د قومونو او پرګنو مشران د خپلو خلکو د ستونځو د حل لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي. مګر د ځمکې په سر يو قام د شينواري په نوم هم شته چې خواښوګی مشر خو نه لري خو بيا ېې هم په سر سوداګري روانه ده.
د يوه نقيب الله مسيد وژنې ټول پښتانه را ويښ کړل. ولې چې د مسيد قام د منظور پښتون غوندې ځوان مشر لاره. نن په لره او بره پښتونخواه کې د منظور پښتون د مېړانې سندرې زمزمه کيږي. شينواري هم تاريخي ريښې په لره او بره خاوره کې لري. د برې خاورې شينواري ټولې ۱۲ ولسوالۍ لري يا ۱۲ دولس اداري واحدونه لري.
د اعلحضرت محمدظاهرشاه دوخت څخه د ولايت په انتظار خو د ۱۳۵۳ کال څخه رسما د کوڼړ، خوست او د لغمان څخه په ليسټ کې مخکې ؤ دا چې د د دوي په حقه حق باندې چا خېټ واچوله دا اوږد او بېل بحث ته اړتيا لري.
خو ننۍ شينواری هغه پرېوتی او لوېدلی قام دی چې د تجربې لپاره ېې سرونه پرې کيږي، په بمونو کېښنول کيږي، مالونه ېې تالا کيږي، کورونه ېې سوزول کيږي، ځوانان ېې رټل کيږي، تورسرې ېې بې سرپرسته کيږي ، يتيمان ېې په بازارونو کې سوال کولو ته مجبوريږي او د دې پاسه لوی ظلم دا چې د بمونو د مور او پلار ازموينې هم په شينوارو باندې کيږي. خو دې قام ولې دې هرې ناخوالې ته خپل سر ټيټ کړی دی؟. شايد چې وجې به ېې ډېرې وي خو دومره ډېرې هم نه وي چې دا قام بلکل بې ګناه وګڼل شی. د دې سرخندونکي قام لويه ګناه داده چې په دې قام کې نوی راټوکېدونکی ځواک پخپله د هم دوي لخواه ټکول کيږي. ګوند بازۍ او فرسوده رواجونو د دې قام د راپورته کېدو مخه ډب کړې ده. دوهمه وجه ېې درباري ملکبازي ده په کور کلي او قام کې به ېې څوک د نوم سره بلد نه وي او نه به څوک پيژني او نه به دې ښاغلو چېرته په عمر کې خپل کلي، قام ليدلی وي خو په کابل کې به د ټول قام پګړۍ په خپل سر ږدي.
د کابل ارګ او دربار ته د همداشان خلکو ضرورت وي تر څو خلک د غفلت په خوب ويده پاتې شي او کافلې ترې مخکې لاړې شي. دربار هم شينواري را ويښېدو ته نه پرېږدي ځکه چې دې قام د لنډ وخت لپاره يوه يوه تانده انګېزه شينوارې هم رازېږولې وه خو دا پېغله هم د چا په شينوارو پېزو نه شوه او لاړه روح ېې ښاد. دا چې په مياشت دوو کې د شينوارو په نوم غونډې کوي نه پوهيږو چې دوي د دې قام لپاره کومې لاس ته راوړنې هم لري او که تش د فسبک فورملیټي ده تر اوسه خو زه نه يم خبر شوی چې د کابل ميشتو ملکانو صېبانو به چېر ته د کومې ولسوالۍ څخه يا د کوم کلي وال سره په پوله يا تلي کې ناسته کړېوي چې ستونځې ېې دربار ته رسولي وي او که دا کار ېې کړی وي نو ښه خبره ده او که تر اوسه ېې نه وی کړي نو سمدستي دې ملا وتړي او د قام ټولې غوښتنې دې را ټولې کړي او د دربار په سترګو کې د هزاره توکم غوندې سترګې ننباسي او خپل حقوق دې قام ته وګټي. مونږ ېې مشرولي منو خو که د څو چوکيو او پيسو لپاره څوک د شينوارو د نوم څخه سوه ګټه اخلي نو دا د ده شخصيت ته دروند تاوان اړوي که څوک پوهيږي؟
زه د شينوارو په ځوانانو غږ کوم چې د خپلو حقوقو لپاره د چا او وخت انتظار مه کوئی را پورته شئی او خپل غږ دربار ته، او نړۍ والو ته ورسوۍ تر څو هغه خنډونه چې ستاسې د حققو په لار کې پراته دي خنسا شي. ای د شينوارو ليکوالانو، مدني فعالانو، ټيکنوکرېټانو، بيوکرېټانو ! وخت تېر نه دی لا اوس هم د وخت سر دي را پورته شئۍ او خپل قام د دې وخيم حالت څخه رابهر کړۍ. زه پوهېږم چې په شينوارو کې علمي کدرونه، روښانيون او د تاندې روحېې ځوانان شته دی خو دوي ته محور او سمت ورکول پاتې دي راځۍ چې نور خپل قام د دنيا سره سيال کړو راځۍ چې نن د خپل قام غږ شو راځۍ چې نن د قام سره په خوا کې ودرېږو. راځۍ چې په لومړی سر کې د قام ستونځې او غوښتنې په ګوته کړو. راځۍ چې د هغه ځايه يو پراخه سوله ايز لاريون په لاره واچوو د کومه ځايه چې د دې قام مشکلات راولاړيږي. هغوي ته هم درناوی چې د قام ستونځه خپله ستونځه ګڼي او د يوه مدني خوځښت لپاره د قام په څنګ کې دريږي. مونږ د شينوارو د ستونځو د حل کونکو او په دې لار کې قدم اخيستونکو ځوانانو د پخو خاورې يو او د هغوي د مشکلاتو په اوارولو کې ورسره مرستې ته تيار يو. ومن الله توفيق.
وروستي