د غره سره خواله

 
دښار سویل ته  دښار ساتنې ته ښاري ديوال  دځمکې په پراخه غوړیدلې لمن په خاورو،کاڼو اوبوټو ښکلا ورکړل شوی دنګ لوی غر  په خړبخن  رنګ راهسک شوی دی ،له ورایه  پرې ښکاریدونکې سپینې لارې مو درخصتیو په ورځ هغه میلمستون ته وړي چې په پریمانه کچه راباندې درب هستیو ننداره وګوري دې غرونوکې  یوازې دسیل اوسیاحت پرته ډیرڅه شته دي  چې پرې پوهیدل دهغه چاخبره مینه پال اوشاعر زړه غواړي دراز اونیاز له پاره مو خپلې دیرې ته بیایي په دې لنډۍ مې له روغبړ وروسته  ورسره دزړه خواله پیل کیږي :
په بسم الله به یې اشنا کړم
په کلیمه به یې یارۍ ته رضا کړم
غره هم  په خپل ځان کې وکتل راغبرګه یې کړه :
په لویو غرو دخدای نظر دی
په سریې واورې په لمن یې ژیړي ګلونه
دا وخت روڼ سهاروو،ستوري هم دشپې د تیارې  په ملتیا  دتور رنګین ټوکر دنغاړلو سره دښار دپا سه اسمان څخه کوچیدلي وو، هرڅه دخدای لورې ته دروښانه لمر پلوشو دخوریدوپه تمه وو، دښار دننه تشیال دکلیو خلاف چې طبیعي غږونو اودشپنو نارو پرځای دګاډو،پلورونکو اوهغه څه چې زموږ دراز مزي یې پریکول نیولی وو،
دغره پرلورپرانیستۍ  چاپیریال دیوه سړي بڼه راښکاره کړه چې دغره دری څوکې یې اوږې اویو داسې سر چې څڼې یې د هسکې شملې لاندې دشنه آسمان په شنه سینه  دری کتاره پسرلنۍ وریځې  یا د خدای په تسبیحاتودښي لاس غځیدلې دری ګوتې یا دزلفو دری ولونه یې په تندي را خواره شي دکايناتو مالک مو دفکر په یوه ستر ټال وزنګوي او ژبه مو دستاینې د الهي فرمان هغه توري راوړي چې وایې :
((ربنا ما خلقت هذا باطلا سبحانک فقنا عذاب النار))
وخت لکه سیند وبهید ،په څڼو دلمر وړانګو نږدیوالی ددې لامل شو چې سپینې شي بیا په سپینوکي لږ د الوانو د هندارو په غبرګون ګلابي شي  اوبیا لکه زموږ د سیمې کوچیان یوه خوا بله خوا  دطبیعت په پراخه ورشو کې یوه خوا بله خوا د ګلو او رمو سره ولاړې شي  چې ښاغلی شمسزی هم یوبیت داسې راوړي :
سحـر هغـسې نه دی لـــمازدیګر هغـــسې نه دی
اوس مې زره بند په څڼو کې دلمر هغسې نه دی
خو خړرنګه غره خپل ځان لکه د مسلمان یا د زیږه پښتانه په څیر دروند ساتلی وو او دوخت شته پیښې اوګذارونه یې په سړه سینه زغمل اود خپل یادښت په پاڼو کې یې ساتل او دورغلیو میلمنو چوپړته بیا هم لکه غر ولاړ وو پاتې د نه وي مخکې تر دچې ورسره خدای په اماني وکړو ډالی مې ورکړه:
زما اوستا ترمنځ شول غرونه دیوالونه
دیدن دباد په لاس رالیږه چې راځینه
ډالۍ یې په ورین تندي ومنله او ماته یې هم دا ډالۍ راکړه :
زما اوستا ترمنځ شول غرونه دیوالونه
سپینې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړم