افغانستان نور د پاکستان ايالت نه دی

افغانستان نور د پاکستان ايالت نه دی
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

که د عمر په اساس يې حساب کړو نو پاکستان پوره ۷۰ کاله عمر لري. ۷۰ کلن عمر په دې مانا چې دغه هېواد په موجوده سياسي جغرافيه کې ۷۰ کاله پخوا رامنځ ته شو. خو هغه وخت چې پاکستان هم د هند برخه وه، انګلېس پرې کار کړی وو، هم يې له هند څخه جدا کړ او هم يې نورې نړۍ ته سرخوږی جوړ کړ.

د پاکستان په ټول تاريخ کې داسې ورځ نه ده راغلي، چې دی او افغانستان په رېښتنې مانا سره دوه دوست، ملګري او ګاونډ هېوادونه شي. کوم وخت چې افغانستان او پاکستان په پرتليز ډول سره نېږدې او مساوي هېوادونه وو، نو د پاکستان وېره له افغانستان څخه په دې کې وه، چې افغانستان د خپلې خاورې ادعا لري او يوه ورځ به سر را پورته کړي، ترڅو ډېورنډ بېرته واخلي.

خو هر کله چې افغانستان د نړۍ د زبرځواکونو د دسيسو ښکار شو، د نړۍ جګړې دلته راغلې، خاوره او قربانيان يې افغانان شول، بهرنۍ جګړو ته داسې بڼه او نوم ورکړل شو، چې ښکېل يو لورې يې هم نه مني، چې جګړه پردۍ دی، بلکې په داسې ډول ورته تعريف شوې ده، چې جګړه هم ستا ده، بريا هم ستا، ماتې هم ستا او نور، نو پاکستان هم په دې دسيسو کې ونډه درلوده او هم يې د نورو له جګړو څخه په افغانستان کې د ځان په ګټه کار واخېست.

په تېرو څلوېښتو کالونو کې، يانې د غوايي له کودتا وروسته، پاکستان دا هير کړل، چې افغانستان يې مساوي او سيال ګاونډ هېواد دی او يا دا چې افغانستان د ډيورنډ د بېرته اخېستلو دعوا لري. پاکستان د نړۍ په مرسته داسې لوبه وکړه، چې افغانستان يې د پاکستان يو پنځم ايالت وشمېرو.

مجاهدين پاکستان ته لاړ. مجاهدينو پاکستان ته پيسې ورکړې، مجاهدينو پاکستان ته ډوډۍ او ځای ورکړ، مجاهدينو پاکستان ته د نړيوالو پاملرنه را جلب کړه او مجاهدينو پاکستان د اټوم بم څښتن کړ. مونږ لنډ دا فکر کوو، چې پاکستان د جهاد او هجرت په وخت کې ځای راکړی وو، يا يې نور - نور څه وکړل، خو په حقيقت کې د مهاجر ځای اسلام اباد او لاهور نه وو، کويټه او پېښور وو، چې يې خپله خاوره ده. ډوډۍ، وسله او پيسې مجادينو ته پاکستان نه ورکولې، پاکستان د دوی په نوم له بهر نړۍ څخه تر لاسه کولې، مجاهد ته يې کلانشيکوف ورکړ او ځان ته يې اټوم بم جوړ کړ، مجاهد ته يې پاکستانۍ کلدارې ورکولې او ځان ته يې يورو او ډالر پانګه کړل، مجاهد ته يې دال او لوبيا ورکوله او ځان ته يې مجلل هوټلونه جوړ کړل.

پاکستان ته ماديات ډېر د اغېز وړ نه وو، د پاکستان موخې اوږد مهاله وې، سياسي وې او داسې موخې وې چې افغانستان خپل پنځم ايالت جوړ کړي او د خپل خوښې حکومتونه په کې رامنځ ته او یا هم ړنګ کړي. همداسې وشول. د پېښور معاهدې په اساس په افغانستان کې د مجاهدينو حکومت منځ ته راغی، افغان پوځ، تاسيسات، شتنمۍ، زيرمې، اقتصاد او نور ټول له منځ لاړ او افغانستان د پاکستان احتياج او محتاج هېواد جوړ شو.

کله چې پاکستان د مجاهدينو په شتون کې خپلې ګتې کمې ولېدلې نو بیا يې د طالب په نوم بل نظام را جوړ کړ او پنځه کاله يې ورڅخه په خپله خوښه ګټه پورته کړه، تر هغه چې په ۲۰۰۱ کې له افغانستان څخه د نامشروع ګټو مينوال او ليوال ډېر شول او د پاکستان رول په کې کم رنګی شو.

بيا پاکستان يوه بله لاره خپله کړه. د افغانستان د ټکولو په موخه يې د افغانستان مخالفې ډلې په خپل هېواد کې وساتلې، په څرګنده يې مبارزه کوله او د پردې تر شا يې اور ته تيل ورشېندل. کابو ۱۵ کاله يې دغه لوبه وړاندې يوړله، چې په ورستيو کالونو کې له رسوايۍ سره مخ او خپله لومه يې په پښو کې دام شوه.

د ولسمشر محمد اشرف غني په راتلو سره، پاکستان په اقتصادي، سياسي او نړيوالو اړيکو کې د پام وړ ضربې ولېدلې او د پاکستان د ملا تير يې ولړزوه. په اقتصادي ډول افغانستان ورڅخه ځان بسيا کړ او په سياسي ډول يې د پاکستان رېښتنې څېره نړۍ ته څرګنده کړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نېږدې ۲۱ ځلې پاکستان ته په خپله سفر کړی او چارواکو يې په سلګونه ځلې پرته له مثبتو پايلو ياد هېواد ته سفرونه کړي دي، چې د ډېپلوماسۍ له نظره کوربه هېواد ته د مېلمه هېواد ډېر سفرونه هم، د مېلمه هېواد په کمزورې ډېپلوماسۍ او ضعيف سياست باندې دلالت کوي.

اوس افغانستان ته پاکستان ته نور سوال او زارۍ نه کوي، نور افغانستان له پاکستان څخه د افغان جګړې او سولې په پار خيرات نه غواړي او نه هم افغانستان د پاکستان په ژمنو غولېدلی شي. افغانستان اوس پاکستان د يو هېواد په توګه پېژني او له پاکستان څخه غواړي چې د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی ولري او ياد هېواد د يو خپلواک هېواد په توګه وپېژني.

له پاکستان سره د ولسمشر محمد اشرف غني بهرنۍ پالېسي په داسې ډول ده، چې پاکستان ته وښيي، چې افغانستان نور د پاکستان ايالت نه دی بلکې افغانستان د پاکستان سره ګاونډ خپلواکه د ملي حاکميت لرونکی هېواد دی.

که څه پاکستان ته افغانستان د يو دولت په توګه د منلو او خوښې وړ نه دی، خو وخت اړ کړ، چې ګاونډ افغانستان د يو هېواد او دولت په توګه وپېژني او ورسره سياسي اړيکې وساتي. د ولسمشر غني طرحه (د پاکستان سره دولت په دولت خبرې) هغه څه دي، چې پاکستان ته دا پيغام ورکوي، چې نور دې ايالت او د خوښې حکومت نه يم، بلکې خپلواکه هېواد او دولت يم.