دهیک

 
غنم  داسي بوټي په توګه پيژنو چې زموږ دې دسترخوان نه بیلدونکې برخه یا دورځنیو خوړو دسر خواړه دي ،په هیواد کې معمولي غذا بلل کیږي ،د دې ویاړلې خاورې ځانګړنې لکه لمرینه هوا ،دګډوشویو موادو خاوره او دواورې څخه راوتلې خوږې اوبه د دې لامل شوې دي دغنمو دکر لپاره داسې چاپیریال رامنځ ته کړي چې دنړۍ په کچه دیوولسو ډولونو څخه یې دری ډوله چې په ولسي ژبه يخو،تودو او غونډوږيو په نومونو سره یادی شي ښه حاصل ورکړي.
کرکیله هم یوه له هغه چارو څخه ده  چې څرک یې دټولنې په لوړو اوژورو کې لیدلی شوخو په کار دا ده چې دټولنې ادبیاتو ته ورمخه کړوبیا په ځانګړي ډول ولسي ادبیاتو ته چیرې یې چې د څرنګوالي څرک ښه څرګندیږي دبیلګې په ډول پښتنه لرغونې ټولنه کې چې دزیاتره حاصلاتو راټولول یې ځانګړي مراسم لري اودسرښندنې او ورکړې راز له ځان سره لري چې یویې هم غنم دي.
مخکې تر دچې غنم راټول شي ، وریبل شي ،کیډۍ شي اودوړلو لپاره په خوندي ځای کې دلۍ شي  میلې پرې جوړې شي .هغه داچې کله به دلوګرو  ښه وږي خوښ شول معمولا دابه دهغه وږیو څخه ټاکل کیدل کوموکې به چې د دوی په باور خضر(َع) لکڼه لګیدلې وه،منجیله به یې نوموله، چې نښه به یې له څو اړخونودوږیو اوتنوداسې تاویدل وولکه ديوې تابلو داسې انځور چې لیدونکو لپاره منځنۍ نقطه وي بیابه دا ټولو دخوښې  کیډۍ به د ډاډې په موخه ځانکړې شوه ،د اورلمبو به یې وږي ورپاخه کړل ،دانې به ترې ویستل شوې ، دخوړو لپاره به چمتو شوې چې دا د لوګریو دستړیا دلیرې کیدو اودمې خوندوره موکه وه معمولا به دا چاره ماشومانو ته په زړه پورې وه پدې اساس دوی به ترسره کوله نه تنها دا بلکې دلوګریو دخوراک ،څښاک او توکو انتظام هم دوی خپل مصروفیت بللی وواو د لو خوږو ترخو شیبو دولس هنري ژبې ته هم  لاره پیدا کړې ده لکه داسې:
سپوږمیه ګړنګ وهه راخیژه
یارمې دګلو لو کوي ګوتې به وریبینه
له موږ وړاندې پخوانیو خلکو ترموږ ستونزمن ژوند درلود، دژوند او چارو لازم توکو ته یې لاس رسی بیخي له نشت سره حساب وو،دطبیعت دوړو پيښو څخه به زیات اغیزمن کیدل  دا دلامل شوي وو چې ډیری کم وخته کارونو ترسره کول شپې او ورځې له ځان سره واخلي دوی اړشوي وو چې دشپې کاروکړي  سپینې سپوږمۍ له رڼا څخه هم ګټه پورته کړي او د لو دڅرپ او خرپ سره دشپنۍ سړې وږمې هم ملې کړي.
کله به چې لوونه ولویدل نوربه د درمندځایونو لور ته چې په لوړو ،اوارو  اوهوا لرونکو ځایونه چې له مخکې به چمتو شوي وودغنمو تنې وړل کیدلې چیرې چې غوایانو به دڅپر په مرسته ماتولې له دوروسته به بیا خرې لکه اوږدې غځیدلې غونډۍ دریدلې  او دباد لورته به بادیدلې تر څو واښه اودغنمو دانه بیله شي.
دغنم سرې دانې به دانارود صندوق پرانیستو سره راښکاره شوې ، له هر لوري به راټولې شوې ،ګردې غونډۍ ته ورته بڼه به یې خپله کړه ،ګنبدي خونې ته ورته به پرې د انځورګرۍ مهارتونه اورنګونه وکاریدل ،هغه څه چې دوی له انده د نظرماتولو توکو ته لکه دسپیلني دانو ته به ځای ورکړل شو او دټولنیزو خدمتونو ترسره کوونکي به هم د خپلې اجورې داخیستو لپاره وربلل شول.
ملا صاحب به دعا په ویلو سره درمند پرانیسته وکړه اوڅوتنو مشرانوته به د اندازې او پیمانې صلاحیت ورکړل شو دوی به درمند ټولیز کچه وټا کله بیا به یې دځمکې دخاوند اوبزګر ترمنځ سهمیه وربیله کړه ،دټولنیزو خدمتونو ترسره کوونکو اجوره اوماشومانو ته ده یک ورکړه هم د  دوی دنده وه.
ظاهرآ ده یک  کلیمه دري ښکاري مګر ده یک کلیمې ته  په دري ژبه وګورو دلس یو مانا به ورکړي چې دابه عربي ژبې دعشر سره سر خوري کوم چې دفقهې دعلم په ژبه دخپلو حاصلاتو څخه دلسمې برخې دورکړې سره برابره خیژي بلکې په پښتو ژبه دا ځانګړې بسیطه کلیمه ښکاري چې د حاصلاتو په ورکړه کې دماشومانو سهمیې ته ویل کیږي ځګه چې خلک له دې پرته هم خپله ټاکلې اندازه عشر ورکوي بلخوا ماشوم دعشر اخستلو مستحق نه دی.