د سورې بې دفاع ولس او د روسېې کيمياوي وسلې

د سورېې په مظلوم او بې دفاع اولس د روسې او د بشرالاسد د روافضي قواؤ د وحشيانه بمباريو او د پاسه پرې د مغرب منافقانه چوپتيا د دې خبرې د سپيناوي لپاره کافي او په ځای دليل بولم چې کفر ټول يو کفر دی په کفر کې ښه او بد نه شته بلکې کفر په ټوله کې د مسلمانانو د نوغی و يستو کوشش کوي.

د افغانستان، قبايل، د پښتونخواه عزيزان د کشمير مسله د فلستين اوږده لانجه او داسې نورې ټولې جګړې د غرب د نا انډوله پالېسيو پيداوار دی. په دې به بحث نه کوم چې د بيت المقدس خاوره ولې عربو ته ورنه کړل شوه د کشمير لانجه ولې برتانوي استعمار همداسې پرېښوده د ډيورنډ لانجه ېې ولې افغانانو ته جوړه کړه؟. دا او داسې نورې ډېرې لانجمنې قضېې دي چې استعمار ېې په قصدي ډول حل نه غواړي.

که چېرته دا پورته ذکر شوې لانجې حل وفصل شي نو بيا خو خو د جنوبي اسيا او د مرکزي اسيا دهيوادونو تر منځ د دښمنۍ کرلي تخمنونه وچيږي او په ځای ېې د دوستۍ ،رواه تجارت راشه درشه او ورورولي ټينګيږي نو په داسې حالاتو کې مغرب خپل سيوری په اوبو کې ډوبېدونکی ګوري. مسلې او لانجې په خپل ځای دي ولې چې د دې سيمې او د دې جغرافيې خلکو ته دا لانجې غرب په ميراث پرېښودي دي. د زياترو پاکستانيانو دا رايه ده چې موږن د کشمير لانجه د ملل متحد او د امنيت د شورا تر نظارت لاندې حل کول غواړو کوم چې په ځای او رغنده دليل دی.

د دې دا مطلب دی چې د کشمير د لانجې پوځي حل د دواړو هيوادو د نابودۍ سبب کيږي ځکه هند او پاکستان دواړه د اتومي وسلو څخه نيولې تر د نوو ميزايلو پورې پرمختللې ټينالوژوي لري نو ځکه دواړه هيوادونه د مخامخ جګړې څخه ډډه کوي. د ډيورنډ لانجمنه قضيه چې تر اوسه د طالبانو په شمول هيڅ افغان واکمن او نورو افغانانو نه ده منلې خو د برتانوي استعمار څخه پاکستان ته په ميرث را پاتې ده.

پاکستان په کراتو کراتو په افغانانو هر اړخيز فشار اچولی دی تر څو دا لانجمنه پوله رسمي کړي نه نه دی توانېدلی او نه به په راتلونکی کې په دې رابطه پرمختګ وشي. ما مخکې وويل چې لانجې په خپل ځای او په مناسب وخت کې ورته مخ را اړول پکاردي. خو د سورېې ،يمن او د افغانستان د حالاتو په رڼا کې د مرکزي اسيا او د جنوبي اسيا ټولو هيړادونو ته په کار دی چې خپل اختلافات د وخت د نزاکت په وجه پاس په تاخچو کې کيږدي او ټول په شريکه: هند، بنګله ديش، پاکستان، افغانستان، ايران، سرېلنکا، بوټان مالديپ، ازبکستان، تاجکستان،ترکمتستان، قزاقستان ، ترکيه او نور هيوادونه يو داسې تړون او په يوه داسې مخور راټول شي، چې دوي خپلې مسلې پخپله حل او ځپل وسايل، دود عننات، او خپل ټولنيز اقتصاد او خپلې زېرمې پخپله په کار راولي.

ياد هيوادونو ته پکار دی چې د اروپا يونين په شان يوه دفاعي،اقتصادي او تجارتي اتحاديه جوړه کړي تر څو د مغرب د شومو دسيسو او لاس وهنو په امن کې شي. دا څه وجه ده چې دلته د اور نه ختمېدونکې لمې دي او هلته د ژوند ټولې اسانتياوې. په دې خبرو دې ځوانان فکر وکړي چې څنګه به دوي د مغرب د لاس وهنو څخه د ارام ساه واخلي؟

زه خو په ليکلو کې هم دومره تکړه نه يم او نه ليکوال يم خو نن چې يو ماشوم په سوريه کې جارو په لاس په کوڅه د انسانانو وينې جارو کوي، هرې خواته د انسانانو بوټۍ او د کوچنيانو سرونه، د سپينږيرو او تور سرو اهونه ګورم ، او په دې ټولو د پاسه د بشر د حقوقو او غرب چوپتيا ګورم نو زړه مې د سينې څخه بوټ راوځي. راځۍ چې د يادو هيوادونو مشران دې ته وهڅؤؤ چې خپل منځي اختلافات يوې خواته کړي او د دې سيمې د خلکو د تل پاتې سوله ايز ژوند لپاره سره لاسونه يو کړو لکه څنګه چې نن امريکا راځي او د اروپا د ګټو لپاره د دې سيمې پ هيوادونو کې اورونه بلوي راځۍ چې دا اورونه د تل لپاره پخپله مړه کړو.