د ژوند کولو لپاره غوره او منل شوي انساني ارزښتونو ته شا شي، د ښو اوبدو، روا او نا روا، ريښتیني خدمتګارانو او غلو ترمنځ ولاړ دیوالونه د ځاني ګټو په پار ونړول شي.
موږ اوږدې جګړې وځپلو، د ژوند ټول اړخونه او بنسټونه یې را ونړول، موږ هغه ولس یوو، چې د خپلو ګټو د لید لمخې مو زعیمان ټاکلي، دوی پاک او سپېڅلي هم دي، دوی اتلان دي او د دوی هر یو یې د ستاینې وړتیا لري، موږ یې هر یو د ستاینې وړ بولو او وایو چې که د کار خلک دي؛ نو هغه همدغه اتلان دي.
زموږ د بدمرغیو یو ستر لامل هم دغه دی، چې موږ ځانونه په ارزانه پلورلي، په ملي کچه او یا هم په ټولو ولایتونو کې د ډېری وګړیو کړنې د څو تنو چارواکو د خوښۍ لپاره وي، د دوی هر ډول ته ګډيږو او له هر بې کاره شخص نه مو اتل جوړ کړی وي، موږ تر اوسه په دې نه یوو توانېدلو چې اصلي او حقیقي څېرې چې ريښتیني خدمتګاران دي وپېژنو؛ ځکه خو ارواښاد الفت ویلي و« خلک له لیډر نه لډر ډېر خوښوي».
د برازیل نامتو لیکوال «پاولو کویلیو» ویلي«چېرته چې ایمان وي، هلته حقیقت هم شته» خو موږ تل له حقیقتونو سترګې پټې کړي، تل مو د حقیقي کتنې پر ځای کاذبه کتنه کړې، موږ تل د کره او بې پرې ټاکنې پر ځای غرضي ټاکنه کړې او د ملي ګټو پر ځای مو ځاني ګټو ته لوړوالی ورکړی.
په موږ کې د اتل او خاین ټاکنه تل د ګټو پر بنسټ شوې، چېرې مو چې ګټو غوښتنه کړې، ښه په زور سره مو د ضمیر او احساس مراندې ریبلي او د خپلو ګټو د ساتنې لپاره مو له وګړیو کاذب اتلان جوړ کړي او چې کله مو ګټې له وګړیو سره په ټکر کې لیدلي؛ نو د هغوی د شخصیتونو د وژلو پسې مو خپلو تبرونو ته خونړي لاستي اچولي او شخصیت وژنې ته مو زور ورکړی.
فرانسوي متفکر«اناتول فرانس» ویلي« خطا او اشتباه یو انساني کار دی، مګر د هغو تکرارول حیواني کار دی.» دلته په ډېری برخو کې همدغه کړنه تکراریږي، دلته ټول ارزښتونه په کراتو کراتو تر پښو لاندې کیږي؛ خو بیا هم څوک په دې فکر نه کوي، چې د پرمختګ او ژوندانه لپاره غوره او بریالۍ برخلیک ټاکونکې لاره کومه ده.