ولې په افغانستان کې د خپل کار لپاره، بايد وېب سايټ او موبايل آپلېکشن ولرئ؟

ولې په افغانستان کې د خپل کار لپاره، بايد وېب سايټ او موبايل آپلېکشن ولرئ؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

د روانې ۲۱ مې پيړۍ نړۍ چې هر څومره وړاندې تللې ده، نو د ټېکنالوژۍ پر مټ تللې ده. الوتکې، ګړدني موټرونه د ټېکنالوژۍ پر مټ منځ ته راغلي، د طب په برخه کې درمل، د نارغيو تشخيص او درملنه په ټېکنالوژۍ تکيه کوي، د جګړې په ډګر کې وسلې او مهامات په ټېکنالوژۍ پورې اړه لري، د اسانه او اغېزناکې زده کړې راز په ټېکنالوژۍ کې دی، تجارت او سوداګري؛ که پرمختللې، نړيواله او يا هم د يو هېواد په کچه ده، نو لامل يې تېکنالوژي ده. لنډه دا چې، هغه هېوادونه چې په ټېکنالوژۍ کې وروسته پاتې دي، د نړۍ وروسته پاتې هېوادونه شمېرل کيږي او هغه افراد چې په ټولنيز ډول له ټېکنالوژۍ لېرې دي، نو په ټولنه کې يې په هر برخه کې ونډه خواره ده.

په افغانستان کې هم د نوي حکومت په راتګ سره تر يو بريده خلک د ټېکنالوژۍ په ارزښت پوه شول، ګټه يې ترې پورته کړه او يا هم لږ تر لږه له نوم او اصطلاحاتو سره خو يې اشنا شول.

په هېواد د زده کړو د ټېټې کچې او د نېټ د نه غښتلي شتون له امله، ډېری افغان اوس هم د ټېکنالوژۍ سره دومره نه دي بلد، څومره چې بايد وای. دلته له ټېکنالوژۍ څخه ډېره ګټه اخېستنه د ټولنيزو شبکو څخه کيږي او يا هم د مالوماتو د اخېستلو لپاره، يانانې ټېکنالوژي په افغانستان کې په يوه برخه کې وړاندې تللې ده، چې هغه هم مالوماتي ټېکنالوژي ده.

که خپلې موضوع ته راشو، چې ولې په افغانستان کې د خپل کار لپاره بايد وېب سايټ او موبايل آپلېکشن ولرو، نو لاندې پايلې ته رسيږو.

۱- حکومت: له عامو وګړو وړاندې د ټېکنالوژۍ سره اشنايي او ګټه اخېستنه د حکومت لپاره لازمه ده. که کوم حکومت په ټېکنالوژۍ سمبال وي نو:

- د کاغذ او قلم کار به ډاډمن، بيړني او غوره د کمپيوټر او ټېکنالوژۍ پر مټ تر سره شي.

- د خلکو او حکومت ترمنځ اړيکې به اسانه او پراخه شي، خلک به له تګ، انتظار او د وخت له ضايع څخه خلاص شي او حکومت به د ښو خدماتو په وړاندې کولو سره هم پر ځان فشار کم کړي او هم به د خلکو زړه لاس ته راوړي او خپل خدمات به په اسانۍ سره تر خلکو ورسوي.

- په دولتي ادارو کې د ګڼې - ګوڼې مخه به ونېول ونشي.

- اړتيا به نه وي چې خلک په ساعتونو - ساعتونو انتظار وکړي او يا د نوبت د اخېستلو په موخه له يو بل سره خوابدي شي، بلکې په سېسټميک ډول سره به د ماشين له لوري نمبر ورکول کيږي او په خپل نوبت به ورته خدمات رسيږي.

- حکومت به د جنايي پښو کچه راټېټه کړي، تلاشۍ او نورې څارونکې چارې به اټوماټيک او پرمختللې کړي. او په سلګونه نورې ګټې.

۲- د حکومت ترڅنګ عام خلک په ځانګړي ډول سره د کار خلک او سوداګر بايد له ټېکنالوژۍ سره نه يوازې چې بايد اشنا وي، بلکې په عملي ډول سره بايد ترې ګټه پورته کړي.

په اوس وخت کې د تجارت د پرمختګ يو ښه وسيله سوداګرېزې خبرتياوې دي، چې سوداګر خپل توليد او خدمات په ښه ډول خپلو مشتريانو ته ورپېژندلی شي. بېنر، بروشرونه، بېل بورډونه، بېزنس کارډونه او نور خبري توکي هغه څه دي، چې ډېری سوداګر يې اوس هم له ګټې نه دي خبر.

په لنډ ډول سره يو سودګار او تجار هغه بايد ځکه وېب سايټ او موبايل آپلېکشن ولري، چې:
- که ډاکټر وي، نو د ناروغانو د مايعاناتو راپورونه، د ډاکټر د لېدنې د وخت ټاکنه او نورې چارې به د وېب پاڼې او موبايل آپلېکشن په مرسته په ډېر ښه ډول تر سره کړي.

- خصوصي ښوونځي، پوهنتونونه، زده کړيز مرکزونه (کورسونه) او نور انسټېټيټونه به، د خپل شهرت لپاره د وېب سايټ او موبايل آپلېکشن څخه کار واخلي، د ثبت او رېجېسټر اسانتياوې به رامنځ ته کړي، د پيسو د ورکړې سېسټم په ان لاين کړي، ټول خپل مواد به په ډاډمن ډول سره وساتي، ډټابېس به ولري او ورته نورې چارې.

- د وادونو تالارونه، دوی کولی شي، د وېب سايټ او موبايل آپلېکشن په شتون سره، د خوراک مېنيوګانې مشتريانو ته وړاندې کړي، ان لاين بوکېنګ ولري، په خپل تالار کې شته سهلوتونه وړاندې کړي، د مېلېمانو ټاکلی شمېر مالومام کړي او داسې نور.

- غږېزې، انځوريزې، چاپي او نورې رسنۍ به، د خپلو شته رسنيو ترڅنګ د وېب سايټ او موبايل آپلېکشن په شتون سره، سوداګرېزې خبرتياوې پر کرښه کړي، خپلې خپرونې به د نړۍ کوټ - ګوټ ته ورسوي او له خپلو مينوالو سره به هر وخت او هرځای کې په اړيکه کې پاتې شي.

- سوپر مارکېټونه او عمده څيز خرڅونکي کې به هم، د وېب سايټ او موبايل آپلېکشن په شتون کې، ان لاين غوښتنې قبولې کړي، د ان لاين غوښتنې په اساس به مالولونه ټاکل شوي ځايونو ته واستوي، د نړۍ له هر بل تجار سره به په اړيکه کې پاتې شي او سوداګري به يې داسې بڼه خپله کړي، چې وړاندې يې ښايي فکر هم نه وي کړی.

- موټر خرڅونکي او بارګېنونه به د وېب سايټ او موبايل آپلېکشن په وسيله خپل ورسره موټرونه او نور تلونکي وسايل خپل مشتريانو ته په داسې بڼه وړاندې کړي، چې د وسيلې انځور، بيه، ماډل، د جوړښت هېواد او د وسيلې نور ټولې ځانګړتياوې به په کې ذکر شوې وي.

نو په پايله کې ویلی شو، چې پرمختللې سوداګري په اوسني افغانستان کې بايد د وېب سايټ او موبايل آپلېکشن څخه پيل شي، چې وروسته به سوداګر او مشتري د ټېکنالوژۍ په ډګر کې ژور لاړ شي او د ګټو نور لارې او دروازې به هم ځان ته خلاصې کړي.