د روسيې د راتلونکو ټاکنو د اتو نوماندانو څخه، درې مخکښ نوماندان

د روسيې د راتلونکو ټاکنو د اتو نوماندانو څخه، درې مخکښ نوماندان
ډاکټر نېک ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د روان ز ېږديز کال د مارچ په اتلمسه نېټه د روسيې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کيږي. دغه ټاکنو د روسيې د اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتين په ګډون اتو کسانو په رسمي ډول ځانونه کانديد کړي دي.

تمه ده، چې په دې ټاکنو کې به د روسيې اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتين د څلورم ځل لپاره د غوڅ اکثريت رايو په اخېستلو سره د روسيې ولسمشر وټاکل شي. که چېرې په لومړۍ پړاو کې هېڅ نوماند هم غوڅ اکثريت رايې تر لاسه نه کړي، نو ټاکنې به دويم پراړو ته لاړې شي، چې د روسيې د قانون اړوند د روان کال د اپريل په اتمه نېټه به يې، د دويم پړاو ټاکنې تر سره شي.

د يوې سروې له مخې، اوسنی ۶۵ کلن ولسمشر ولادیمیر پوتين، چې ټاکنو ته په خپلواک ډول نوماند دی، له نورو نوماندانو څخه وړاندې دی. په يادې سروې کې پوتين په لومړي مقام کې، ولادیمیر ژرینوفسکي په دويم مقام کې، پاول ګرودینین په درېيم مقام کې او نور نوماندان په لاندې ډول راغلي دي.

۱- ولادیمیر پوتين
عمر: ۶۵ کلن
سیاسي ګوند: خپلواک
دنده: د روسيې ولسمشر
په سروې کې تر لاسه کړي رايې: ۶۳،۵

۲- ولادیمیر ژرینوفسکي
عمر: ۷۱ کلن
سیاسي ګوند: د روسيې لېبرال دموکرتیک ګوند
دنده: لېبرال دموکرتیک ګوند مشر او د روسيې د ولسي جرګې مشر
په سروې کې تر لاسه کړي رايې: ۷،۳

۳- پاول ګرودینین
عمر: ۵۷ کلن
سیاسي ګوند: د روسيې کمونېست ګوند
دنده: تر ۲۰۱۱ پورې د روسيې د ابلسټ جرګې مشر
په سروې کې تر لاسه کړي رايې: ۶،۲

۴- کسینا سابچاک
عمر: ۳۶ کلن
سیاسي ګوند: د روسيې د مدني ابتکار ګوند
دنده: نوموړې د روسيې د اتو نوماندانو په ډله کې يوازېنۍ ښځه او ځوانه نومانده ده. تر اوسه په لوړه رسمي دنده کار نه دی کړی، خو په ټلوېزوني خپرونې کې د وياند او ژورناېسټې په توګه کار کوي.
په سروې کې تر لاسه کړي رايې: ۱،۱

۵- ګریګوری یاولینسکي
عمر: ۶۵ کلن
سیاسي ګوند: د روسيې یابلوکو ګوند
دنده: تر ۲۰۰۳ پورې د روسيې د ولسي جرګې مرستيال او په اوس وخت کې یابلوکو ګوند رئيس
په سروې کې تر لاسه کړي رايې: ۰،۸

۶- باریس تیتوف
عمر: ۵۷ کلن
سیاسي ګوند: د روسيې د پرمختګ ګوند
دنده: له ۲۰۱۶ څخه تر اوس پورې د روسيې د پرمختګ ګوند مشر
په سروې کې تر لاسه کړي رايې: ۰،۲

۷- ماکسیم سورایکین
عمر: ۳۹ کلن
سیاسي ګوند: د روسيې کمونېست ګوند
دنده: له ۲۰۱۲ څخه تر نن پورې د روسيې د کمونېست ګوند د مرکزې کمېټې مشر
په سروې کې تر لاسه کړي رايې: ۰،۲

۸- سرګئي بابورین
عمر: ۵۹ کلن
سیاسي ګوند: د روسيې د خلکو اتحاديه
دنده: له ۲۰۱۲ څخه تر نن پورې د روسيې د خلکو اتحاديې مشر
په سروې کې تر لاسه کړي رايې: ۰،۲

د لومړنيو سروې ګانو او د ټاکنيز کمپاينونو څخه داسې ښکاري، چې ولسمشر پوتين په غوڅ اکثريت سره رايي تر لاسه کړي. نوموړي تېر شپه ملت ته په خپلې کلنۍ وينا کې وويل، چې که ولسمشر وټاکل شي، نو په راتلونکو شپږو کالونو کې به، نېږدې ۶۰ مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه وکړي، چې په پايله کې به يې د فقر کچه پنځوس سلنه راټېټه کړي.

پوتنين په خپله وينا همدا ډول د تېر خدمت په اړه ويلي، چې په اوسني وخت کې د روسيې په څېر دفاعي وسله چې S-400 او S-500 دفاعي راکټونه په کې شامل دي، د نړۍ بل هېڅ هېواد يې نه لري او له روسيې څخه د اخېستلو په موخه يې د يادې دفاعي وسلې غوښتنې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې د روسيې د اساسي قانون مطابق، د ولسمشرۍ دوره شپږ کال ده، چې راتلونکی ولسمشر به له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۴ پورې، د روسيې د ولسمشر په توګه پاتې شي.