اولي آينار بیورندالن (د بياتلون پاچا) وپېژنئ

اولي آينار بیورندالن (د بياتلون پاچا) وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

زوړکړه او کورنی ژوند: اولي آينار بیورندالن په ۱۹۷۴ ز کال د ناروې په ډرمېن کې زېږدلی دی. په ۲۰۰۶ کال کې له ناتالی سانتر سره واده وکړ او په ۲۰۱۲ کې سره جدا شول. اولي آينار بیورندالن د دويم ځل لپاره په ۲۰۱۶ ز کال کې له داریا دومراچوا سره وداده وکړ.

ورزش او مسلکي ژوند: اولي آينار بیورندالن د بياتلېټ biathlete ورزش (بياتلېټ د واورې پر سر ژمنۍ د المپيک لوبې دي) غښتلې او نامتو لوبغاړي دی، چې تر اوسه يې په ډېر شمېر د بريا مډالونه تر لاسه کړي دي.

اولي آينار بیورندالن د بياټليټ د نړيوال جام تر ټولو مخکښ او ټاپ لوبغاړ دی، چې تر اوسه په دې لوبه کې چا ورڅخه لومړی مقام نه دی خپل کړي او په نړيوالو لوبو کې يې ۴۵ مډالونه خپل کړي دي، چې له نوموړي وړاندې د بياتلېټ بل مخکښ لوبغاړي مارټېن فورکېډ د د بياتلېټ د المپيک په نړيوالو لوبو کې ۱۵ مډالونه تر لاسه کړي وو.

اولي آينار بیورندالن د شپاړس کلنۍ په عمر کې د بياتلېټ لوبو ته مخه کړه او په دې برخه کې يې په رسمي ډول سره زده کړې او روزنه ترلاسه کړه. په ۱۹۹۳ ز کال کې د اولي آينار بیورندالن عمر ۱۹ کاله وو، چې د منځني بياتلېټ په لوبو کې يې برخه واخېستله او د سرو زرو، له څلور مډالونو څخه يې درې مډالونه خپل کړل.

نوموړي په ۱۹۹۸ ز کال کې د بياتلېټ د المپيک لوبه په بشپړ ډول سره وګټله او په دې سره يې، د بياتلون د څلورو مشهورو لوبغاړو په منځ کې، چې له ده وړاندې تېر شوي وو، ځای پيدا او لقب يې تر لاسه کړ.

اولي آينار بیورندالن يو ځل د المپيک په په ژمنيو لوبو کې، اته د سرو زور مډالونه، څلور د سپينو زرو مډالونه او يو د برنزو مډال خپل کړ، چې دا بريا او لاس ته راوړنه د بياتلون په ډګر کې بې سارې وه او نوموړي ته په دې سره (د بياتلون پاچا) لقب هم ورکړل شو.

اولي آينار بیورندالن تر اوسه د بياتلون په لوبو کې ۴۵ مډالونه، چې ۲۰ د سرو زرو، ۱۴ د سپین زرو او ۱۰ په کې د برونزو دي، تر لاسه کړي دي او همدا ډول يې د المپيک په بياتلون سيالو کې ۹۵ سيالو په خپله بريا وړاندې کړي او ګټلې دي.
 
بیورندالن د بياتلون په ټولو سياليو کې د ۸۰ او ۸۵ سلنې ترمنځ تللی، خو يوازې دوه ځلې له ۸۰ سلنه څخه يې په لاندې درجه لوبې تر سره کړي او ۷۵ سلنه په اخېستو يې دويم مقام ترلاسه کړی وو.

۴۲ کلن اولي آينار بیورندالن د ۲۰۱۶ ز کال په ورستيو کې تقاعد ته ورسېد، خو له نوموړي څخه غوښتنه وشوله، چې خپل تقاعد په رسنيو خپور نه کړي ترڅو د ۲۰۱۸ ز کال د المپيک په ژمنيو سياليو کې، چې په سويلي کوريا کې تر سره کيږي برخه واخلي. ټاکل شوې ده، چې اولي آينار بیورندالن د سويلي کوريا په روانو المپيک سياليو کې برخه واخلي.

هغه لاس ته راوړنې چې تر اوسه اولي آينار بیورندالن د بياتلون په لوبه کې خپلې کړې دي، له ده وړاندې هېڅ بل لوبغاړي نه وي تر لاسه کړي او داسې وړاندوينه کيږي، چې په دې نېږدي راتلونکي وخت کې به د بياتلون بل لوبغاړی ونشي کولی چې د اولي آينار بیورندالن رېکارډ مات کړي.