
ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله؛ يو له طالبانو سره مثبته او بل منفي سوله کوي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
د طالبانو د حکومت له سکوت څو کاله وروسته، د يو څه وخت لپاره په افغانستان کې سوله او امنيت وو. طالبان او د القاعدې شبکه تيک - پرک شوې وه. کله چې طالب وسله والو او القاعدې شبکې ځانونه يو ځل بيا سر سمبال کړل؛ د هېواد دننه او بهر يې پټنځايونه پيدا کړل، په ماليي او پوځي ډول يې ځانونه چمتو کړل؛ نو يو ځل بيا د افغان حکومت او وسله والو ترمنځ جګړې زور واخېست.
د جګړې په ډېرېدو سره افغان حکومت د ستونزې لپاره د يوې بلې لارې په حل کې شو. افغان حکومت د سولې پروسه او د سولې عالي شورا جوړه کړه. افغان حکومت د تودې جګړې سره په څنګ کې وسله والو مخالفينو ته د سولې دروازې هم پرانېستلي. د سولې شورا په جوړېدو سره، څو ځلې په انفرادي او ډليز ډولو د دولت وسله وال مخالفين له حکومت سره يوځای شول او همدا ډول په رسمي او غېرې رسمي ډول د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې پيل، خو بې پايلې پای ته ورسېدې.
تر نن ورځې پورې، افغان حکومت له وسله والو ډلو او په ځانګړې ډول د وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره هڅې کوي. که څه هم ډېری وخت عام افغان او ښکېل لوري يو او بل په دې تورن کوي، چې د سولې لپاره رېښتنې نه دي او يوازې د سولې په خبرو سره افغان ملت، يو او بل ته دوکه ورکوي او شعاري بڼه لري.
د سولې په نه راتګ او پر وړاندې يې ځني خنډونه د حکومت له دننه څخه هم دي. د حکومت په داخل کې يو شمېر سياسي کړۍ يا په مکمل ډول له سولې سره په چوپ ډول مخالفې دي او يا هم په داسې شرايطو سوله غواړي، چې وسله والو مخالفينو ته د منلو وړ نه دي.
د کابل پروسې د تېرې ورځې په لومړۍ ناسته کې، د ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله څرګندونې له طالبانو سره د سولې غږ او وړاندېزونه د سولې په اړه دوه لېدلوري يانې مثبته او منفي سوله څرګندوي.
مخکې له دې چې، د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس د سولې په نېت خبرې وکړو، مثبته او منفي سوله به تعريف کړو.
۱- مثبته سوله: مثبته سوله په مکمل ډول سره مثبته محتوا لري. په مثبته سوله کې وسله وال، ناراضي، مخالف او جګړه کوونکي لوري له حکومت سره يو ځای کيږي، په کډه سياسي او ټولنيز نظام رامنځ ته کوي او په حکومت کې ورته بشپړه ونډه ورکول کيږي.
۲- منفي سوله: له منفي سولې څخه موخه د تاوترېخوالي، جګړې او ظلم پای ته رسول دي يا په بل عبارت منفي سوله د اوربند په مانا ده. په منفي سوله کې جګړه او تاوترېخوالی پای ته رسيږي، خو په سياسي او ټولنيز نظام کې وسله والو ډلو ته برخه نه ورکول کيږي، بلکې هغه کسان چې پخوا په جګړه کې وو، د منفي سولې په کولو سره هېواد ته راتللی شي، په هېواد کې پاتې کېدای شي، ژوند به يې خوندي وي او په سياسي ډول ورڅخه ډېری فعاليت اخېستل کيږي.
د طالبانو سره د ولسمشر محمد اشرف غني نېت د مثبتې سولې دی، خو اجرائيه رئيس ډاکټر عبد الله د منفي سولې اراده لري. لکه څه ډول مو چې وړاند د مثبتې او منفي سولې ترمنځ توپير څرګند کړ، نو ولسمشر محمد اشرف غني غواړي، چې طالبان د هېواد اساسي قانون ومني، جکړه دې بس کړي، تېر به هير شي، په ټاکنو کې به برخه ورکړل شي، د سياسي ډلې او سياسي ګوند په توګه به په رسميت وپېژندل شي او همدا ډول ټول هغه حقوق چې نور افغانان ورڅخه برخمن دي، طالبانو ته به هم ورکړل شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله او ورسره د جمعيت ګوند نورې غړي، د مثبتې سولې پر ځای له طالب وسله والو سره د منفي سولې اراده لري. په مثبتې سولې سره به طالب وسله وال د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي غوندي په ټولنيز او سياسي جوړښت کې دننه کيږي. خو ډاکټر عبدالله عبدالله چې د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود په مشرۍ پنځه کاله له طالبانو سره د جګړې په کرښه کې وو، نو د طالبانو سره د مثبتې سولې؛ هغه سوله چې د طالبانو سياسي شتون په رسميت پېژنې اراده نه لري.
ډاکټر عبدالله عبدالله او پخوانۍ شمالي ټلواله، له طالبانو سره يوازې د اوربند او منفي سولې لېوالتيا لري. دوی د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي غوندې له طالبانو سره له سولې ويره لري او خپلې ګتې او سياسي شتون په خطر کې ګوري. دوی غواړي په منفي سولې سره طالبان جګړه بس کړي، هېواد ته راشي او د ملا عبدالسلام ضعيف، وکيل احمد متوکل، آغا جان او نورو پخوانيو طالب چارواکو په شان په يوې سياسي انزوا کې پاتې شي او د منفي سولې څخه يوازې د هېواد دننه د خوندي ژوند حق تر لاسه کړي، نه سياسي او ټولنيز حقوق.
دا چې له طالب وسله والو سره حکومت هر وخت د سولې چيغې وهي، خو طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي، نو لامل دا دی، چې د حکومت دننه يو شمېر کړۍ، لکه پورته مو چې څرګندې کړې، له طالبانو سره د منفي او بله ډله د مثبتې سولې اراده او نيت لري.
له طالب وسلله والو سره، د مثبتې سولې په اساس خبرې - اترې د سولې د راتګ شونتيا زياتولی شي، خو په ورته وخت کې، منفي سوله د سولې پر وړاندې د خنډ او ځنډ سبب کيږي.
هرکله چې حکومتي چارواکي د طالبانو سره د سولې غږ کوي، نو دا غږ يې بايد تفکيک شي، چې اراده او نيت يې مثبته او که منفي سوله ده.