پنځه څراغونه، کړیدلي کندوزیان او بې سارې خوښي

دلته کوم بنسټیز رغنیز کار نه دی شوی او نه هم داسې کومه کړنه تر سره شوې، چې هغه دې د کندوزیانو راتلونکي بنسټیز پرمختګ لپاره د خوښۍ زیری له ځان سره ولري، یواځې او یواځې څو څراغونه زړول شوي، چې د شپې له لوري یې د چوک سیمې بڼه په رنګونو سره بدله کړې؛ خو موږ کندوزیان ورته داسې خوښ برېښو ته به وایې ټول کندوز د بنسټیزو رغنیزو چارو له اړخه بدلون موندلی او هر څه بدل شوي دي.

موږ ګرم نه یوو، ځکه چې په تېرو دوه کلونو کې دا ولس تر بل هرې سیمې ډېر دردېدلی، د هېواد په کچه د ولایتونو سقوط هم موږ دوه وارې تجربه کړ او د هېواد دغه برخه د سرو لمبو نه په ډک تنور بدله شوه، اوس نو که دا کړېدلی ولس څو را زړول شوو څراغونو ته په بې ثارې کچه خوښي څرګندوي، ګرم نه دي، څوک چې بې کچې تندې پسې اخستی وي، ګرمو او بې مزې اوبو ته په رسېدو سره داسې فکر کوي، چې د ځمکې پر مخ تر ټولو د ستر نعمت ته د رسېدو ارمان یې پوره شو.

خبره مې په دې کوله، چې په ټول هېواد کې په تېرو ۱۷ کلونو کې ولس ته د خدماتو برخه کې دغه ډول ظاهري رنګونه وړاندې شوي، که د بېلګې په توګه یې یادونه وکړم د هېواد په کچه لویې لارې دي، چې د قیر کېدو موده او کار یې لا پای ته نوي رسېدلې چې له بل لوري یې د بې کیفیتۍ له کبله وران او ویجاړۍ حالت رامخته شي.

موږ تل د اړتیا د لومړیتوب په برخه کې هغه ډول چې په کار ده، ګام نه دی پورته کړی، موږ د کیفیت پر ځای په کمیت فکر کړی او د بنسټیزو چارو پر ځای مو ظاهري اړخونو ته پاملره ډېره کړې وي.

دلته د ژوند ډېری (اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې) برخې د اوږدې او تپل شوې جګړې له کبله ویجاړې شوي، ولسونه په یادو برخو کې بنسټیزو رغونو او پرمختګونو ته اړتیا لري؛ نو چارواکي هم باید دا درک کړي، چې د خدماتو وړاندې کولو لپاره یې کومه برخه لومړیتوب لري او له ظاهري اړخه باید څنګه د چارو بنسټیزو، تل پاتې او متوازن او دوامداره پرمختګ لوري ته مخه کړي.

موږ هره هغه کړنه چې د هېواد والو په فکري ارامتیا او رغونه کې لږ هم ګټوره تمامېدای شي ستایوو، د قدر په سترګو ورته ګورو او ولسونو ته یې د پیاوړې کېدو، پاللو او ساتنې خبره کوو؛ خو تر څنګ یې دا وړاندیز هم کوو، چې چارواکي مو دې په بنسټیزو برخو تمرکز وکړي، خپلې وړتیاوې، امکانات او د نوښت استعدادونه دې په داسې برخو کې په کار واچوي، چې د ولس لپاره ښه راتلونکې تضمین کړي او ګټه یې په تلپاتې ډول ولسونو ته ورسیږي.