ورکه پاڼه

د شپو اوږدوالي د ورځې لنډوالي د هر چا ورځنۍ چارې یو څه ګډوې کړې وې، لمر هم په نږدې لاره تلل غوښتل، بادونه په زورسره غږونه خورول، آسمان هم زړه ډک کړی وو، کایناتو د ارامتیا لپاره وازې خولې پاتې وو، مرغان او نور سړې هوا د راتلو سره الوتي وو ، سړې څپې نور چاته د ځنډ موکه نه لرله چې نغمه او پاڼه سره بېله شوې.

بېلتون د خواږه ترنم خاوند د پاڼو د هغه مست شرار نشتون له امله د مینې د ټکو څخه په جوړ مینه ګر غږ کې بلبل پردۍ ځالې ته ورساوه ، پاڼه هم په زړه زخمي وه خو له رنګ ګلابي وه دې رنځ لاپسې وکړوله چې ارام یې له لاسه ورکړ ان تر دې چې رنځ څپلې په ژیړرنګ کې لکه په وروستي مازدیګر کې د لمر وړانګه له خپلې مېنې ووته د یوه ورک شي په لټه یې غرونه رغونه ، غونډۍ ،خوړونه، لوړې او زورې او نور ونیول.

خو د ستړې پاڼې سترګې په صبرونه باندې ولګېدې، چې په زړه کلکه وه، څڼې یې په پوره طراوت سره څرکېدلې ، بدلونونو پرې هېڅ اثر نه وو کړی ، دایم به یې ډډې ته دېره جوړه کړې وه او هرڅوک به په کې مېلمانه وو او خپله دمه به یې په کې جوړوله او دا شیبې به یې ورسره په خوښۍ او راز نیاز کې تېرولې، د برخې د لېونو خو همدا ځای وو او مینه ګرو هم دلته خپله ښکلا په خوب ليدله.

دا وخت اسمان په تندي وریځې خورې کړې وې، د غرونو پر څوکو لړې خپل وزر غوړولي وو د تیارې د کاروان په څیر یې هر څه په خپل ځان کې را نغاړل ، د لارو نښې یې هم ورکې کړې وې ، پردیسې پاڼې هم یوه خوا بله خوا منډې وهلې چې له اورښت څخه پټنځی ومومي، د صبر ونې غيږه خلاصه کړه، د پاڼې د راتلو هرکلی یې وکړ او پر سر یې د ډاډ لپاره لاسونه ونیول او په خپله لمن کې یې د کلي د کلا د مینار په څېر ترې څارنه، ساتنه او مېلمه پالنه کوله او د پټ درد په اړه یې ټپه زمزمه کړه.
ما د مسافرو له عمره ځار کړې
باران به اوري څوک به ځای نه ورکوینه